تاند- په کندهار کې خلک او چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت په ښورابک ولسوالي کې د اوبو یو بند په بمونو او چاودېدونکو موادو ویجاړ کړی دی.

ویل شوي چې د اوبو دا بند د ښورابک ولسوالي په یوه لېري سیمه کې ډیورند کرښې ته څېرمه جوړ شوی و.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویندوی ضیا دراني وویل، وسله وال طالبان نن /یکشنبه/ سهار وختي د ډیورند کرښې له پورې غاړې (د پاکستان له خوا) راغل او د ښورابک بند یې وچاوداوه.

د دراني په وینا وسله وال طالبان، چې شیمېر یې سلګونو کسانو ته رسېده، د بلوچستان ایالت له پنج پای سیمې څخه راوښتل؛ پولیسو یې د مخنیوي هڅه وکړه او د غرمې تر ۱۲ بجو یې ورسره جګړه وکړه خو طالبان وتوانېدل چې ځانونه بند ته ورسوي او هغه ویجاړ کړي.

د ښورابک ولسوال عبدالنافع بړېڅ وايي، دا په درسته ولسوالۍ کې یوازینی بند و چې نه یوازې یې په سلګونه او ښايي زرګونه جریبه مځکه خړوبوله بلکې د ګڼو کلیو اوسېدونکو ته یې د څښاک اوبه برابرولې.

د سږ کال په لومړیو کې وسله والو طالبانواعلان وکړ چې نور پر عامه تاسیساتو حملې نه کوي او په ساتنه کې یې برخه اخلي خو له اعلان راوروسته طالبانو د افغانستان په مختلفو سیمو کې پر ښوونځیو، پلونو او یو شمېر نورو ټولګټو تاسیساتو بریدونه تر تېر کال زیات کړي دي.

د کندهار د ښورابک ولسوال له حکومته وغوښتل چې د طالبانو له لوري ویجاړ شوی بند بېرته جوړ کړي ځکه چې دا بند د سیمې د اوسېدونکو د ژوند لپاره ډېر مهم دی.

بړېڅ وایي، که حکومت دا بند جوړ نه کړي ښايي، د سیمې ډېر خلک نورو سیمو ته کډوال شي. مخکې هم د اوبود کموالي له کبله د ښورابک یو شمېر اوسېدونکي نورو سیمو ته کوچېدلي دي.

طالبانو تراوسه پورې پدې اړه څه نه دي ویلي.

2 thoughts on “طالبانو د کندهار د ښورابک بند ویجاړ کړ”
  1. دا خو ښکاره خبره ده چې پاکستان د افغانستان بنیادي دښمن دی او کوښښ کوي چې افغانستان ویجاړ کړي، د عامه تاسیساتو ورانول خو طالبان د خپل بادار لپاره کوي او خپله غلامي ثابتوي. افغان دولت هم ګرم ګڼل کیږي ځکه دومره په فساد کې غرق دی چې ورځ په ورځ خپله خاوره د لاسه ورکوي که داسې نه وي نو طالبان په ښکاره د پاکستانه راځي دلته خلک شهیدانوي او تاسیسات ړنګوي مګر دوی ورته عمل نکوي. افغان دولت ته د ټولو طالبانو کورونه او مرکزونه په پاکستان کې معلوم دي خو یو طالب هم په کور کې مردار نه کړی شو او نه یې مرکز ړنګ شو. اوس به راشو عامو خلکو ته چې د دولت نه غواړي دا بند ورته بیرته ورغوي، ولې تاسو باندې دا خاوره حق نلري، تاسو ددې خاورې بچیان نه یی. د طالبانو نه زیات عام خلک ملامت دي. همدوی طالبانو ته ځای او ډوډۍ ورکوي، همدوی ورته رهنمايي کوي او د همدوی بچیان ورسره په جنګو کې برخه اخلي او بیا وايي چې موږ تش لاس یو د طالبانو زور نلرو. اوس دې دوی د دولت په ځای د طالبانو وغواړي چې دا بند ورته ورغوي. د اسلام او جهاد په نوم استعمالیدونکو عامو خلکو جهالت هم یو حد لري، طالبان تاسو تورو تیارو ته غورزوي او بیا به هیڅکله ددې تیارو او غلامۍ څخه راونوځئ.

  2. د ښورابک خلکو غوښتنه کړی چی دا بند جوړ شی ګنی دی به اړ شی چی بل ځای ته کډه وکړی سوال دادی چی بند خو به دا ګوډ او مات حکومت درته جوړ کړی ولی دا د بیغیرتی ژوند تر کومی دا عامه تاسیسات باید خلک هم وساتی په دی کښی خیر او فلاح هم ده او که مړی شوی نو واقعی شهیدان به وی څکه سر مو په خپل حق ورکوی ، موږ دا دی پاکستان او ایران غلامانو ته ډوډی څای او پناه ورکوو بیا همدا تور مخۍ موږ وژنی او زیر بناه مو ورانوی که د افغانستان خلک سره یو موټی شی او په خپل کور او کلی کښی د ا د آخرت دورڅی سپی تر خاورو لاندی کړی کورونه یی وروسوڅی ددی بلا خلاصیږو او کنه همداسی به ذلیل وو

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *