تاند- د ننګرهار خلک او ولسي استازي وايي چې وسله والو طالبانو د دې ولایت د ګوشتې ولسوالۍ ۴۲ قومي مشران او عام خلک درې ورځې پخوا تښتولي او تراوسه پوري یې خوشي کړي نه دي.

د ننګرهار د خلکو د یوه استازي فریدون مومند په وینا وسله والو سخت دریځو په تښتو ل شویو کسانو کې یو قومي مشر وژلی دی.

د ښاغلي مومند په وبنا طالبانو دا کسان د دې لپاره تښتولي چې له حکومت سره د همکارۍ سزا ورکړي. مومند وايي، د طالبانو په باور دغو کسانو خپل زامن پرې ایښي چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې کار وکړي.

د ګوشتې ډېر اوسېدونکي وروسته له دې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ودرېدل چې پاکستان د دې ولسوالۍ یو شمېر سیمې لاندې کړې او پر کلیو یې د درنو وسلو بمباري وکړه.

فریدون مومند وايي چې وسله والو طالبانو د ګوشتې قومي مشران لالپورې ولسوالۍ ته تښتولي دي.

د ننګرهار د والي ویندوی احمد ضیا عبدالزی د طالبانو له لوري د قومي مشرانو تښتونه تاییدوي، وايي چې ۳۳ قومي مشران تښتول شوي او ۱۳ نور د خبرو اترو له لارې خوشي شوي دي.

طالبانو وروسته له دې د ګوشتې قومي مشران وتښتول چې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د دې ډلې پرضد ولسي پاڅون وشو. پاڅونوالو د امنیتي ځواکونو په مرسته د حصارک ډېرې سیمې تصفیه کړې او په ترڅ کې یې ۵۷ سخت دریځي وژلي دي. خو طالبانو په حصارک ولسوالۍ کې خپلو کسانو ته د مرګ ژوبلو د اوښتو په اړه ادعاوې رد کړي دي.

One thought on “طالبانو د ګوشتې ولسوالۍ ۴۲ قومي مشران تښتولي دي”

ځواب ورکول حلیم شجاعی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *