تاند- افغان طالبانو د جمعیت علمای اسلام ګوند او د دارالعلوم مدرسې د مشر مولانا سمیع الحق وژل کېدا اسلامي نړۍ په تېره بیا پاکستان ته یوه لویه او نه جبرانېدونکې ضایعه وبلله.

طالبانو ملا سمیع الحق شهید بللی او ویلي یې دي چې پر افغانستان د شوروي او امریکا د یرغل پر ضد د هغه هلې ځلې د ستایلو دي.

۸۱ کلن سمیع الحق د جمعې په ورځ /نوومبر۲/ په راولپنډۍ کې په خپل کور کې د چاړو په ګوزارونو ووژل شو.

د سمیع الحق په حقانیه دارالعلوم کې د افغانستان او کشمیر د جګړو لپاره په زرګونو کسان روزل شوي دي.

په دې دارالعلوم کې د افغانستان د طالبانو د تحریک د مشر ملا عمر په ګډون ګڼ شمېر طالب مشرانو درس ویلی دی.

له همدې کبله هم سمیع الحق د طالبانو معنوي پلار بلل کېده.

که څه هم تراوسه پورې د سمیع الحق وژونکی یا یې د وژلو انګېزه معلومه نه ده خو داسې اوازې شته چې د پاکستان پوځ او استخبارات اوس دې نتیجې ته رسېدلي چې باید په ګاونډیو هیوادونو کې له افراطیت څخه د حربې په توګه له کار اخیستلو لاس واخلي ځکه چې افراطیت د پاکستان راتلونکې هم له خطر سره مخامخوي.

5 thoughts on “طالبانو د مولانا سمیع الحق وژل کېدا نه جبرانېدونکې ضایعه وبلله”
  1. ددى خاين لہ مڔينى پۺتون افغان اولس لہ يوہ غټ قاتل نہ خلاس شو مخ يى تور ترى تاميا شو
    ددى خاين لہ مڔينى بايد ددہ ملکرى او ہم نظرہ عبرت واخلى شپہ او ورځ توبى اوباسى چہ نور پۺتون افغان ن اواس نہ وژنى کنہ داسي بہ تورمخى لہ دونيا شڔل کيژى

  2. دا خبیث 40 کاله د افغانانو د وينو په څښلو لګیا وو ، چې د دغه ظالم له لاسه زرګونه بیګناه افغانان د دوي په تحریک او لمسون سره شهیدان شول.
    هرچا چې دا د نن زمانې فرعون وژلي وي ، مونږ ورته دعا کوو چې الله د اجرونه ورکړي. غازي ته د جنتونه په نصیب شي.

  3. طالبانو ته باید وویل شی چی افسوس څومره خود کش او بیګانه پرور خلک یاست په زرګونه افغانان چی هر یو یی یو قهرمان دی ستاسی له لاسه او کفارو له لاسه وژل کیږی دا ضایعه نده ولی یو پاکستانی چی همیش یی په یو او بل نوم زموږ خانه خرابه کړی نه جبرانیدونکی ضایعه ده لدی معلومیږ ی چی تاسو دداسی یو ملک چی زموږ زیر بنا، اسلام او سل کاله وړاندی را خرابوی د ملا تیر یاست. لږ له خدایه وبیریږی د امریکایان چا راوستل، دا اولینی اډی چا ورکړی، دا ستاسو مشران چا ووژل او بند خونو ته یی واچول، د پرویز بی شرف چی په زرګونو پښتانه په امریکایانو خرڅ کړل ، دا زموږ چی نه مکتب نه سرک او نه هم نور زیربنایی کارونه ددوی په اشاره نه آبادیږی د د چا ه له لاسه. اوس د سمیع الحق معامله ده دا هغه سړی دی چی پلار یی وصیت کړی وو چی دی به زما جنازه نه ادا کوی یوه سړی چی خپل والد ته په درد نوی خوړی افغانستان ته په در خوری. د استخباراتی شبکو د غړو همدا پایله وی چی مطلب یی پوره شی بیا یی په هر تکتیک چی وغواړی وژنی. نوکه د پاکستان غلامی وکړی همدا به مو حال وی،

  4. Seems to me that lately Pakistan is under tremendous international pressure to show some practical result by subsiding extremist elements there. Assassination of an 81 yeas old fundamentalist icon whos natural life span was very-near demise anyway will take some of the pressure off Pakistan. Plus he can be replaced with younger one down the road and as such not much loss for Pakistan.

  5. راځی چی د دین په ژبه وغږیږو:
    الله رب العزت فرمایی:
    أتأمرون الناس بالبر و تنسون انفسکم……
    مثل الذین حملوا التوراة ثم لم یحملوها کمثل الحمار یحمل اسفارا…..
    قائد او ناجی بشریت رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایی:
    فساد العالم فسادالعالم
    بله دا چی د ایمان نښی صلح، خیر پسندی، ګاوڼدی حق پیژندنه، تعاون د بر او تقوی، دنفاق مخنیوی ، انسانیت ته سالمه لار ښوونه، مسلمان ورور ته هغه څه خوښول چی ځان ته یی خوښوی او نور انسانی عالی اخلاقی سجایاوی چی انسان ته سبب د عزت کیږی.
    خو دین او مدرسه د استخباراتو د پلیدو اهدافو لپاره استعمالول ، ایمان نفی کوی او د ایمان سره تناقض لری ، یا د ایمان سره نه جمع کیږی
    نو باید دا مدرسه چی شر خپروی او دخیر نه یی شر لوی دی ، تړل یی افضل دی ځکه اسلام او مسلمین بدناموی او کرکه خپروی
    که چیری تړلی نشو نو ښه بدیل یی دا دی چی نړیوال اسلامی پوهنتون په چټکی او اخلاص سره په مرکز(کابل) کی فوق العاده صورت کی د اصیل اسلام د تدریس او تربیت لپاره فعال او د جاسوسی شبکو د مدارسو او دامونو نه خپل غیور ملت بی نیازه کړو

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *