ارشیف

تاند- وسله والو طالبانو د جګړې د درولو او د مخامخ خبرو د پیلولو لپاره نوي شرطونه اعلان کړل.

د طالبانو په نویو شرطونو کې په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر په رسمیت پېژندل او د ملګروملتو له تور لیسته د طالب مشرانو د نومونو ایستل شامل دي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر د ویندوی سهیل شاهین له قوله د پاکستان دي نیوز ورځپاڼې لیکلي چې دا شرطونه له امریکا او د دغه هیواد له متحدانو سره د مخامخ خبرو لپاره ضروري دي.

شاهین دغه راز ویلي چې که سوله د مقابل لوري هدف وي، باید طالبان پرېږدي چې په قطر کې خپل سیاسي دفتر پرانیزي او د لویو مشرانو نومونه یې باید د ملګروملتو له تور لیسته وایستل شي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی دا دوې مسلې د سولې په لار کې خنډونه بللي او ویلي یې دي چې دا خنډونه په اسانه له پامه نه شي غورځول کېدای.

ده همداراز ویلي چې د مقابل لوري شعارونه او بیانونه به د افغانستان سوله نوره هم پېچلې کړي.

د افغانستان ولسمشر د هند په امرتسر کې په اسیا زړه کنفرانس کې یو وار بیا پاکستان ته د انتقاد ګوته ونیوله او له دغه هیواده یې وغوښتل چې د افغانستان د انکشاف لپاره ۵ سوه ملیون ډالره مرسته په خپله خاوره کې د تروریستانو په مخنیوي ولګوي.

تېره اوونۍ د پاکستان ایکسرپیس تریبیون ورځپاڼې راپور ورکړ، دیپلوماتیکې هلې ځلې روانې دي چې د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ د سولې خبرې ژر پیل شي.

ایکسپریس تریبیون ویلي، د طالبانو د قطر د دفتر یوه مهم غړي دې ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل چې طالبان په خپل منځ کې په دې خبرې کوي چې د احتمالي سیاسي خبرو د پیلولو لپاره یوه ستراتیژۍ جوړه کړي.

4 thoughts on “طالبانو د سولې د خبرو لپاره نوي شرطونه کېښودل”
  1. کله چی ژمی شي دا د غولو لپاره نوی نوم چي سوله نومیږی مخکې راشی کله چی باغونه شنه شی او د جنګ تنور نور هم تود شی او د تودی تبی خبرې د پاکستان په غولې ښه مزه کوی داسی هسې غولول دی نه سوله شته او نه به دا د جهاد په نوم جنګ ختم شې مفت رزاکار د ګټو ساتلو لپاره ډیر پیدا کیږی د افغانستان کلی او بانډې تری ډکې دې چی نه تعلیم لرې او نه په څه خبر دې

    تر کومه چې مو د امریکا جهاد په مخ بیولو دوستان وی او کله مو چې د روسیان لپاره جهاد پیل کړ دوښمنان شوی

  2. طالبان د سولی او خبرو صلاحیت نه لری
    دا هسې خبرې دی
    او که طالبان ریښتیا د خپل واک وي او ریښتیا غواړي چې سوله راشی نو خبرې دې پیل کړي

    په سوله کې به د دوی ددوو شرطو ترڅنګ لسګونه نور شرطونه هم پوره شی
    د حزب اسلام په څېر وګورئ. سوله وشوه

    افسوس چې طالب کې نه درک شته او نه اختیار

  3. وایی که زړه وسوځي له ړندې سترګې هم اوښکې راځي.
    که ټالیب وغواړی د سولې خبرې د افغانستان له دولت سره پيل کړی ، هرچیرته د خبرو او مذاکرو زمینه مساعدي دی شی. خو افسوس له دوی سره ملی او افغانی احساس نشته، دوی نه په اسلام پوهیږی ، نه په ملی ګټو . دوی ته د پنجاب او آی اس آی منافع ، هدایتونه ، امرونه فرمایشونه مهم دی.
    و السلام علی من اتبع الهدی

  4. TO TALIBS;IF YOU HONESTLY WANT PEACE,IF HONESTLY
    HAVE SENSATION ABOUT NEXT GENERATION OF THIS COUNTRY/IF YOU HAVE SENSATION FOR REBUILD OF THIS COUNTRY,
    YOU DONOT NECESSARY FOR THE RECOGNATION OF QATAR OFFICE,YOU CAN TALK IN QANDAHAR,HOUSE OF AHMADSHAH BABA&MIRWISE BABA,
    YOU CAN DIRECTLY SEND ONE GROUP FOR TALK TO KABL.
    HOW HEKMATYAAR DID?
    IF PEACE done,AFTER YOUR SOME MEMBER IN BLACK LIST/OFCOURSE AFGHAN GOV WILL APPLY FOR THAT,
    BUT IF YOU DON.T WANT OR YOU DON’T HAVE POWER OF PEACE(pakistan don,t want peace)/
    you can one by one come in to afghanistan.
    YOU(TALIBS) UNDERSTAND;YOU CANNOT WIN THIS GAME.
    BECAUSE YOU ARE NOT RIGHT.YOUR THEORY,MENTHALITY ARE EXPIRED,
    NOW IS TIME OF DEMOCRACY,HUMAN RIGHT,WOMENS RIGHT.
    IF YOU DO PEACE,YOU AND ALL AFGHANS WILL START
    SUCCESS LIFE.I WISH,
    THANKS FROM TAAND

ځواب ورکول Ahmad Gul ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *