ارشیف

تاند- وسله والو طالبانو د غزني په قره باغ او یو شمېر نورو سیمو کې خلکو ته خبرداری ورکړی چې تذکره وانخلي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې طالبان د سیمې له هزاره ګانو سره کار نه لري خو پښتانه نه پرېږدي چې تذکرې واخلي.

د سیمې اوسېدونکو تاند ته وویل چې طالبانو ورته ویلي چې که یې تذکره واخیسته نو د دې ډلې له لوري به ووژل شي.

دا په داسې حال کې چې د غزني اوسېدونکي په ځانګړي ډول ډېر لېواله دي چې تذکرې واخلي څو د سږ کال د میزان په میاشت کې د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو په انتخاباتو کې ګډون وکړي او استازي ولري.

د سیمې یو شمېر قومي مشرانو او سپینږیرو له طالبانو سره خبرې کړي چې دوی پرېږدي چې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره تذکرې واخلي، خو طالبانو د دوی غوښتنه رد کړې ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې همدا اوس د قره باغ ولسوالي په هزاره مېشتو سیمو، همداراز په ناور، مالستان او جاغورو کې، چې ډېری اوسېدونکی یې هزاره دي، د تذکرو د توزیع پر مرکزونو د خلکو سخت بیروبار دی او څوک ورته څه نه وايي.

د ولسي جرګې د تېرې دورې په انتخاباتو کې د غزني پښتانه د وسله والو طالبانو له لوري بې برخې شول او د دې ولایت د ولسي جرګې ټول استازي د هزاره قوم په برخه شوې.

طالبانو په تېرو کلونو کې د غزني پښتانه له د خیریه ټولنو له مرستو، تعلیم او پرمختیايي چارو هم بې برخې کړي خو د همدغه ولایت له هزاره مېشتو سره کار نه لري.

د غزني ځینې پښتانه مشران وايي، داسې ورته ښکاري لکه چې د دوی او هزاره ګانو ترمنځ چې په پټه کومه معامله شوې وي چې له یو بل سره به کار نه لري.

12 thoughts on “طالبانو د غزني پښتنو ته ویلي چې تذکرې وانخلي”
  1. خو له همدی پوره ښکاري چی داخلک افغانان نه دی داپنجابیان دی دپختنو جامی یی وراغوستي
    دادپښتنو تاریخی دښمنان دی افغانان دی نوردتالیب په خبرو نه غولیږي داخلک پښتانه نه دی دپنجاب دفوج عسکردی چی پښتویی ورزده کړی ده اواکثرجنګیالی یی دورځی پټ ګرځی
    نوهرافغان ته پکاردی چی هرچیرته دپنجابیانو مرکزونه وګوري اویا دغه شان اشخاص ګوري ژر دی له خپل حکومت سره مرسته وکړي

  2. They have been told to do so by their big boss across the boarder. so please wake up Pashtun and recongnize your enemy of eduction, progress and peace.

    Good luck to all Afghans.

  3. دا هغه منافقان دي حی د ايران غولامي کوي، که پښتونو کې غيرت وي نو سر له همدا اوسه حق ترلاسه کړي له ، دا هرې ورځ چې وژل کيګو له دې نه ډا ښه ده چې دخپل حق غوښتلو په لاره کې پر ايراني طالبانو داسې وينې تويې کړو چې بيا د پښتون لو سوري نه زړه ټک ودريګي.

  4. ددوی رول لکه دسپو دی، چه صاحب یی ورته ووایی چه هله نیسی نو ورمنډه کړی او خلک چیچی. ځکه خو نشو ویلی چه شرم نه لری. بی غیرته خلک دپنجاپیانو او ایرانیانو سپوکله به انسانان شی

    دین، عزت او خاوره خو می دلاسه ورکړل

    تاسی اخوانیان، طالبان او په نوم مجاهدینو ته سپی ویل هم دسپو توهین دی
    ځکه سپی خو لږ شانته وفاداره وی

  5. لعنت د پدې احمقو طالبانو شی چې د پښتنو تباهی پسې راخیستې ده، په همدغه غزنی کې هزارګانو د شیرآباد ځوانان او ماشومان شهیدان کړل او بیا هغو پښتنو په پارلمان کې نمایندګي ندرلوده او چیغو سورو یې ټوله دنیا نیولې وه چې مونږ نماینده نلرو چې آواز مو پورته کړي، بیا خو طالب کې دومره غیرت او همت هم نشته چې د شیرآباد د پښتنو بدل یې اخیستئ وه په هم هغه غزني کې … پښتنو وروڼو که د خپلې آیندې غم وړي یاست نو هیله ده چې طالب ته نه ووایۍ او زیات نه زیات خپل نمایندګان پارلمان ته کامیاب کړۍ، او نور پخپلو ځانونو ورحمیږۍ

  6. دغه د اسلام تر چتر لاندې د پښتنو دښمن په ګیله مانه باندې نه کېږي، بس کوتک ته لاس کړی

  7. باید دا د پښتون او هزاره له کشالو تیر شوو! څنګه چې زموږ وروڼو هزاروو د پردې غلامانو مخنیوی کړی دی، نو پښتون دې هم نر شي چې له خپله کوره، جوماته او مدرسې طالب وشړئ.

  8. پښتانه خپل دښمن باید وپیژنی او پښتون تل دخپلی لمنی نه اور اخیستی
    طالبانو سره نه دپښتنو غم نه شته او هغه خلک د هم وشرمیږی چه طالبان پښتنو پوری تړی
    دوی یواځی خبری په پښتو کوی اعمال یی دپښتنو دتباهی ده
    بیلګه یی همدا دتذکرو خبره ده زما په اند قومی مشران پوهان او علمادی پر طالبانو فشار راوړی چه ټولو پښتنو ته په افغانستان کی اجازه ورکړی چه خلک تذکری واخلی او انتخاباتو ته ورشی نور بس ده پښتون سره دښمنی
    دډیورند دلیکی ها خوا پنجابی دپښتون سه دښمنی کوی او دی خوا دطالبانو په نوم پښتو ویوونکی پنجابیان پښتنو سره دښمنی کوی
    پښتون ته په کارده چه داسلام او جهاد په نوم دی نور نه مړی کیږی او نور دی په دتورتم ژوند نه ځان خلاص کړی
    او دهر اجنبی په پښتو ویلو دی نه دوکه کیږی

  9. دطالبانو دا تصمیم د دې ښکارندویې کوي چې دوي لاتراوسه په سیاست کې ډېر خام دي. دوي لاتراوسه د سیاست پر الف او ب هم نه پوهیږي.
    د طالبانو دا غوښتنه له پښتنو سره ښکاره ظلم دی چې دوی له سیاسي واکمنۍ او یا په دولت کې له خپلو استازو محروم کړي. که سبا د طالبانو او دولت ترمنځ روغه جوړه وشي ، دوي به په پارلمان کې له خپلو پښتنو استازو بې برخې وي. زمونږ هزاره ګان ورونه به قوانین په خپله ګټه جوړوي ، خپلو سیمو ته به اقتصادي پروژې غواړي ، خپلو اولادونو ته به روښانه ژوند جوړوي، خو مونږ به ورته رڼې رڼې ګورو.

  10. زمونږ د قوم تر ټول ستر دښمنان طالبان او کرزی بی ناموسه دی الله ج دی دو تباه او برباد کړي

ځواب ورکول مظلومیار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *