تاند- د فراه ولایت اوسېدونکي او چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت له پُشت رود ولسوالۍ په سلګونو کورنۍ په زوره کډه کړي دي.

یهسد فراه د والي ویندوی ناصر مهري رسنیو ته وویل، طالبانو ۱۳ ورځې مخکې د پُشت رود ولسوالۍ پر ۴ سیمو یرغل وکړ، څه باندې ۴۰۰ کورنۍ یې مجبوره کړې چې کور- اور پرېږدي.

بې ځایه کړای شوي خلک وايي چې طالبانو د دوی له کورونو څخه د ځان لپاره اډه جوړه کړې ده.

د فراه ولایتي ادارې له ۲۰۰ کورنیو سره مرستې کړي خو بې ځایه شوي نورو مرستو ته اړتیا لري.

د فراه د والي ویندوی وايي چې امنیتي ځواکونو تېره شپه په سیمه کې عملیات پیل کړل چې په لړ کې یې ۱۹ سختدریځي وژل شوي او ۱۷ نور سرزوري ژوبل شوي دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي او خپلواکې سرچینې هم د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه د فراه د دولتي چارواکو ادعا تاییدولی یا ردولی نه شي.

One thought on “طالبانو د فراه د پُشت رود سلګونه کورنۍ په زوره کډه کړې”
  1. طالبانو یوازي په پښتنو زور رسیږي. که دوی نر وي داسي کار دي له هزاره ګانو او نورو قومونو سره وکړي. زموږ په ولسوالي کې یو کمکی اقلیت د هزاره ګانو دی. طالبان د هغو کلیو ته نه ورځي ، نه ډوډۍ ونه غواړي، نه په زوره د جنګ دپاره کسان تري غواړي، نه یې د مکتب مخه نیسي، نه یي د مامور او عکس مخه نیسي خو پښتانه هیڅ شی ته نه پریږدي ډوډۍ هم لا پرې دپاسه

ځواب ورکول مقدس ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *