تاند، سه شنبه، د جدي ۳ مه: د سولي ولسي حرکت موټریز کاروان چې ۶ موټره او ۲۷ کسان دي، نن شاوخوا پنځه بجې د فراه په مربوطاتو کې طالبانو برمته کړي دي.

د سولې ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست وایي، دا کاروان له هراته د فراه پر لاره و چې طالبانو یې غړي له سړک څخه کښته کړي او تر دې دمه یې په اړه معلومات نشته.

دغه ولسي اوونۍ وړاندې په ټول هیواد د سولې له شعار سره د موټریز کاروان په مرسته د راګرځېدو موزې په پښو کړې.

د دغه حرکت ګڼ غړي تر دې وړاندې هم په لوګر او هلمند مې طالبانو برمته کړي او بیرته خوشې کړي وو.

One thought on “طالبانو د سولې ولسي حرکت ۲۷ غړي بیا برمته کړي دي”
  1. اخر دا طالیبان ولی داسی حرکتونه او کړنی کوی، د سولې ولسي خوځښت خو د ټولو افغانانو او بیا ډیر د طالیبانو په ګټه دی.

    که طالیبان دا فکر کوی چه د ځلمی خلیلزاد ګروپ به ورته ګټه ورسوی، نو بیا طالیبان غلط شوی دی. ځکه د خلیلزاد ګروپ افغانان او طالیبان دواړه غولوی، په دغه تیره دوه اونیو کی د افغانستان څخه څلور زره امریکایی عسکر وتلی دی چه تر اوسه نه حکومت خبر دی
    او نه طالیبان. او باقی پاتی ۸۴۰۰ هم د جنوری تر اخره وځی.

    امریکا د خپلو ګټو په خاطر نوی ظالیمانه تکتیکونه په کار اچوی هغه دا چه د افغانستان دجنګ لپاره یی په امریکا کی یو تعداد خاص کمندوی ځواکونه تربیه کړیدی + استخباراتی ګروپ+ ډرون الوتکی او خاصی مصنوعی سپوږمکۍ، چه په دغه ځواکونو سره به د افغانستان او پاکستان په هره نقطه کی دیوی خوا خپل دښمن ټکوی او دبلی خوا به دغه نوی تمرینات او ټکنالوژی امتحانوی او هم به ایران، روسیه او چین څاری.
    کیدایشی په نوی تکتیک امریکا خپل مالی مصارف، د عسکرو د مرګ کچه ټیټه کړی او هم نړیواړو ته د دغه بی رحمه تکتیک زور وښایی.

    د افغانستان ولسونو، طالیبانو او دافغانستان حکومت ته پکار دی، چه خپلمنځی اختلافات له مینځه یوسی، نه دا چه خپله خاوره او خلک د امریکا د وحشی پریکړو، او ذهرجنو اتوماتیکو تمریناتو میدان او ډګر وګرځوو.
    وګوری دبمونو مور ځمونږ په خاوره استعمال شوه خو د استعمال د مخه حکومت او ځمونږ ولسونه خبر نه وه.

    د طالیبانو څخه خواست کووم چه په خپلو بی غرضو خلکو رحم وکړی، او دغه د سولې ولسي خوځښت سوله دوست خلک ژر تر ژره پریږدی ترڅو دسولی دغه بی دریغه کوښښونه یی تر یو حده ځای ونیسی.

    همداسی دحکومت څخه خواست کووم چه دافغانستان په خلکو او خاوره رحم وکړی

    والسلام

ځواب ورکول دورانی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *