تاند- وسله والو طالبانو نن /پنجشنبه/ د ولسمشر غني د پرونیو وړاندیزونو په وړاندې سوړ عکس العمل وښود.

پرون د افغانستان ولسمشر طالبانو ته په مشروط ډول د اوربند، د سیاسي ګوند په توګه د رسمیت پېژندلو، د ټولو بندیانو د خلاصون او له تورو لیستونو څخه د دې ډلې د ایستلو په شان وړاندیزونه وکړل.

رویټرز خبري اژانس وايي، د ښاغلي غني له څرګندونو یوه ورځ وروسته وسله والو طالبانو وویل چې د دوی مشرتابه تراوسه پورې د غني د وړاندیزونو په اړه پرېکړه نه ده کړې.

اژانس په عین حال کې وايي چې د طالبانو ویندوی د امریکايي شناند بارنیت روبین لیکنې ته ځواب ویلی دی.

بارنیت روبین له طالبانو غوښتي وو چې د خبرو لپاره د افغانستان د حکومت غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.

طالبانو روبین ته په ځواب کې ویلي «زموږ هیواد اشغال شوی چې په سبب یې په امریکايي سبک (سټایل) افغان حکومت پر موږ تپل شوی دی.»

روبین، چې له طالبانو سره د پټو خبرو د امکان په برابرولو کې یې مرسته کړې او له ۳۰ کلونو راهیسې د افغانستان په اړه څېړنیزې لیکنې کوي، په یوه مقاله کې له طالبانو غواړي چې د افغانستان له حکومت سره اوربند او د سولې خبرې ومني.

روبین، په دې مقاله کې، چې په نیویارکر ورځپاڼه کې خپره شوې، په طالبانو ږغ کړی چې له امریکایانو سره د خبرو په ځای د افغانستان له حکومت او هغو افغانانو سره خبرې وکړي چې هره ورځ په حملو کې وژل کېږي یا وېره لري چې بیا به طالبان واک ته ورسېږي.

د طالبانو ویندوی د روبین په ځواب کې همداراز ویلي «ستا نظر دا دی چې موږ له دوی (د افغانستان حکومت) سره خبرې وکړو او د دوی مشروعیت ومنو، دا هغه فارمول دی چې امریکا د جګړې د ګټلو لپاره جوړ کړی دی.»

مجاهد همداراز ویلي چې د کابل پروسه یوازې د دې لپاره جوړه شوې چې طالبان ورته تسلیم شي.

په عین حال کې ډي بي اې خبري اژانس د طالبانو له قوله ویلي چې د غني خبرې یې ښې بللي خو ویلي یې دي چې د دوی اصلي غوښتنې ته پکې ځواب نه و.

د طالبانو اشاره د بهرنیو پوځیانو وتلو ته ده. طالبان وايي چې د امریکايي پوځیانو د وتلو نېټه دې سمدستي اعلان شي.

3 thoughts on “طالبانو د ولسمشر غني د وړاندیزونو په اړه سوړ غبرګون وښود”
  1. جلالتماب دوکتور محمد اشرف غني ټالیبانو ته د سولې وړانديز کړی دی او دوي یې په سوله او عزت کې انساني ژوند ته را دعوت کړيدي. جنګ ګټونکی نه لري. دواړو خواوو ته د افغان بچي مري ، د افغانستان اقتصادي پروژې ویجاړیږي او زمونږ ولس ته تاوان رسیږي.
    خو د پنجاب مزدور ملا منافق بیا په خپل خره سپور دی او د پنجاب اشارې ته ګوري.
    هغه پښتو متل دی چې وایي : خره یې ګلو ته کشکوږد خو ده غ…. ته زور کاوه.

  2. طالبان پدی پوه دی چه ملت له دوی نه ناراضه ده. طالبان په ملت کی د سپی حیثیت هم نلری. نور یی خلک پر خبرو نه غولیږی. دوی د ملت دښمنان دی، د آی اس آی غلامان. دوی په اصل کی نه مسلمانان دی او نه هم افغانان. دوی د دی لپاره پیدا شوی چه د اسلام او پښتنو نوم په ټوله نړی کی بد کړی. الله د دوی تباه او برباده کړی لکه چه خلک او ملت یی تباه کړ

  3. ورورڼو
    : طالب او طالبیزم د پښتون وژنی هغه پروسه ده چی د امریکی په واسطه پر مونږ تپل شویده! ترڅو چی امریکی او د هغه ستراتیژیک شریک پاکستان و نه غواړی طالب به طالب پاتی وی او وروسته د هغه د غوښتنی به یا په داعش بدلیږی او یا هم که ډیر اړ شی کولای شی په څو ورځو کی یی یا له منځه یوسی او یا یی د مذاکراتو میز ته لکه تور توتو را کش کړی.
    دا چی د نورو ډلو سره یی کار نشته او تنها د پښتون وژنی لپاره ګمارل شویدی : څو عادی دلایل یی ولولی:

    د طالبانو چی دا تقریبا ۱۴ کاله په دی ملک کی وژنی کوی ټول قربانیان یی پښتانه دی په داسی حال کی چی ددوی مخکینی دښمنان معلوم وو چی د نظار شورا او ستمیان ووږ نو مالومیږی چی وروسته د امریکی د راتګ نه ددوی موخی تغیر شوی دی او د ټوپک شپیلی یی پښتنو ته را اړولی دی.
    د طالبانو د پخوانیو دښمنانو په مناطقو کی کله هم انتحار او انفجار ندی شوی او ټول مشران او کشران د پښتنو پکی مری.
    د غیر پښتون قومونو په ساحاتو کی په نورمال ډول مکتبونه جریان لری خو د پښتون په ساحه کی په سلګونو مکتبونه بند دی.
    د نورو قومونه په ساحاتو کی انتخابات په نورمال ډول شونی وی خو د پښتنو په سیمو کی د انتخاباتو امکانات نه وی.
    د دوستم او مسعود تصویرونه په موټرو سریښ تر کندهاره ځی راځی هیڅ خبره نشته نه طالب او نه طالب پلوی په هغه حمله کوی او نه یی په رهبرانو پسی کومه لیکنه خود پښتنو په مجاهد، سیکولر او خلقی پسی یی همیش را اخیستی دهیڅ شی کمی یی ندی پری کړی که د وژلو زور یی پری رسیدلی دی وژلی یی دی او که د لیکنی وس یی پسی رسیدلی دی پسی لیکلی یی دی.
    داسی ځایونه شته چی دوه څنګ په څنګ کلی چی یو د پښتنو او بل د تاجکو یا هزاره وو دی خو د پښتنو په کلی کی مکتب نشته، انتخابات نکیږی او …. خو په دانورو کلیو کی آرامه آرامی ده.
    اوس هم دادی جمعیت په نره د طالب سره دسولی مخنیوی کوی خو مونږ کله هم د طالبانو څخه و هغه ته نه د اخطار نه د رد او نه کوم بل څه ځواب لیدلی.
    هغسی یی مونږ ته بهانه جوړه کړیی خدای د اول امریکایان تباه کړی بیا جمعیتیان او بیا طالبان چی دا مظلوم ملت تری بیغمه شی.

ځواب ورکول ملنک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *