تاند- وسله والو طالبانو په کابل کې د کرکټ د نړیوال لوبغالي د تلاشۍ په دروازه کې په پرونۍ انتحاري حمله کې لاس لرل رد کړل.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کابل او جلال اباد پرونۍ (چهارشنبه) چاودنې دوی نه دي کړې.

د کابل د کرکټ لوبغالي ته نژدې په انتحاري حمله کې پرون د ماسپښین په ۳ بجې او ۴۵ دقیقې په داسې حال کې انتحاري حمله وشوه چې په لوبغالي کې مسابقه روانه وه او داسې ښکارېده چې انتحاري حمله کوونکي غوښتل چې لوبغالي ته ننوځي.

په دې برید کې ۳ تنه شهیدان شول.

تراوسه هیڅ بلې تروریستي ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د دې لپاره چې د افغانستان د کرکټ په روان لیګ (شپږیزه) کې په لسګونو بهرني لوبغاړي او لوبڅاران ګډون لري، یو شمېر کتونکي په پرونۍ حمله کې د بهرنیو استخباراتي کړیو د لاس لرلو احتمال نه ردوي.

One thought on “طالبانو د کابل په پرونۍ انتحاري حمله کې لاس لرل رد کړل”
  1. درنوعزیزانو ته سلام !شاهدافریدی ته پاکستانی چارواکو ویلی وو چې په دې لوبو کې ګډون ونه کړی- که په دې برید کې دپاکستان لاس نه وای نوڅه خبریدل چې چاودنه کیږی

ځواب ورکول عبدالرووف لیوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *