تاند- افغان طالبانو د یوه سپي ویدیو او عکس خپور کړ او ویې ویل چې دا سپی یې امریکایانو ته د جاسوسۍ په مهال نیولی دی.

طالبانو ویلي چې دا سپی یې د تېر میلادي کال په دسمبر کې د افغانستان په ختیځ کې نیولی دی.

د طالبانو په وینا دا سپی یې د دسمبر په وروستیو ورځو کې د شپې په مهال په لغمان ولایت کې په داسي حال کې ونیوه چې غړوندي پوري یې جي پي ایس، څراغ او یوه کوچنۍ کامره تړل شوي ول.

امریکايي چارواکي وايي چې د طالبانو د دې ادعا په اړه څېړنه کوي.

په افغانستان کې د ناټو پوځیان له سپو څخه عموماً د سړدک د غاړې د ماینونو او په کورونو کې د وسلو د موندلو لپاره کار اخلي.

5 thoughts on “طالبانو د امریکايي پوځیانو سپی د جاسوسۍ په تور ونیوه”
  1. باید دغه سپی د پاکستاني (انګریزی) قانون سره سم په اشد مچازات محکوم او یا دی د يو څو لوړپوړو هغه تالیبانو سره تبادله سی چه د آی ایس آی لپاره کار کوي

  2. ویډیو یی په بی بی سی سایت کی شته ده په ریښتا هم چی د جاسوسی لپاره استول شوی و خو تر اوسه یی محاکمه نه ده شوی تر اوسه یرغمل دی

ځواب ورکول مختار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *