امیرخان متقي

تاند- د کندهار امنیه قوماندان ادعا کوي چې له وروستي اوربند او اختره وروسته د طالبانو مشر د مشرتابه په شورا کې ځینې بدلونونه راوستي دي.

د جنرال عبدالرازق په وینا د طالبانو د مشر ملا هیبة الله اخوندزاده په امر امیرخان متقي د اطلاعاتو د چارو له مشرۍ څخه لېرې شوی او پر ځای یې ذبیح الله مجاهد ټاکل شوی دی.

جنرال رازق وايي چې د هیبة الله اخوندزاده په باور متقي د طالبانو په لیکو کې د معلوماتو په خپرولو کې پاتې راغلی دی.

د متقي په اړه عام باور دا دی چې د طالبانو په منځ کې منځلاری یا معتدل دی.

په ۲۰۱۶ م کال پاکستان تریبیون ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي و چې پاکستان امیرخان متقي او ملا نانی د کوټې په سټیلایټ ټاون کې نیولي دي.

د کندهار امنیه قوماندان همداراز وايي، متقي د طالبانو د مشر د دفتر ريیس ټاکل شوی دی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي او عموماً هم دا ډله په خپل جوړښت کې د تغییراتو په اړه څه نه وايي.

تر دې مخکې په کوټه او د بلوچستان په ځینو نورو برخو کې یو شمېر طالب مشرانو پر هغو ویدیوګانو او سیلفي عکسونو سخته غوسه ښکاره کړې وه چې عادي طالبانو او د هغوی ځینو قوماندانانو له افغان امنیتي ځواکونو او چارواکو سره د اوربند په موده کې اخیستي وو.

تفصیل په لاندې خبر کې
(طالب مشر: هغه طالبان چې له حکومتي چارواکو سره یې لیدلي منافقان دي)

د طالبانو یوه مشر رویټرز خبري اژانس ته ویلي«تېره شپه یوه بیړنۍ غونډه جوړه شوه او درستو قوماندانانو ته وویل شول او لارښوونه ورته وشوه چې د هغو طالبانو پر ضد کلک انضباطي اقدامات وکړي چې ښارونو ته تللي وو او له افغان چارواکو سره یې عکسونه اخیستي دي.

رویټرز د دغه طالب مشر نوم نه دی په ډاګه کړی.

3 thoughts on “طالبانو خپل ځیني مشران بدل کړي او بیړنۍ غونډه یې جوړه کړې”
  1. دا غلطی خو ددوی بادارانو کړی
    ای. اس. ای او پنجاب
    پنجاب ورته ۳ ورځی اوربند ویلی وه
    خو دوی دخپلو افغانانو سره لیدلی هم وه

    اوس ددوی طالب مشران خفه نه دی، پنجابیان خفه دی

  2. باجوه صاحب یوازي ورته د ۳ ورځو اوربند وییلي وو خو دوی در هغه در امر لږ دباندي ولاړه اوس یي معنوي پلار باجوه خفه دی مشران یي نه دی خفه

  3. طالبان د پنجاب سپی او غلامان چی هیڅ خپله اراده نه لری او د پنجاب په ټوکرو پسی منډی وهی دوی هیڅ افغانی شهامت نه لری او نه پری پوهیږی کنه دوی ته په کومه انداز عزت ورکړل شو سیاسری ورته ووتللی عذر یی ورته وکړه جولی یی ورته وغوړولی خو دا بی وجدانان په هیڅ نه پوهیږی دوی براین واش شوی دی

ځواب ورکول تراب خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *