تاند- افغان طالبانو د مشورتي لویې جرګې له لوري د امنیتي موافقې تاییدول وغندل او د هغې پرېکړه لیک یې په افغانستان کې د امریکا د ګټو د ساتنې لپاره یو ګام وباله.

طالبانو په عین حال کې خبرداری ورکړچې د بهرنیو ځواکونو پرضد به جګړې ته دوام ورکړي.

افغان طالبانو د مشورتي لویې جرګې تر دایرېدو مخکې د جرګې برخوالو ته خبرداری ورکړی و چې که د امنیتي موافقې په ګټه یې رایې ورکړې نو د دوی له لوري به ووژل شي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي:« اسلامي امارت  دا ډول غلامې جرګې او فیصلي په کلکو ټکو غندي او په ډاګه  کوي چې  له امریکا سره دغه راز غیرقانوني او بې ارزښته پريکړې او د غلامانو ورکړې وعدې به، نه يرغلګرو امریکايانو او نه هم مجرمو غلامانوته ګټه وکړي، بلکې برعکس به د ملت قهر لا هم طوفاني شي  او د بادار او غلام ترمنځ شوي لاسلیکونه به  لکه  په افغانستان کې ورته پخواني د غلامۍ تړونونه شرمنده او بې نتيجې پاتې شي .»

طالبانو د جرګې برخوال په کلکه غندلي، هغوی یې د امریکا مرییان بللي او  ویلي یې دي« دوی ته له هرڅه وړاندي  دامریکا شتون  مقدم ده،  ترڅو د دوئ چوکۍ ، واک ، د سود او رشوت ګرم بازار ، د اداري ا و اخلاقي فساد روان بهير څو ورځې دوام وکړي  او امریکايي سیوری  يې،  چې دوي ته يي د دې ټولو جرمونو زمینه مساعده کړې ده، له سره کم نه شي .»

د ځینو کتونکو په وینا د طالبانو سخت دریځونه، له خبرواترو سره مخالفت او یوازې پر جګړې تاکید مرسته وکړه چې د جرګې د برخوالو په شمول اکثره افغانان دې نتیجې ته ورسوي چې له امریکا سره حتي د دایمي اډو د ورکولو په قیمت اوږدمهال امنیتي تړون پرته بله لار نشته.

11 thoughts on “طالبانو د مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک په کلکه وغانده”
  1. طالب جهالت = امریکاېې اډې

    د ځنګل خلک څنګه په ښار راج وچلوي؟؟؟
    آیا تاسو داسې حق ورکوئ؟؟

    د ځنګل خلکو ته پکار دي ترڅو د ښاریانو سره یوځای ځان د متمدنې ټولنې په لور برابر کړي، که سیاست کوي په وژنو نه بلکه په عقل او شعور ېې وکړي.

  2. دا په حقیقت کې د طالب نامالوم پیداوار په نوم ، افغانانو ته د ای ایس ای اخطاریه ده

  3. Taliban dwaham las da amreka aow english karardadeyan de kho be akal aow da khpal kor watan da wranedo aow da khpalo shakhseyatono da wazalo qarardad lari, khpala ham darbadara aow da watan de para ham khkara doshman, kho afghan hokmat awal las qarardade da hoshyar, khpal aow da khpalo aowladono zowand yee jor kar warsara yee watan ta ham kar wakar.

  4. وایی چی ویی نیسه چی ودنه نیسی. یا یوه بلا بلی ته وایی چی اوخ. طالبان لکه چی نور د پنجاب له مرییتوبه خلاص شول او آزادی یی تر لاسه کړه چی اوس نورو ته د مریی او غلام خطاب کوی. د افغانستان د دولت خو بیرغ، مشر، لویه جرګه ، ولسی جرګه لری او هرڅه معلوم دی له ټولی دنیا سره آزادانه اړیکی لری. د افغانستان خلک د خپل هیواد په رسمی پاسپورت سره هرځای ته چی وغواړی سفرونه کوی.
    اما د طالبانو امارت د پیریانو امارت دی نه یی قلمرو معلوم دی ، نه یی مشر چا لیدلی دی چی واقعا شته یا هسی کوم مجازی شخص دی، نه یی بیرغ معلوم دی ، نه یی قانون د انسانانو او اسلام سره سر خوری. که قطر ته سفر کوی نو د خپل بادار یعنی پنجاب پاسپورت به ګرځوی . کله چی په واک کی ول ، دنیاوالو دوی په رسمیت ونه پیژندل. نو بیا دوی کومه آزادی لری چی نورو ته پیغور ورکوی.
    که عقل خرڅیدی ما به هم لږ طالبانوـ ظالمانو ته اخیستی وو. سیاست په تدبیر او تعقل سره پر مخ بول کیږی. سرتمبګی او لجاجت د ځان، ملګرو او ملت تباهی ده.
    الله ج دی دوی بیرته د اسلام پر مقدس او واقعی دین مشرف او انسانی دایری ته داخل کړی.

  5. طالبان چی کوم څه وای دوی دا پر خپله خوله نه وای دوی دغلامی دچت دلاندی خبری کوی
    داهر څه چی نن په افغانستان کی روان دی بی عزتی ظلم وژنه داده طالبانو هغه ظلمونه دی چی نن یی مونږ اصیل په خپلو سترګو ګورو

  6. De mohtaram Salaam Wror tabsore der khwand rakr.

    وایی چی ویی نیسه چی ودنه نیسی. یا یوه بلا بلی ته وایی چی اوخ. طالبان لکه چی نور د پنجاب له مرییتوبه خلاص شول او آزادی یی تر لاسه کړه چی اوس نورو ته د مریی او غلام خطاب کوی. د افغانستان د دولت خو بیرغ، مشر، لویه جرګه ، ولسی جرګه لری او هرڅه معلوم دی له ټولی دنیا سره آزادانه اړیکی لری. د افغانستان خلک د خپل هیواد په رسمی پاسپورت سره هرځای ته چی وغواړی سفرونه کوی.
    اما د طالبانو امارت د پیریانو امارت دی نه یی قلمرو معلوم دی ، نه یی مشر چا لیدلی دی چی واقعا شته یا هسی کوم مجازی شخص دی، نه یی بیرغ معلوم دی ، نه یی قانون د انسانانو او اسلام سره سر خوری. که قطر ته سفر کوی نو د خپل بادار یعنی پنجاب پاسپورت به ګرځوی . کله چی په واک کی ول ، دنیاوالو دوی په رسمیت ونه پیژندل. نو بیا دوی کومه آزادی لری چی نورو ته پیغور ورکوی.
    که عقل خرڅیدی ما به هم لږ طالبانوـ ظالمانو ته اخیستی وو. سیاست په تدبیر او تعقل سره پر مخ بول کیږی. سرتمبګی او لجاجت د ځان، ملګرو او ملت تباهی ده.
    الله ج دی دوی بیرته د اسلام پر مقدس او واقعی دین مشرف او انسانی دایری ته داخل کړی

  7. طالبه په اصل کی غلام تاته ویل کیږی ته د غلام غلام یی.

    که چیری ته په حقه وای نو ولی د په تیرو ۲ کلنو کی افغان دولت ویل چی راشه او صلحه وکړه ول دخپل بادار له څنکه څخه راوچت نه شوی.

    ته په اصل کی دبل په ګوته ګډیدلی یو انسان یی
    تاخپل ناموس په خپل لاس دامریکا غلام پاکستان ته په لاس ورکړ ایا په هغه وخت کی ستا فکر نه کیده چی غلط کوی.
    تاچی دشمال بی شمیره شنه باغونو ته اور اچوه ولی سوچ د نه کاوه چی ته غلط کوی.
    تاچی افغان عزت په پاکستان د طالبانو په وخت کی په پاکستان پلورلو ولی دا فکر درسره نه وه چی ته غلط کوی
    نن افغان دولت مجبور چی خپل خاوره او عزت وساتی او دبل لاسوهنه بنده کړی په افغانستان کی نن ته وایی چی مونږ بیغیرت یو
    ستا عزت دوه کلن ماشوم ته معلوم دی چی ته غلام یی که افغان دولت
    ته چی په کوم لار روان یی او وایی چی ته جهاد کوی په اصل کی هغه جهاد نه بلکه جهالت په لار روان یی

    ایا تاته دالار چا ښودلی ستا خرچی څوک درکوی په کوټه کی ستا دفتر ته دورځی یولاکه ډالر څوک درکوی ایا حمارت داسی کوم تجار دی.

    ته پیدا شوی دهمدی ورځی په خاطر وی چی ترڅو امریکا ته چانس پیداشی او ناامنیو ته په کتو سره افغان دولت مجبور شی ترڅو سند لاسلیک کړی تاسو فکر کوی چی تاسو کامیاب یاستی هو کامیاب یاستی خپل کار کی ځکه خپل بادار ته مو زمینه برابره کړه چی افغان دولت خپل لاسلیک ورسره وکړی.

  8. هیله ده چې نور د افغانانو دغه قاتلینو او د آی ایس آی مزدورانو ته د طالب کلمه استعمال نه کړئ. دوی ته د ترهګر کلمه استعمالوئ ځکه چې دوی هر څه په زور او تزویر، حماقت، ځانوژنې، خروژنې، غلامۍ او د آی ایس آی د چاپلوسۍ له پاره کوي.

  9. Napohegam sa wa waiam ka talibano ta las warkram watan me kharsighi ao ka karzi ta las warkram pakhto me wrakeghe. Ka karzi pa hokomat ke sa zalam wanasho pakhtano sara . Pakhtana tar nan wraze poore sar titi karzi shamal ke la ka cha che da cha namos sara ziatai karai wee ao zoor ey narasighi no sartitai garzi ao amrikaian che kom kor ta ham nanawazi che sa ey zra ghore kawee ta ba pa khar ke ey kho sta koma khor che atraf ke da haghe sara ey sa wanakra, yawa wraz yaw italawee sara pa wazifa wom pa italia ke no hagha da khapal malgari sara pa facebook lagaia wo no zama hamkar wartawaiy cherta ey ? Hagha warta waiy gulmakai sara proot yam no deer zoor ey raka bia me soch waka waial me che hakikat na kho starghe nashe patawai

  10. کوموکسانوچې کومې تبصیري لیکلي دي،باور وکړئ تر دوی ټولو خو کرزی کاکه دی،ځکه هغه ویل چې افغاني غیرت خویې نه شي منلای خو مجبوره یوچې تړون لاسلیک کړو. که څوک پښتنون وي،نوپه هیڅ صورت به له امریکاسره دتړون ملاتړ ونکړي،موږ نه پوهیږوچې دوی دکوم منطق او استدلال له مخې دامریکایانوپه شتون خوښ دي،له کومې ورځې چې امریکایان راغلي له همغې ورځې ترنن پورې دپښتون وژنې لړلۍ روانه ده،که ددوی شتون اورږدوالی مومي دپښتون وژنې لړۍ به همداسې روانه وي،منوچې په دې دوران کې یوشمېر بې شمېره پیسي ارګا بارګا پیدا کړه،ولي هيڅکله پيسي له انسان وژنې سره نه شو پرتله کولای،په دوولس کلونوکې چې امنیت رانه غی اردوپه خپلو پښو ونه درېده،په میلیاردومیلیاردو ډالرو مرسته وشوه،په لکونو بهرنیوځواکونو شتون درلود هيڅ ونه شول په څلور میلیارده به څه وشي.

ځواب ورکول mahibullah nikmal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *