سېف دي چلدرن

تاند- په اروزګان ولایت کې نن د سېف دي چلدرن موسسې د هغو ۵ افغان کارکوونکو مړي وموندل شول چې څه موده مخکې وسله والو طالبانو تښتولي ول.

د اروزګان د والي ویندوی دوست محمد نایاب نن /جمعه/ وویل دا ۵ تنه ۴۰ ورځې پخوا وسله والو طالبانو په ترینکوټ کې تښتولي ول او د هغو د خلاصون په بدل کې یې د خپلو یو شمېر بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه کوله.

نایاب وايي چې د سېف دي چلدرن موسسې د دغو پنځو کارکوونکو، چې څلور یې د اروزګان او یو د ننګرهار اوسېدونکي دي، مړي په ګیزاب ولسوالۍ کې وموندل شول.

د ده په وینا طالبانو دا کسان په خورا بې رحمۍ وژلي دي.

نایاب وايي چې طالبانو د داسي بندیانو د خلاصون غوښتنه کوله چې د اروزګان ولایتي چارواکو یې د خلاصون واک نه درلود.

سېف دي چلدرن یا د ماشومانو د ژغورنې موسسه له افغان ماشومانو سره په بېلابېلو برخو کې کومک کوي.

وسله والو سختدریځو د زابل ولایت په شاهجوۍ ولسوالۍ کې ۳۱ مسافر، چې په خټه هزاره دي، یوه نیمه میاشت پخوا تښتولي او د هغو د خلاصون په وړاندې هم د خپلو یو شمېر بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه کوي.

د چارو ځیني کتونکي وايي چې طالبان اوس د خپلو بندیانو د خلاصون لپاره د خلکو د تښتولو له تاکتیکه کار اخلي.

د دوی دې تاکتیک تر یوه حده نتیجه هم ورکړې ده ځکه چې یو شمېر خلکو پر حکومت فشار زیات کړی چې د بې ګناه خلکو د خلاصون لپاره اقدامات وکړي او د تښتونکو غوښتنې ومني.

د کتونکو په وینا ممکن طالبان په راتلونکي کې نور کسان هم د خپلو بندیانو د خلاصون لپاره وتښتوي.

له بلې خوا طالبانو نن په غزني، ننګرهار او کابل کې په درو حملو کې تر شلو ډېر ملکیان ووژل یا ژوبل کړل.

2 thoughts on “طالبانو د سېف دي چلدرن ۵ افغان کارکوونکي په بې رحمۍ ووژل”
  1. تاند باید خپله بیطرفي ثابته کړي زه یې اکثر خبرونه ګورم نو حثتما طالبانو ته ټونګه وراچوي او په هررپوټ کې بیځایه دحکومت پلوي کوي
    که تاند خپله پالیسې بدله نکړي لیدونکو ته به دباور وړ نه وي او دتاند اعتبار ته به سخت زیان ورسوي تاند باید دطالبانو خبرونه ټکې په ټکي نشر کړي او له ټولو فعالیتونو یې خلک خبر کړي طالبان اوس د دوه سري حکومت په نسبت په ولس کې ژورې ریښې لري او نظامي ځواک یې ډیر غښتلی دی ولې ددوی په اړه خبرونه نشر نکړي؟

  2. ګلاپو ابۍ لومړی خو خپل نوم سم ولیکه. ته چې نوم نه شی لیکی له همدی معلومیږي چې د طالب په شان یو بی خرته انسان نما شی یی. ته په تاند نیوکه کوی خو په هغو ظالمو ملاتړ کوی چی نن یی په ننګرهار کی ۳۰ افغانی کورنی بوری کړی، ۵۰ افغانان یی یوځی په ننګرهار کی یتیمان کړه، ۱۵ ښځې یی کونډی کړی، دا ټول د ای ایس ای د زامنو د لاسه.
    نن دی په غزنی کی د پنجاب سپو د لاسه ۱۵ بی ګناه وګړي په شهادت ورسول دا ستاسو جهاد دی د بی ناموسی م دا حد دی چې د پنجاسپی په لاس د خوست سلګونه وګړی مو شهیدان کړه، او بیا بی غیرتو طالبانو یی له خرمرګی بریده ځان انکاری کړ.

    د بی غیرته به نور د څه توقع ولرو بس د بی غیرتی یو بل غټ ګوزار

    مرګ په طالب، مرګ د هغه چا په وژدان چی طالب ته وظیفه او سپیره اوونی ورکوی مرګ په هغه چا چي په خپل مسجد کی دا دچڼي زامن پریږدي او مرګ په هغه چا چی وایی په ولس کي د ظالم طالب ریښی پخی دی.

    ولس تو لعنت وایی په ظالم طالب

    ژوندی دی وی تاند چی د هر ظالم د ظلم خبر په وخت نشروی

ځواب ورکول ګلاپ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *