د افغانستان سولې ته هیلې

تاند- طالبانو د روژې په مبارکه میاشت کې د اوربند په اړه د افغانستان د علماوو شورا غوښتنه رد کړه.

د افغانستان د علماوو شورا د یکشنبې په ورځ د افغانستان له حکومت او د هغه له وسله والو مخالفانو وغوښتل چې د روژې د مبارکې میاشتې په اوږدو کې اوربند وکړي.

خو د طالبانو ویندوی د افغانستان د علماوو د سراسري شورا د دې غوښتنې په ځواب کې پرون /دوشنبه/ وویل چې طالبان به د روژې په میاشت کې حملې لا زیاتې کړي.

ده همداراز ویلي:«هرڅوک پوهېږي چې افغانستان د امریکا تر یرغل لاندې دی. په زرګونو امریکايي پوځیان د کابل په شمول د هیواد په مختلفو سیمو کې ځای پر ځای دي.»

مجاهد همداراز ادعا کړې:«څرنګه چې جهاد عبادت دی، د روژې په میاشت کې لا غوره دی او موږ دا واضح کوو چې په راتلونکو اوونیو کې به جهاد ونه دروو.»

طالبانو له افغانستانه د نړیوالو جنګي ځواکونو له وتلو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد جګړې ته لا زور ورکړی دی. سږ کال په تېرو ۱۴ کلونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او ملکیانو لپاره تر ټولو خونړی کال دی.

4 thoughts on “طالبانو د اوربند په باب د عالمانو د شورا وړاندیز رد کړ”
  1. ګرانه طالب جانه
    ته یا ستا سو غایب مشر کوم چی یو اخوندی دی ددی علماو په اندازه نه خو اسلامی پوهه لری او نه تاسوکله اسلام ، انسانیت او د او د افغانستان خلکو او خاوری ته ژمند پاتی شوی یاست.
    دغه افغان او مسلمان وژنی ته ادامه ورکول ددی ښکاره ثبوت دی چی نه تاسو افغانستان او نه د اسلام لپاره جنګیږی بلکه تاسو د خپلو بادارانو د امر نه مجبوره یی چاچی دا ۵۰ کاله دا کوشش کړی دی چی په افغانستان کی جنګ په یو او بل نوم جاری وساتی تر څو خپل شوم اهداف لاسته راوړی.
    الحمدالله ټول افغانان په دی ښه پوه دی چی ستا کومانده د کوم ځایه کیږی (کویټه او پشاور)، ددی په راس کی څوک دی، ترننګ او تجهیزات څوک در کوی او مالی منابع در ته څوک او د څه لپاره برابروی.
    ورځ شته او په هغه ورځ به ټول ته معلومه شی چی جهاد څه دی او فساد څه دی. وینه به ستا تویږی، کور به ستا ورانیږی، کونډی او یتیمان به ستا پاتی کیږی او په جهنم کی به ته سوزی او دنیاوی ګټه به یی پنجابی او د ستاسو پټو دوستانو (غربیانو) ته د کوم خلاف چی په ظاهره تاسو د جهاد ناری وهی

  2. دا حرموني نه خداى پيژني نه رسول او نه قران. که سبا ددوى د مور ميړه اى اس آى وويل چې د مور جهاد دې بس کړۀ دوى به يي سم دستي بند کړي. هغه وخت به بيا نه جهاد وي او نه يې نوم. د طالبانو نه اوس د پردي سپي جوړ دي چې په هر چا يې بادار ورمخه کړه دوي ورغاپي او خوله ور اچوي او داړي يې. تر دوى طمع غلط او بې نتيجې کار دى.

  3. د دوی ريموټ د آی ایس آی په لاس کشې دی بچاره ګان نه خپله خبره لري او نه ایمان ور پاته دی هسې شپې تیروي باید خپل ورور مړ کړي باید خپل هیواد واران کړي باید و جنګیژي که دا کار ونکړي نو خپله کوپړی یی په خطر کې دی یا به په امرکایانو خر څیژي ګونتا ناموته به ځي یا به د سپې پر مرګ مري .

  4. . طالبان مجبور دی چی د حکومت سره اوربند وکړی ځکه بله لار نه لری. دا ځکه چی داعیش به د یو یو طالب سر پری کړی.اوس یی خوښه چی اوربند کوی او که طالبان حلالولو ته ځانونه ورکوی.چی وحشی داعشیان یی بیسره کړی

ځواب ورکول Safirullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *