تاند- وسله والو طالبانو د قطر له دوه ورځنیو خبرو وروسته اعلان وکړ چې د سولې او پخلاینې لپاره د هلوځلو هرکلی کوي.
طالبانو نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی په ټولو مسایلو له ګاونډیو او نورو هیوادونو سره هراړخیزو خبرو او همکارۍ ته تیار دي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا ډله په هیواد کې د سولې او ثبات لپاره د هرراز صادقانه هڅې هرکلی کوي.
د دوی په وینا نړیواله ټولنه باید دا ومني چې دا د افغانانو حق دی چې د خپل هیواد، ملت او مذهبي عقایدو دفاع وکړي او د ترهګرۍ پر ضد د جګړې په نوم روان مصیبت پای ته ورسوي.
طالبانو دغه راز ویلي چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو په هڅو کې بې پرې رول ولوبوي.
طالبانو دا خبرپانه په داسي وخت کې خپره کړه چې نن یې په کابل کې پر ملکي مامورینو د انتحاري حملې مسوولیت په غاړه واخیست.
طالبانو په خپله خبرپاڼه کې یو وار بیا پر خپل پخواني دریځ ټینګار کړی چې د سولې رسمي خبرې به تر هغو ونه کړي چې ټول بهرني پوځیان له افغانستانه وتلي نه وي.
د قطر د پینزویلا ویبپاڼې د راپور پر اساس طالبانو د سولې د خبرو لپاره بل شرط دا ټاکلی چې دوی ته دې د سیاسي دفتر د پرانستلو اجازه ورکړای شي.
موری داسی د خرسوم چی سوک دی وا نخلی
دا هر کلی به څه وخت عملی بڼه پیدا کوی ، نور حو په افغانستان کې داسې کورنۍ نه ده پا تې چې هره ورڅ یې په کور کې د غم او ویر ټغر نه وي غوړېدلی.الله دې ټولوته د نېکۍهدایت وکړي.