ملا عمر

gh خبریال: میرویس جلالزی – افغان طالبانو د لومړي ځل لپاره د خپل وژل شوي مشر ملاعمر عکس په رسمي توګه خپور او د هغه د ریښتینولي پخلی یی کړی دی.

تر اوسه پوري یوازې د ملاعمر هغه تصویر په رسنیو کې خپرېده چې د هغه یوه سترګه پکې ړنده وه او توره راداره پګړۍ یې پر سر وه.

د ملاعمر زوړ عکس چې دا څه باندي یوه لسیزه خلکو لیده د سی ان ان امریکايي ټلویزیون د خبریال نیک رابرتسن له لوري په کندهار کې موندل شوی و او بیا تر نن ورځي پوري په نړیوالو او کورنیو رسنیو کې ښکته پوره کیده.

خو اوس د ملاعمر هغه تصویر رسنیو ته طالبانو ورکړی چې ویل کیږي د هغه د طالبۍ په دوره کې اخیستل شوی دی.

په نوې تصویر کې چې تر جګړو مخکې اخیستل شوی د هغه ښۍ سترګه روغه ده.

د فرانسې آژانس وايي چې دا عکس په ۱۹۸۷ کال اخیستل شوی دی یعني هغه وخت چي عمر د مدرسې طالب وو.

آژانس ته طالبانو ویلي چې دغه عکس لومړی تور او سپین وو خو وروسته بیا د دوی له لوري رنګه کړای شوی دی.

د طالبانو سرچینو آژانس ته ویلي چې ملاعمر دغه عکس په کندهار کې اخیستی چیرته چې ده مدرسه ویلې ده.

ملاعمر د طالبانو مشر و چې په ۱۹۹۶ کال کې یې کابل ونیوه او د پنځو کلونو لپاره یې دغلته د دوی پر وینا امارت درلود لیکن په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا له لوري له خپلې ډلې سره یو ځای له افغانستان وایستل شو.

خو طالبان یو ځل بیا سوکه سوکه را وټوکیدل چي اوس یې د جګړو لمنه حتی ځینو لویو ښارونو ته هم را رسیدلې ده.

ویل کیږي، ملاعمر په ۲۰۱۳ کال د یوې نامعلومې ناروغۍ له امله په پاکستان کې مړ شوی و خو د مرګ خبر یې په روان کال کې رسوا شو چې وروسته طالبانو هم ومانه.

ملاعمر په ټوله کې د ډیرو لپاره یو داسي تخیلي او افسانوي څیره وه چې تر اوسه پوري د هغه پر شتون او نه شتون باور نه لري.

2 thoughts on “طالبانو د لومړي ځل لپاره د ملاعمر عکس خپور کړ”
  1. د پاکستان د غلام اصلی څیره می نه وه لیدلی خو نن می ولیدل ، زه شخصا پخپله د ټولو علماوو کرامو ډیر احترام لرم خو تش په نامه ملا او د پاکستان چړیانو څچه سخت نفرت لرم دوی ټول د پاکستان په ګټه خپله ګران هیواد یی چی د مور حثیت مونږ ټولو ته لری وران کړل او په ورانی خوند اخیست ، یاربه ته مو له دی منفورو څخه خلص کړی .

ځواب ورکول Nasratullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *