تاند، جمعه، د عقرب ۱۷مه: د طالبانو لخوا په لوګر کې د پکتیا د استیناف محکمې په وژل شویو قاضیانو کې د هېواد د پیاوړي لیکوال نعمان دوست ورور قاضي نورالله هم شامل دی.
طالبانو تېره ورځ په یو کمین کې د پکتیا د استیناف محکمې درې قاضیان او یو کارمند د لوګر – کال پر لویه لار د محمد اغې ولسوالۍ په ساحه کې ووژل.
له پېښې وروسته د هېواد اورژبي لیکوال، شاعر او د خپلو ادبي ټوټو له کبله د پښتنو تر منځ محبوب نعمان دوست پر خپله فیسبوک پاڼه تایید کړه چې ورور یې قاضي نورالله هم په دې پېښه کې ژوند بایللی دی.
له دغې پېښې وروسته د طالبانو د غندنې په تړاو پراخ فیسبوکي کمپاین پیل شوی او ګڼو لیکوالانو او فعالانو له ښاغلي دوست سره خواخوږي ښودلې ده.
په ایران کې د افغانستان لوی سفیر عبدالغفور لېوال پر خپله فیسبوک پاڼه لومړی د نعمان دوست په ادبي او سیاسي شخصیت اوږده لیکنه کړې او په پای کې یې ویلي دي: ((تېره ورځ یې د همدغه عاطفي او د ځانګړې لارې د خاوند لیکوال زړه نورهم ورزخمي کړ، د ده ورور یې ورشهید او خواږه ورېرونه یې وریتمیان کړل. دوست زخمي شو، دوست ژوبل شو او د بې عاطفه ګۍ دیوانو، د قساوت ابلیسانو او د جهالت، شاتګپالنې و تحجر خدایګوټو د ده له عاطفي چیغو څخه کسات واخیست..))
ښاغلی لیوال زیاتوي: ((خو زه باور لرم، چې دوست نه پریوځي، د ده زخمونه به د ده قلم ته نوی رنګ ورکړي، تک سور رنګ چې د بې عاطفه ګۍ او انسانیت ترمنځ له پراته برزخه هم ولیدل شي..))
د پژواک اژانس مشر ایډیټر همیم کاکړ بیا لیکلي: ((نعمان دوست وروره! د لیکلو لپاره درته الفاظ نه لرم، غم مو یو دی، ستا درد زموږ درد دی، خدای دې د ورور شهادت قبول کړي.))
همدا راز د ولسمشرۍ د نوماند فرامرز تمنا لومړي مرستیال سید قیاس سعیدي هم له ښاغلي دوست سره ځان په غم کې شریک بللی او دهغه ورور ته یې د جنت دعا کړې ده.
مشر لیکوال عبدالله صداقت او د ننګرهار د اداري اصلاحاتو د کمېسیون مشر هجرت الله اختیار هم له نعمان دوست سره په دغه غم کې خواخوږي ښودلې ده.
د تاند خبري او ټولنیزه ، ادبي ویبپاڼه هم ښاغلي نعمان دوست سره چې د تاند په غني کولو کې یې خورا زیاته همکاري کړې او سلګونه لیکنې یې له دې ویبپاڼې خپرې شوې دي، په دغه لوی غم کې ځان شریک بولي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې یوه ورځ وړاندې د کندوز – بغلان پر لاره هم د کابل پوهنتون یو سپین ږیری پوهاند په بې رحمۍ سره وژلی و.
انا لله وانا اليه راجعون
کل نفس ذائقة الموت
اسلام د سولې، ترحم او د اجتماعي خيرښېګڼو دين دی.
له ځوان وهڅاند ليکوال نعمان دوست سره د زړه خواله
الله تعالی پوه او ناپوه سره نه دي برابر کړي.
زه خپله او د خپلې ټولنې په استازولۍ له تاسې سره په دې غمجنه او دردوونکې پېښه کې شريک بولو. له الله تعالی څخه تاسې ته د زړه صبر او هغه ته د جنة الفردوس اعلی مراتب غواړو.
په دې هيله چې حکومت يې مرتکبين پيدا او په سخته ورسوي.
په درنښت
قالو انا للہ وانا الیہ راجعون
اللہ دی تاتہ او ستاکورنی تہ صبر او استقامت در کری ۔ موز باور لرو چی ھرخہ د اللہ پہ لاس دی زموز پناہ او بقا پروردگا دی تاسی سرہ مرستہ وکری ۔ د پشتوژبی گانہ او زینت خو ستا پہ کلام کی د ملغلرو مفھوم لری چی ھم دین دی ھم فرھنگ او ھم ایین او ھمدارنگہ د پورہ عزت شخصیت اوپشتنی ادب او رسالت ۔
زموز دمظلومی تولنی ستر فرھنگ پالہ تہ ھم نعمان یی او ھم دوست چی یو اوبل سر ھ دیر نژدی اریکی لری او ستا د توفانی نٹرو نہ د اخلاص ،ھنر او ادب استازیتوب کوی
اللہ دی جنت الفردوس ور پہ برخہ کری
نعمان دوست صيب ! قاضي صيب سپیڅلئ شهيد دئ ، جنت الفردوس دې ځای اوسي ، تاسې ته د زړه صبر غواړو اوپه درد کې مو شريک يو
له خواخوږیو مو نړۍ مننه. که رښتیا ووایم: همدا نن تاند ویبپاڼې ته په دې نیت لاړم چې وګورم په دې اړه څه لري او کنه. ستاسو راپور، د دوستانو تسلیت مې غم راسپک کړ. رب دې هیڅ افغان نور نه دردوي.
امین