تاند- وسله والو طالبانو د کابل – کندهار په لویه لار کې د زابل ولایت یو مهم پُل په چاودېدونکو موادو الوزولی دی.

د کابل کندهار د لویې لارې مسافرو او د کلات ښار اوسېدونکو رسنیو ته وویل چې طالبانو د جمعې په ورځ دغه پله ته دومره زیات چاودېدونکي مواد ایښي ول چې پُل یې یو مخ ویجاړ کړی دی.

د طالبانو له لوري د دغه پله له ورانېدو وروسته سپرلۍ او موټرچلوونکي له سختو کړاوونو سره مخامخ شوي دي.

خلک وايي چې د طالبانو دا اقدام د اسلام او افغانستان پر ضد دی.

طالبانو په تېرو دیارلس کلونو کې نه یوازې په سلګونو پلونه نړولي بلکې ډېرې لارې یې ویحاړې کړي او د ډېرو نورو د جوړېدو مخه یې نیولې ده. خو د دې ډلې ویندویان د سړکونو او پلونو ورانېدا نه مني.

د زابل خلک وايي چې پُل هغه مهال ویجاړ شو چې د طالبانو له لوري اېښودل شوي چاودېدونکي مواد د ریموټ کنټرول په وسیله وچاودول شول.

ځیني راپورونه وایي چې ممکن د چاودنې په وخت به د پولیسو کاروان له سیمې تېرېده.

خو د زابل مرستیال والي محمد جان رسولیار وايي چې طالبانو د پُلونو پرضد یو عمومي کمپاین پیل کړی دی.

د پله له چاودنې وروسته پولیسو په سیمه کې پلټونکي عملیات پیل کړل او یو شمېر مشکوک کسان یې ونیول.

د زابل اوسېدونکي وايي چې پلونه او د افغانستان نور ملي او عامه تاسیسات د هغو پاکستانیانو له لوري ویجاړېږي چې د طالبانو په منځ کې فعالیت کوي مګر په اصل کې د پاکستان د پوځ او آی ایس آی له لوري په پیسو ګومارل شوي مزدوران دي.

3 thoughts on “طالبانو د زابل یو لوی او مهم پُل والوزاوه”
  1. وایی چی د لاری تیرولو یا جوړولو لپاره د جومات ړنګول جواز لری، نو چی په اسلام کی لاره دومره با ارزښته ښودل شوی ده یا یی اهمیت ورکړی دی دا خو هسی خبره نده. ، د طالبانو دا کار چی پل یی وران کړی دی دا غیری اسلامی او غیری انسانی
    عمل دی، دا نه اسلام دی نه جهاد بلکی په لوی لاس د آی اس آی چوپړ دی، موږ د طالبانو دا دهیواد سره دښمنی په کلکه غندو خدای پاک د بم ایښودونکی ته پر دی دنیا جزا مورکړی

  2. پدی کار سره هغوی په اثبات ورسوله چی له اسلام دین ، خپل هیواد او خپلو خلکو سره هیڅ مینه او علاقه نه لری . دوی د پنجاب په خدمت کی دی او غواړی خپل هیواد په کنډوالو بدل کړی.

  3. يو وحشي بي ناموسه حًناورو نني مجاهدين او تور بيناموسه خر يي طالب مردكاو ده. وايم دداسي ملايانو شًحه به خره وغيم هاغه له ملا بيناموسه د افغانستان د خلكو زرونه شنه دي.

ځواب ورکول جلال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *