تاند، یکشنبه، د اسد ۱۳مه: د شاهین ۲۰۹ قول اردو  وايي، طالبانو نن غرمه د سرپل سنچارک ولسوالۍ کې یو معلول بزګر په ډزو وژلی او بیا یې سر ترې غوڅ کړی دی.

 د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي وایي، طالبانو دغه معلول کس بې دلیله ۲۲ مرمۍ ویشتلی او سر یې ترې غوڅ کړی دی.

 د سرپل د سنچارک ولسوال نجیب الله دقیق هم پېښه تاییدوي او وايي، طالبانو دغه معلول بزګر دوه اوونۍ وړاندې له ځان سره وړی او اوس یې په ډېر بېرحمانه ډول وژلی دی.

 د دقیق په خبره دغه بزګر نوراحمد نومیده، ۵۰ کاله عمر یې درلود او د مسجد سبز کلي اوسېدونکی و، چې مړی یې د سنچارک ګجوای کلي کې پیدا شوی او خپلوانو ته یې تسلیم کړی دی.

طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو څه موده وړاندې یې هم سرپل کې درې بزګر د عشر نه ورکولو له کبله وژلي وو.

One thought on “طالبانو سرپل کې له یو معلول بزګر څخه سر غوڅ کړی”
  1. تر اوسه یی لا نوم په پنسل نوشته دی بیا یی دا ډول جنایتونه پیل کړه چی چنګیز او هلاکو ورته ګوته په غاښ نیولی ده

ځواب ورکول a. shukoor ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *