تاند- وسله والو طالبانو د افغانستان په حکومت کې د درو وزارتونو د منلو وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي چې لومړی دې په اساسي قانون کې بدلون راوستل شي او طالبانو ته دې مصونیت ورکړای شي.

ولسمشر اشرف غني د افغانستان په نوې کابینه کې طالبانو او حزب اسلامي ته د حج او اوقاف، سرحدونو او د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارتونو، یو شمېر ولایتونو او ولسوالیو وړاندیز کړی و.

ویل شوي چې ولسمشر غني دا وزارتونه ملا عبدالسلام ضعیف، وکیل احمد متوکل او غیرت بهیر ته په پام کې نیولي وو.

ویل شوي چې طالبانو ته دا هم وړاندیز شوی چې د هلمند، نیمروز او کندهار لپاره والیان معرفي کړي.

طالبانو ویلي چې له امریکا سره د امنیتي موافقې لاسلیک له حکومت سره د دوی د سولې د لارې خنډ دی. دوی دغه راز غوښتنه کړې چې په اساسي قانون کې دې بدلون راوړل شي او د سولې د خبرو تر پیلېدو وړاندې دې د طالبانو د غړیو مصونیت تضمین کړای شي.

د طالبانو ویندویانو رسماً رسنیو ته د دې موضوع په اړه څه نه دي ویلي.

خو له دې سره سره لا هم د سولې هیلې مړې شوي نه دي. همدا اوس په قطر کې خبرې روانې دي. پاکستان هم کلکې ژمنې کړي چې افغان طالبان به خبرو او پخلاینې ته حاضر کړي. سعودي عربستان او چین هم ویلي چې تروسه وسه به هڅه وکړي چې پر پاکستان فشار راوړي.

د افغانستان ولسمشر او اجرايي ريیس موافقه کړې چې په دوو کلونو کې به په اساسي قانون کې بدلون راولي. ممکن په اساسي قانون کې د صدارت د چوکۍ د زیاتولو ترڅنګ د طالبانو ځیني غوښتنې هم په قانون کې زیاتې شي.

د امریکايي پوځیانو جنګي ماموریت پای ته رسېدلی. د ۱۰۸۰۰ روزونکو نیمايي د روان کال تر پایه وځي او د پاتې نورو ماموریت هم د ۲۰۱۶ کال تر پایه بشپړېږي.

7 thoughts on “طالبانو د ۳ وزارتونو د منلو لپاره ۳ شرطونه ایښي”
  1. این خیال است و محال است و جنون
    په هیس صورت طالبان یی نه منی
    او که یی ومنی بیا طالبان به نه وی نور خلک به وی

  2. طالب یوه خوشي د ای اس ای د لاس آله ده. دا بیچاره او بی خبره خلګ خطا وتلي او د جهاد په نامه هم خلګ خرابوی او هم ځانونه. د طالبانو سره خبري کوم او د پاکستان په ژمنو باور کول خوشي د ځان غولول دی. که د افغانستان حکومت او هم هغه خلګ چی خپل د کورنی غړي یی د لاسه ورکړی او زړونه یي ډیر ځوریدلي د پاکستان پر نظامیانو باندي حملي وکړی او هم د افغانستان د ملي امنیت ریاست پلان شوي حملي په پاکستاني مخورو باندي پيل کړي نو پاکستان به ډیر ژر تسلیمدو ته چمتو شي.

    1. له بلي خواه ایران تر پاکستان ډيري سختي لاسووهني د افغانستان په کورنیو چارو کښي کوي. د ایران ملایان د امکان تر بریده خپل د جهاد د دوری غلامان و بی نظمي او احتجاج ته هڅوي. خپل فرهنګ غواړي په خاصه توګه د افغاني خایننو په مرسته په افغانستان کښي خپور کړي. غواړي بی نظمي او جنجالونه د افغانستان مظلوم ملت ته پیدا کړي او ددي لاري خپل نفوذ هلته جاري وساتي
      حسن روحانی په ډاګه وایی چي مونږ به په افغانستان کښي د جنګیالیو طالبانو ملاتړ کوو او د هغوي سره به مرسته کوو. چي دا د ټولو بین المللی قواعدو او اصولو پر خلاف دي. خصوصاْ د ملګرو ملتونو د منشور په خلاف عمل دی او د هیوادو په کورنیو چارو کښي لاسووهنه ده.

  3. د تاند چلونکوته سلا مونه
    دا غوښتنی خو دوی د کرزی نه هم کولی خو هغه ورسره ونه منل که چیری اشرف غنی دا ورسره ومنی نو دا به زما په فکر چې ددی وطن تجزیی ته لاره په نا اګا هانه ډول خلا صه کړی ځکه هغه کندهار یان، هلمند یان او داسی نوربه طالبان څنګه ومنی چې کلونه،
    کلونه یی هغوی د خپلو خپلوانو په ویر ژوړولی او کړ ولی دی . او یو بله نازکی هم دلته شته هغه دا چې د غنی حاکمیت د یوه اولس مشر په ډول تر سوال لا ندی را ځي او خطر ورته پیښییږی ددی دلا یتو نو ورکول به طالبانو ته دا سی په اسانه نه وی ځکه هغه خلګ چې د طالبانو خلاف دی په کندهار کې هغه به مجبور آ د عبدالله او شمالی ټلوالی نه مرسته وغواړی .
    نو خدای ج دی نه کوی غنی دا ورسره ومنی
    والسلام

  4. هر هغه څوک چې له مخا لفینو سره د روغې جوړې په خبرو کې خنډ جوړوي هغه ددې خاورې او وطن دښمنان دي، تر څو به وژل کیږو، تر څوبه زموږ کورونه د پردیو تر بمبارد لا ندې وي، په دې جنګ کې یوازې د پښتون بچۍ وژل کیږي د پښتون مکتب ورانیږي د پښتون عزت تر پښو لا ندې کیږي، بس ده نور د پښتون نسل وژنه بس ده

  5. زما پر اند طالبانو ته باید څه ناڅه ۷ وزارتونه او ستره محکمه ورکړي زکه په کوم معیارونو باندی چې د اوسنیو کسانو ته ( دوستم، محقق، سیاف، داکتر عبدالله او داسی نو…..) ارزول کیږی نو په دغو معیارونو باند هغوی تر دو هم ښه خلک دی او هم ولسی پشتوانه لري نو که محقق او طالبان مونږ په یو تله کی مساوی وزن لرونکي په ټوګه په دی هیواد کې تلو په حقیقت کې د طالبانو په حق کي نه بښونکی ظلم کوو.
    زکه خو زما هیله له ټولو دوستانو نه دا ده چی مخکښی له دی چی طالبانو په هکله قضاوت کوي په همغی هنداره کې د دا موجود داړ ماران هم وګوری او بیا دی په سره سینه قضاوت وکړي

ځواب ورکول زهره افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *