هیبة الله

تاند- وسله والو طالبانو نن /چهارشنبه/ د خپل مشر هیبت الله اخوندزاده د ژوند او فعالیتونو په اړه معلومات خپاره کړل.

هیبت الله اخوندزاده د سږکال په مې میاشت کې د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته د طالبانو د اصلي ډلې مشر وټاکل شو.

طالبانو له ۲۰۰۱ څخه راوروسته د دوی په وینا د افغانستان د اشغال او د ملا عمر او ملا منصور له وژل کېدو وروسته موده کې د هیبت الله اخوندزاده رول توضیح کړی دی.

طالبان وايي چې ملا هیبت الله اخوندزاده د مسلنمانانو د یووالي کلک ملاتړی دی او د شیعه او سُني ترمنځ د اختلاف مخالف دی.

طالبان د خپلې شپږ کلنې واکمنۍ په مهال له شیعه ګانو سره په خاصې دښمنۍ تورن شوي دي خو په وروستیو ۱۵کلونو، په تېره بیا د ملااختر محمد منصور د مشرۍ په موده کې دې ډلې له ایران سره خپلې اړیکې زیاتې نژدې کړې.

ایران له دې ډلې څخه په دې شرط چې له افغان شیعه ګانو او دغه راز په افغانستان کې د ایران له نورو نژدې متحدانو سره به کار نه لري، دې ډلې ته تر یوه حده مرستې ورکړي دي.

3 thoughts on “طالبانو د خپل مشر د ژوند او هلوځلو په اړه معلومات خپاره کړل”

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *