تاند- چارواکي او خلک وايي چې وسله والو طالبانو د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالي کې د نجونو ا و هلکانو ۳۹ ښوونځي بند کړي دي.

طالبانو په داسې ورځ د محمد اغې ښوونځي ګواښلي چې د ازموینو لومړۍ ورځ وه.

د لوګر ولایتي اداره وايي، وسله والو طالبانو په محمد اغې ولسوالي کې ښوونځیو، ښوونکو او زده کوونکو ته خبرداري ورکړي او ویلي یې دي که څوک ښوونځیو ته لاړل، وبه ویشتل شي او که کوم ښوونځي خپلې دروازې پرانیستې، وبه سوځول شي.

دې ډلې په تېرو کلونو کې د جنوبي او ختیځو ولایتونو ګڼ ښوونځي سوځولي او ګڼ نور بند کړي وو، خو په وروستیو کلونو کې، په تېره بیا وروسته له دې چې د ښوونځیو د بندولو پر سر د غزني په اندړ ولسوالي کې خلکو د طالبانو پر ضد پاڅون وکړ، له ښوونځیو سره د طالبانو دښمني کمه شوې ده خو لا هم دا ډله تر شپږم ټولکي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي.

په محمد اغې ولسوالي کې، چې کابل ته د لوګر تر ټولو نژدې ولسوالي ده، د طالبانو له خبرداري وروسته شاوخوا ۱۵ زره زده کوونکي او زده کوونکې له زده کړو بې برخې شوي دي.

د سیمې قومي مشران هڅه کوي چې طالبانو ته قناعت ورکړي چې د دوی بچیان له تعلیمه محروم نه کړي.

یوه قومي مشر، د نوم د نه ښودلو په شرط تاند ته وویل «طالبان په دې کار نه یوازې له موږ سره بلکې د افغانستان له راتلونکې سره هم دښمني کوي.»

ده هیله څرګنده کړه چې د طالبانو اصلي مشران به خپلو سیمه ییزو قوماندانانو ته هدایت وکړي څو داسې کارونه ونه کړي چې خلک له دوی څخه بېزاره او پاڅون ته اړ شي.

طالبانو تر دې وړاندې د لوګر د څرخ ولسوالي ښوونځي هم د څو اوونیو لپاره بند کړي وو، خو بالاخره د سیمې د قومي مشرانو د منځګړتوب او هلوځلو په نتیجه کې طالبان حاضر شول چې د څرخ ولسوالۍ ښوونځیو ته خپل خبرداری بېرته واخلي.

طالبانو د محمد اغې ولسوالۍ ښوونځي د امنیتي ځواکونو له لوري د طالبانو پرضد د عملیاتو په ځواب کې بند کړي دي. دې ډلې د څرخ ولسوالي ښوونځي هم په همدې پلمه بند کړي وو.

خو د سیمې اوسېدونکي او د ښوونکي وايي چې د تعلیم مسله باید له امنیتي چارو سره ونه تړل شي.

2 thoughts on “طالبانو د لوګر د محمد اغې ۱۵ زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې کړل”
  1. ډېرخواشینونکی خبر دی . طالبان د هغه څه پر ضد عمل کوي چې دوي یې د عملي کولو دعوا لري. د علم زده کړه فرض ده ، پرګران او محبوب پیغمبر د کلام الله لومړنی آیت شریف د ویلو په باب دی چې منظور یې علم او زده کړه ده.
    د اسلام لومړی معلم اوښوونکی جناب حضرت محمد ص په وار وار د علم په زده کړې تاکید کړی دی.
    الله ج هم په خپل مقدس کلام کې څوځلې فرمایلي دي چې هغوي چې پوهيږي او هغوي چې نه پوهیږي ترمنځ فرق دی.
    اوس چې د ساینس او تخنیک عصر دی او ټوله نړۍ په یوه لحظه کې د علم ، ساینس او تخنیک له برکته خبریږي نو مونږ ولې ورسره دښمني وکړو؟
    په تېرو څلوېښتو کلونو کې د علم دښمنانو د پردیو په اشاره د پښتنو سیمو ښوونځي وسوځول ، ښوونکي یې ووژل او مونږ یې له سیالانو سره له سیالي وغورځولو.
    که چېرته طالبان د ترور او وحشت دغه فیصله بېرته وانخلي ، د سیمې ټولو اوسېدونکو ته لازمه ده چې ټول په یوه غږ په واحد محور سره راټول او له خپلو سیمو زمونږ د عصر دغه تر ټولو منحوسه او ناولې پدیده یعنې طالب ورک او د جهنم تورې کندې ته ورغوځار کړي.

  2. محمد اغه او طالبان؟
    نو دولت یعنی له بینی حصار دی خوا
    خدای دی زمونږ مشران وشرموی؟
    د جمعی په ورځ ملا نصردین یو ه کیلو غوښه کورته راوړه ،چی ګوری دولسنیمی بجی دی او لمانځه وخت دی . ملا میرمنی ته وویل چی ته دا غو ښه پخه کړه تر څو زه له لمانځه راګرځم! ملا لمانځه ته ولاړ او ښځي دد غو ښی په پخولو پیل وکړ غو ښهیی دیګ ته واچوله او په لړلو یي شرع کړه تر لږ لړلو ورسته یی د غو ښی په څکلو پیل وکړ او تر هر ځل لړلو یوه دوه دانی غو ښه غوری. بالخره غو ښه ډیره لږه پاتی شوه، میرمن یی له ځان سره وویل چی که ملا راشی نو څه ځواب به ورکووم! له ځانه سره یی وویل را ځه دا ټوله وځوره او ملاته به ووایم چی پیشو و خوړه! او همداسی ییی و کړل:
    کله چی ملارا غی میرمن ته یی وویل را وړه ډوډی چی ویی خورم! میرمن یی ورته وویل چی غو ښه خو تر پخیدلو مخکی خامه پیشو و خوړه۱ ملا : ګومی پیشو؟ میرمن یی وویل زمونږ خپلی پیشو و خوړه! ملا سمدستی پیشو را ونیوه او ویی تلله! پوره یو کیلو وخته! نو مخ یی میرمن ته را وګرځاوه او وی ویل: که دا پیشو وی نو غو ښه څه شو؟ او که دا غو ښه وی نو پیشو څه شوه
    زه هم وایم چی که په محمد اغه کی طالبان وی نو دولت چیری دی او که دا دولت وی نو طالبان چیری دی!

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *