احمدشاه ساحل
د کابل پيښي عاملين دم ګړی ورک دي، مخکي د ټولو سترګي طالبانو ته وې، خو چي هغوی رد کړه؛ ټول ګونګ سوه او د پيښي عامل ورک سو. (داعش خو هسې یو نوم دی). خو زه وايم، که لږ عمق او منطقي لاړ سو؛ سړی معلوم دی، عامل معلوم دی او پر سپين ميدان ناست دی. هغه داسي… زه وايم چي د دې پيښي عاملين هغوی دي، چي اوربند نکوي، اوربند څوک نکوي؟ طالبان!
همدا طالبان دي چي افغان وژنه نه بندوي، نو د دې پيښي عاملين هم طالبان دي. فکر وکړئ! حکومت خو له لومړۍ ورځي چیغي وهي چي، د سولي يا په ټوله کي د خبرو لومړی شرط ډزبندي ده، اوربند دی، چي بايد ترسره سي؛ خو برعکس طالبانو له لومړۍ ورځي اوربند رد کړی. د سولي د خبرو څو مياشتي کيږي، په دې جريان کي جګړه هم روانه وه/ده، په زرګونه بې ګناه افغانان پکښي شهيدان سول. اوس که دا سبا طالب راسي، ايا يوازي د همدې مودې د شهيدانو کورنيو ته به وکتلی سي؟ ددې کورنيو کونډو، يتيمانو او بورو سوو ميندو ته به کوم دليل وړاندي کوي؟ چي ولي يې جګړه نه بندول؛ په داسي حال کي چي د سولي خبري هم رواني وې؟ موضوع را څخه اوږده نه سي؛ نو را ځم اصلي خبري ته؛ زه ځکه وايم، د کابل پيښي عاملين طالبان ګڼل کيږي، چي که چيري طالبانو له حکومت سره اوربند منلی وای، نو يو خو به د دوی له لوري د سولي او خبرو ښه نيت څرګند سوی وای، بل به افغان وژنه بنده سوې وای او بل به، چي ډيره مهمه هم ده؛ د جګړې ميدان سپک سوی وای. له طالبانو سره چي معلوم ادرس دی، جګړه بندېده؛ او يوازي به د افغان ځواکونو تمرکز پر نامعلومو ادرسونو يا پر داعش، القاعده يا نورو ناځوانو ډلو وای.
د طالبانو په اوربند سره به د افغان ځواکونو اوږې سپکي سوي سوای، په دې فکر به وه، چي ځه! مقابل لوری مي افغان انسان نه دی، پردی دی. ښه په خلاص مټ او قوي اراده به جنګيدلی او د جګړې مهارول به ورته ډير هوسا او اسان وای. خو اوس افغان ځواکونه څه وکړي؟ له طالب سره وجنګيږي؟ استخبارتي جګړه مخته يوسي؟ داعش، القاعده، يا شل نورو ډلو سره يې معلومه کړي؟ څه وکړي؟ دې ستونزمن او ګډوله حالت ته زمينه جوړونه طالبانو کړې.
همدا دوی دي چي د افغان ځواکونو انرژي يې تقسيم کړې، همدا دوی دي چي د پرديو ډلو بريدونو ته يې لار اسان کړې، همدا دوی دي، چي له ځواکونو يې خپل او پردي ورک کړي. که طالبانو ځان له جګړيزي صحنې بهر کړی وای، اوربند يې کړی وای؛ نو د حکومت ټول زور او تمرکز به پر غير طالبي ډلو وای، چي په ډيري اسانۍ به يې د هغوی موخي او پلانونه شنډولی. دلته به طالبان د خير پر غونډۍ ناست وای، د سولي له پړاونو به يې څارنه کولای، شخصيت، حيصيت به يې خوندي وای، د بې ګناه افغانانو په وينو به يې لاسونه نه وای سره؛ څو افغاني ککرۍ به پاتي وای، دومره ميندي به نه بوري کيدلی، او نه به د هيواد يتميان بې شميره کيدای. خو له بده مرغه چي اوس دا هر څه وسول او مسوله يې طالب دی. نو ځکه وايي چي د کابل پيښي يا دې ته ورته د نورو پيښو عاملين هغوی دي، چي اوربند نکوي او اوربند طالبان نکوي. دا بريد که طالبانو په مستقيم ډول نه وي کړی، په غير مستقيم ډول يې ضرور کړی.
احمدشاه ساحل (غير ډيورنډ)
رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلی :
فسادالعالم،فسادالعالم
دا چی متقی علما ، وارثان د انبیاء علیهم السلام بلل شوی نو همداسی مفسد علما هم د عالم تباه کوونکی بلل شوی او ځکه د فساد خورولو لوی او مخرب کرکتر ته دا څیری ټاکل شوی ،ځکه چی د مسلمان عوام الناس پدی څیره ژر غولیږی او ۱۵ کلنی جګړی هم ثابته کړه چی ددی څیری استخدام د دښمنانو لپاره ډیره مؤثره او فساد یی ډیر عمیق دی خو برخلاف د توقع د تخریب او افساد اړخ یی ، ایمان تر سیوری لاندی ورک کړی نو ځکه د مؤمنانه عمل انتظارر ددوی ]څخه به عبث وی ځکه ایمان او مؤمن اجیر کیدای نشی او مؤمنانه اعمال محضا لله وی خو دا مفسدین تباهی ته ترجیح ورکوی نو ځکه ،
فساد د عالم، فساد عالم او تباهی یی هر څه تباه کوی