تاند، چهار شنبه، د عقرب لومړۍ: سرچیني وايي، د طاهر یولداش په مشرۍ د ازبکستان د اسلامي حرکت ترهګرې ډلې نږدې ۳۰۰ کورنۍ، وسله وال، ماشومان او مېرمنې له جنوب څخه د غور ولایت له لاري شمال ته ننوتي دي.

هغه کسان چې دا وسله وال یې له نږدې لیدلي دي وايي، د یولداش د ډلې خلکو ترکي خبرې کولې او طالبانو ورته د لارو امنیت نیولی و.

د غور د ولایتي شورا غړی عبدالحمید ناطقي دا خبر تاییدوي او وايي، دا خلک د طاهر یولداش د ډلې طرفداران وو، خو معلومه نه ده چې دا ۳۰۰ کورنۍ ولې له جنوب څخه شمال ته تللې دي: (( حکومت باید ځواب ورکړي چې دا ډله څنګه په ازادانه ډول له یوه ځایه بل ته حرکت کولی شي؟))

د غور والي ناصر خاضع هم دا خبر تاییدوي چې د بهرنیو وسله والو یوه درې سوه کسیزه ډله چې ښځې او ماشومان هم په کې وو، د غور ولایت په پټو لارو وتلي دي.

خو د غور امنیه قومندان محمد امین احمدزی بیا وايي، د طاهر یولداش ډله د مسافرو په څېر د غور له لارو تېره شوې او چاته یې کوم امنیتي ګواښ نه دی پېښ کړی.

طاهر یولداش د ازبکستان د حرکت اسلامي ترهګرې ډلې مشر دی چې له څو کلونو راهیسې د افغانستان په شمال کې فعال او ګڼو نارامیو کې یې لاس درلود، دا ډله د طالبانو او القاعدې کلکه ملاتړې او ویل کېږي چې دوه کاله وړاندې د یولداش زوی عبدالعزیز په جوزجان کې د داعش ډلې مشري هم پر غاړه اخیستې وه.

طاهر یولداش د پاکستاني چارواکو له قوله ۱۰ کاله د ډیورنډ د فرضي کرښې هاغاړه په قبایلي سیمو کې تېر کړي دي.
د طاهر یولداش ډله په ازبکستان کې اسلامي حکومت غواړي.

2 thoughts on “طالبانو د ازبکستاني جنګیالیو ۳۰۰ کسیز کاروان له غور ولایته تېر کړی”
  1. پټهانی خو داسې کاروانونو ساتونکی خړ خډل دی، یووخت یې په همدغه لار د نصیربابر کاروان سپیتوب هم کړی وه

  2. حکومت باید ځواب ورکړي چې دا ډله څنګه په ازادانه ډول له یوه ځایه بل ته حرکت کولی شي؟
    طاهر یولداش د پاکستاني چارواکو له قوله ۱۰ کاله د ډیورنډ د فرضي کرښې هاغاړه په قبایلي سیمو کې تېر کړي دي.
    سرچیني وايي، د طاهر یولداش په مشرۍ د ازبکستان د اسلامي حرکت ترهګرې ډلې نږدې ۳۰۰ کورنۍ، وسله وال، ماشومان او مېرمنې له جنوب څخه د غور ولایت له لاري شمال ته ننوتي دي.

    هغه کسان چې دا وسله وال یې له نږدې لیدلي دي وايي، د یولداش د ډلې خلکو ترکي خبرې کولې او طالبانو ورته د لارو امنیت نیولی و.

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *