تاند- وسله والو طالبانو د اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې یا داعش له لوري په بې رحمۍ د افغانانو وژل وغندل.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، وسله وال طالبان چې په خپله د د اسیرو افغان عسکرو په بې رحمانه وژلو غندل کېږي، په یوه تازه خبرپاڼه کې د داعش له لوري په افغانستان کې د یو شمېر کسانو د وژلو ویدیو ته په اشارې ویلي چې له بندیانو سره باید داسي چلند ونه شي.

د داعش د ویدیو په اړه ویل شوي چې په جون میاشت کې په ننګرهار کې اخیستل شوې ده. په دې ولایت کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ خونړۍ نښتې شوي دي.

ګومان کېږي چې د داعش له لوري په بې رحمۍ وژل شوي کسان د طالبانو غړي وي.

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ویلي:«پرون (دوشنبه) یوه وحشتناکه ویدو خپره شوه، په دې ویدیو کې یو شمېر برمته ګر ښيي چې ځانونه له داعش سره اړوند بولي، دوی په بې رحمۍ یو شمېر سپین ږیری مشران او کلیوال د چاودنو په وسیله وژني.»

ادعا کېږي چې وژل شوي اسیران د طالبانو پلویان دي. په ویدیو کې د سیمې له خلکو غوښتل شوي چې د داعش په وړاندې مقاومت ونه کړي.

په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو عمومي قومندان جنرال جان کېمبل د روانې میاشتې په لومړیو کې وویل، د اسلامي دولت ډلې په وروستیو کې په ځینو سیمو کې د پیسو په زور د طالبانو ګڼ شمېر جنګي کسان خپل کړي دي.

رویټرز خبري اژانس ته د ننګرهار د اچین ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي عبدالجان وویل:«د طالبانو برعکس د داعش غړي له کلیوالو په زور ډوډۍ او سرپناه نه غواړي، دوی ډېرې پیسې لري، په پیسو ډوډۍ رانیسي او ځوانانو ته یې ورکوي چې له دوی سره یوځای شي.»

5 thoughts on “طالبانو د داعش له لوري د بې رحمانه وژنو ویدیو وغندله”
  1. دلته دی دواړو ځان او هیواد پلورو او انسان دښمنه ډلو لپاره د د سلیمان لایق هغه شعر صدق کوی چې د پخوانیو جنګي
    غدارانو له هیواد سره د دوی په غداراي که ویلي وه

    تور پنجاب راوست د کابل په پاک انګر باندي اوس به د حمات حرامی دي بلا ته څه وایي

    نو دی بی رحم وژونکو خو خپل مشر پلار سی أی ای او کشر پلار ای ایس ای ته وکړ خو اوس يي هغه دي د خدمت سیله ورکوی یو یو راولي او ژوندي په بم کینه وی او اسمان ته يي لیږي، دا ورښې چي وحشت داسی دړد لری او له تاسو سره هم وحشت کیدای شي. خو څوک به پوهه وي !!!! والله کی پوه کړي چې …پی وکړی

  2. سلام لوستونکو ته داوړه ډلی د یوه خره غوږونه یاست والله که یوه په انسان ترحم کړی وی ولی خو تاسو ته باید وویل شی چی طالبان غیر مستقیم د آی ایس آی غلامان دی او داعش مستقیم آی ایس آی تور مخی دی تاسو هم د امریکا ، اسرايیلو ، ایران او پاکستان اجنټان یاست او دا نور خو مستقیم د یهودو کسان دی خو ښه غوږونه مو خلاص کړی دا عراق او سوریه نده دا افغانستان دی دلته به مو غاښ ورږیږی دلته خلک دداسی مرګونو نه بیریږی مر ګ یو مرګ دی الله تعالی دی طالب او داعشیانو وحشیانو ته دوزخ په نصیب کړی او انشا الله د خنځیرانو په جامه کښی به راجګیږی که د الله رضا وه دا ستاسی پلار پاکستان به تجزیه کیږی دا ورځ لیری نده

  3. د داعش د فتنې په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم پيشګویې:((مولوي دیوبندي))
    حَدَّثَنَا الْوَلِيدُ ، وَرِشْدِينُ ، عَنِ ابْنِ لَهِيعَةَ ، عَنْ أَبِي قَبِيلٍ ، عَنْ أَبِي رُومَانَ ، عَنْ عَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : ” إِذَا رَأَيْتُمُ الرَّايَاتِ السُّودَ فَالْزَمُوا الأَرْضَ فَلا تُحَرِّكُوا أَيْدِيَكُمْ ، وَلا أَرْجُلَكُمْ ، ثُمَّ يَظْهَرُ قَوْمٌ ضُعَفَاءُ لا يُؤْبَهُ لَهُمْ ، قُلُوبُهُمْ كَزُبَرِ الْحَدِيدِ ، هُمْ أَصْحَابُ الدَّوْلَةِ ، لا يَفُونَ بِعَهْدٍ وَلا مِيثَاقٍ ، يَدْعُونَ إِلَى الْحَقِّ وَلَيْسُوا مِنْ أَهْلِهِ ، أَسْمَاؤُهُمُ الْكُنَى ، وَنِسْبَتُهُمُ الْقُرَى ، وَشُعُورُهُمْ مُرْخَاةٌ كَشُعُورِ النِّسَاءِ ، حَتَّى يَخْتَلِفُوا فِيمَا بَيْنَهُمْ ، ثُمَّ يُؤْتِي اللَّهُ الْحَقَّ مَنْ يَشَاءُ ” .
    كتاب « الفتن لنعيم بن حماد » کنزالعمال .جلد (۱۱)صفحه ۲۸۳) رقم الحدیث(۳۱۵۳۰)

    تفصیل: د اسلام څلورم خلیفه حضرت علی بن ابي طالب (کرم الله وجهه) د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه حدیث مبارک رانقل کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې تاسو تور بیرغونه ووینی نو پر ځمکه پریوزی، مه خپل لاسونه ښوروی او مه خپلي پښي، بیا به یو ضعیفه قوم راښکاره سي زړونه به یې تر اوسپنه سخت وي، دوی به اصحاب الدولة وي (لکه الدولة الإسلامیة) نه به پر وعده خیږي او نه به وعده لري، دوی به حق ته رابلل کوي خو خپله به د حق اهل نه وي، نومونه به یې اسماء کنیه وي (لکه أبوبکر) او نسبتونه به یې کلو ته کیږي (لکه البغدادي)، د سر ویښتان به یې داسي خواره واره را ځېړیدلي وي لکه د ښځو تر دې چې خپل په منځ کې به اختلاف وکړي بیا به الله تعالی په هغه چا سره حق راولي چې خوښه یې وي.

    دا حدیث مبارک چې نعیم ابن حماد په کتاب الفتن او همدارنګه کنزالعمال په (۱۱)جلد صفحه ۲۸۳) رقم دحدیث(۳۱۵۳۰) کې را اخیستی د داعش یوه داسي خلاصه بیان کړي چې تر دې وروسته به ددوی په بطلان کې هیڅوک هم شک ونه ویني، ځکه هغه ډله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیث شریف کښي ښودلي کټ مټ همدا د داعش ډله ده او هیڅ یو حرف هم ورسره ټکر نلري، داعش اصحاب الدوله دي، نومونه یې ټول اسماء کنیه دي یعني یا یې د زوی نوم پر ځان ایښی وي یا د پلار او نسبتونه کلو ته کوي، همدارنګه زړونه یې تر اوسپني سخت دي د مجاهد او کافر د مرګ هیڅ فرق ورباندي نسته، که یې څوک مخالف سي نو مسلمانه ښځه وینځه او مسلمان بچی یې غلام کوي.

  4. ګران مولوی صاحب ستاسو دی کور آباد وی په ډیر درست او شریعی توګه مو دا کثیفه ډله خلکو ته ورپیږندلی ده او په واقعی صورت د پیغبر (ص) دا حدیث د همدی ډلی لپاره دی خو ستاسو څخه مو هیله داده چی د طالب په باره کښی هم داسی معلومات خپاره کړی ځکه د هغوی اعمال هم د دی ډلی ورته دی صرف لباس یی بدل دی پرته له مشره یی د آی ایس آی په خوله زموږ کم مسلمانان په بمونو کښی والوزول او څوک چی په زور له نورو مظلومو مسلمانونو باج اخلی آیا دا په اسلام کښی روا دی. په درنښت

  5. زه نور څه نه وایم خو دغه متل مې په ذهن کې را ګرځي چې(چغل کوزې ته ویل چې سورۍ)

ځواب ورکول مولوی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *