تاند- باوري سرچینې وايي چې افغان طالبانو د فوري اوربند په باب د افغانستان د حکومت د غوښتنې په ځواب کې د یوه داسي ګډ حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې چې د دوی مشران پکې د پام وړ برخه ولري.

اسلام اباد ته نژدې په مري کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو له خبرو وروسته پاکستاني چارواکو ځینو رسنیو ته څرګنده کړې چې طالبانو ویلي چې په هغه صورت کې اوربند کوي چې پاکستان او چین تضمین ورکړي چې په حکومت کې به طالبانو ته ونډه ورکول کېږي.

د مري په خبرو کې د ملګروملتو، چین، امریکا او پاکستان استازو هم ګډون درلود.

یوه چارواکي، د نوم د نه ښوولو په شرط وویل چې د حقاني شبکې په شمول د طالبانو ټولو ډلو په خبرو کې ګډون درلود.

دا خبرې د قطر د دوحې او د چین د ارومچي د خبرو په دوام کې وې.

د مري په خبرو کې د طالبانو د پلاوي مشري ملا عباس اخوندزاده کوله چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال د روغتیا وزیر و. د افغانستان د پلاوي مشري د بهرنیو چارو سیاسي معین حکمت خلیل کرزي کوله.

اوربند، د یووالي حکومت

د مري په خبرو کې د افغانستان د حکومت لویه او اساسي غوښتنه اوربند او د افغانانو د وینې بهېدنې درېدا وه، خو د طالبانو پلاوي د اوربند ډاد ورنه کړ، ویل یې چې د افغانستان د دولت پر ضد یوازې دوی نه جنګېږي بلکې القاعده، د پاکستاني طالبانو تحریک او داعش یا اسلامي دولت هم په جګړه کې شامل دي.

پاکستاني چارواکو، د نوم د نه ښوولو په شرط خپلو رسنیو ته ویلي چې افغان پلاوي طالبانو ته ویلي چې خبرې اترې او حملې همزمانه دوام کولی شي.

تر دې مخکې ځینو نورو سرچینو ویلي و چې طالبانو اوربند منلی او دا یې هم ویلي چې دوی به اوربند وکړي خو ممکن د اوربند خلاف او ناراضې ډلې حملو ته دوام ورکړي.

پاکستاني چارواکي وايي چې د افغانستان د حکومت پلاوي له طالبانو غوښتي چې لږترلږه پر ملکیانو حملې ودروي.

پاکستان ټوډې ورځپاڼې ته د افغانستان د حکومت او طالبانو له خبرو مطلع پاکستانی چارواکو ویلي چې د افغانستان د حکومت پلاوي د طالبانو دې غوښتنې ته چې د ملي یووالي په حکومت کې دې د طالبانو مشرانو ته برخه ورکړای شي، مثبت ځواب ویلی خو طالبانو د افغان حکومت دا وړاندیز چې طالبانو ته به په حکومت کې د درېم شریک ځای ورکړي، رد کړ.

پاکستاني سرچینې وايي چې طالبانو د ملي یووالي د حکومت په مشرتابه کې لومړی مقام غوښتی دی.

سرچینې وايي چې دواړو خواوو موافقه کړې چې د جولای په پای کې به خبرو ته دوام ورکوي او په بل پړاو خبرو کې به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر برخه اخلي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو په خبرو کې د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف او آی ایس آی کلیدي رول لوبولی دی.

چین او امریکا د خبرو هرکلی وکړ

چین د افغانستان د حکومت او طالبانو د خبرو هرکلی وکړ

وروسته له دې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې د دغه هیواد په کوربه توب په مري کې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې شوي، چین د دغو خبرو هرکلی وکړ.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی په یوه خبرپاڼه کې پرون وویل چې د پاکستان په کوربه توب د افغانانو ترمنځ او د افغانانو په مالکیت د سولې د خبرو هرکلی کوي.

امریکا او ملګروملتو هم د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو هرکلی کړی دی او هیله یې حرګنده کړې چې دا خبرې په افغانستان کې د دایمي سولې سبب شي.

4 thoughts on “طالبانو د ملي یووالي په حکومت کې د مهمې ونډې غوښتنه کړې”
  1. Totally useless talks there is no assurance from Taliban that they will stop attacking civilians or government troops.Taliban should take responsibility of all groups working under their leadership and made them to follow the truce between government and Taliban.the Afghan government must not be fooled by Taliban in fact Taliban want to be both part of government having high ranking place and also want to continue their effort of fighting against afghan government so that they can continue to put their pressure on afghan government on the other side.so I advised the afghan government be careful about taking any steps. I think all the groups Wether it is Al Qaeda or Daeesh all of them are working under one umberlla.I wish all the best afghan people.

  2. سوله د افغان متخاصمو لوریو ترمنځ :
    پدی اوږده څلویښت کلنه جګړه کی چی زمونږ په هیواد کی دوام لری ، دواړو لوریو ته افغانان او خصوصا پښتانه وژل کیږی. د دوی زامن وژل کیږی ، ټپیان او معیوب کیږی ، مهاجرت او کډوالی ته اړ کیږی، د دوی کورونه ورانیږی ، ملی اقتصاد له منځه لاړ، د مختلفو او مضرو سلاح ګانو د استعمال له امله زمونږ د هیواد خاوره له حاصلخیزی اوکروندی نه پاته کیږی ، زمونږ راتلونکی نسلونه معیوب او سویی شکل تولد کیږی . د دوی اولادونه له تعلیم ، تربیی او روښانه راتلونکی نه محرومیږی. په تدریج سره د پښتنو نفوس له منځه ځی ، قومی تناسب تغییر کوی او په مقابل کی نور قومونه زیاتیږی. همدا اوس ځینی لږکی خپلی پښی له کمپلی اوږدوی او دپښتنو د جنوساید او ټول وژنی په فکر کی دی. یواځی د غزنی ولایت نه په ولسی جرګه کی یو پښتون نه دی راغلی او ټولی څوکی د هزاره ګانو په لاس کی دی چی متاسفانه دوی د خپل ولایت نماینده ګی نه کوی . دوی یواځی د خپل قوم نماینده ګی کوی. تاسی ولیدل چی د جلریز په قضیه کی د جمهور رییس دوهم مرستیال او د داکتر عبدالله دوهم مرستیال یواځی د خپلو قومیانو دفاع وکړه او موضوع ته قومی شکل ورکوی.
    بنا زما غوښتنه له ټولو لوریو نه داده چی مسوولانه فکر وکړی . که سوله سبا راتلای شی نن د پری توافق وکړی. د دولت په ارګانونو کی کیدای شی طالبانو ته هم ځای ورکړل شی خو له دولتی قدرته مهمه د ولس نجات دی . د سولی په راتګ سره کیدای شی طالبان او حزب اسلامی د ولایتی شوراګانو او ملی شورا غړیتوب لاسته راوړی او خپل قدرت په دموکراتیک او قانونی ډول سره تمثیل کړی نه د جګړی او افغان وژنی له لاری.

  3. متل دی چې اوبو وړې زګ ته هم لاس اچوي
    افغان ولس دومره جنګ نه ځوریدلې او کړیدلې چې څوک هم ورته د سولې نوم اخلي ورته خوښیږي
    خو د پاکستان د حکومت منافقت ورته هم ښه ښکاره دی
    دا منافق داسې کوي لکه څوک چې د اوبه ‌‌ډیر تږې وي او ورته د اوبو جام له لرې ورښکاره کړي او چې نژدې لاړ شې جام خالي وي
    د دې منافق نه د سولې هیله د هندو د کور نه د قران راوتلو په مانا دی
    او بل دواړو خواو ته چې د حکومت او طالب استازیتوب کوي صداقت او ملي ګټو ته ژمنتیا اړینه او هغه لا تر اوسه نه دی لیدل شوې.
    الله ج د زموږ په خوار ملت رحم وکړي
    آمین

  4. تر هغه پوری سوله ناشونی ده تر سو چه پاکستان خپل ناروا اهداف په افغانستان کی نه وی تر لاسه کڑی چه په تیر کی یی موژ او تاسی ژوندی مثالونه وینو چه داکتر صاحب نجیب الله په وخت کله چه دسولی خبری شروع شوی دا ٹولی ڈالی په مکه مکرمه کی سره راٹولی شوی او ختی چه دوی د سولی د راوستولو په خاطر د الله په مبارک کتاب یعنی قران کریم باندی قسم وکڑ خو کله چه پاکستان پدی باندی پوهه شوه چه پدی سوله کی ددوی گتی نشته نو بیرته یی دا ڈالی جنگ ته راوکاگلی چه تر نن تاریخه پوری موژ ددی سولی لپاره قربانی ورکوو چه دهره کورنی سخه دوه دری او ددی سخه زیات شهیدان ورکرل شول خو موژ د سولی له نعمته بی برخی پاتی شوو چہ اوس هم هماغه پخوانی لوبه راوانه ده خو زموژ مشران بیا هم نه پوهیژی زما په نظر یوازینی لار به د پاکستان سره جگره کول وی ولی چه موژ په خپلو منزو کی سره وژنو دا به شه وی چه د پنجبیانو سره وواژنو

ځواب ورکول هیواد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *