تاند- وسله والو طالبانو د هرات پخواني والي او قوماندان اسماعیل خان ته بلنه ورکړه چې د خبرو لپاره دې د دوی دفتر ته ورشي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د اسماعیل خان د هغې غوښتنې په ځواب کې چې طالبان دې د افغانستان د حکومت پر ځای له «مجاهدینو» سره خبرې وکړي، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبان د هغو ټولو هلوځلو هرکلی کوي چې د سولې او جګړې د پای ته رسېدو لپاره کېږي خو د دغو هڅو هدف باید دا وي چې بهرني پوځیان له افغانستانه ووځي.

اسماعیل خان د تېرې جمعې /مارچ ۱۶/ په ورځ په هرات کې د حوت د ۲۴ نېټې د پاڅون په مناسبت په یوه غونډه کې په طالبانو ږغ وکړ«که له حکومت سره موافقې ته نه شئ رسېدای د جهاد له کورنۍ سره وږغېږئ چې د اسلامي حکومت د ټینګېدو لار هواره شي او جګړه هم پای ته ورسېږي.»

د طالبانو ویندوی په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې اسماعیل خان دې د بهرنیو پوځیانو د وتلو د لارو چارو د موندلو او د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د طالبانو له سیاسي دفتر سره تماس ونیسي.

د طالبانو سیاسي دفتر په قطر کې دی او ځینې افغان چارواکي خبرداری ورکوي چې که طالبان له دې دفتره د سولې د خبرو لپاره کار نه اخلي نو له قطر څخه ښايي وغواړي چې دا دفتر بند کړي.

له دې جلا پرون د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار په ننګرهار کې یوې غونډې ته وویل چې د افغانستان د سولې په اړه یې خپله طرحه د امریکا په شمول بهرنیانو، د افغانستان حکومت او طالبانو ته سپارلې ده.

د حکمتیار د طرحې جزییات څرګند نه دي.

طالبانو د افغانستان د ولسمشر د وروستیو وړاندیزونو په اړه هم څه نه دي ویلي.

دې ډلې په تېرو کلونو کې د سولې ټولې طرحې رد کړي او یوازې پر دې ټینګار کوي چې تر څو بهرني پوځیان وتلي نه وي، سوله نه مني.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۴ م کال تر پایه ټول جنګي بهرني پوځیان ووتل او شاوخوا ۸۰۰ پاتې په تدریج د وتلو په حال کې ول، خو طالبانو جګړې ته لا زور ورکړ او بهرني پوځیان یې اړ ایستل چې د وتلو بهیر ودروي او حتي نور راولېږي.

5 thoughts on “طالبانو له اسماعیل خان څخه وغوښتل چې د دوی دفتر ته ورشي”
  1. دواړه د یو ورخه اوبه او واښه خوری – ددواړو بادار یو دی

    بادار ورته امر کوی او دوی یی پرځای کوی

  2. ای دا مفعولان دي، مفعولان پېژنئ؟ قسم په خدای کې د افغان د وینې توییېدا ورته د چرګ د وینې قدر هم ارزښت لري.‌ ګورئ اول خو دا خارجیان چا راوستل؟ خلکو خو ټولو که په زور وو که په رضا له ړانده سره بیعت کړی و چې ځه ته امیر یې او مونږ دې مؤمنان خو ړوند د دې پرځای چې ملت وساتي ایله یې عرب ایله جاریان او کوڅه ډب وساتل او خپل وطن یې په غربیانو وران کړ. اوس هم دا څه چې دوی یې غواړي دا اصلا د دوی غوښتنه نه ده، خارجی له ما نه څه شی وړي،‌ خو پراته به وي لکه سپي د بګرام په هوایي میدان کې لاکن په مقابل کې یې زما اردو ته وسلې ورکوي زما پولیس ته وسلې ورکوي زما نورو حکومتي ادارو سره مرسته کوي او دا شی خو ان په سعودي عرب کې چې د خدای کور په کې دی هم شته ، که تاوان یې وي که زور یې وي ایران ته به وي پاکستان ته به وي مونږ ته یې تاوان نشته خو دا ټوله کوس مادري دغو د مدرسو کونیانو جوړه کړې ده. دوی او دا پخواني غله او پدرنالتي ټول یو شی دي که نه په هرات کې په مزار کې په کابل کې او په نورو هغو سیمو کې چې غیرپښتانه اوسیږي هر ډول پرمختیایي کارونه روان دي صرف د پښتنو سیمې دي چې د مفعولانو له لاسه د جنګ او جهل او بې سوادۍ په اور کې سوزي.‌

  3. دا بیا کم نوی ګیم شروع کیږی؟ داسی ښکاری چه د واړه د ایران په اشاره داسی حرکات کوی. الله دی د افغانستان دښمانان او دسیسه ګران ټول تباه او برباد کړی

  4. اول له طالبانو باید دا پوښتنه وشی چی تاسو چی اول دا تحریک جوړ کړ د همدی اسماعیل خان په څير قوماندانانو په ضد او رهبرانو د محوی په خاطر وو. او دومره خلک چی وروسته له مجاهدینو تاسو مړه کړل چی شمیره یی معلومه نه ده او اوس هم د تش په نامه جهاد له لاسه خلک مری. د شرم څای خو دلته دی چی همدی ټلوالی ستاسی پر سر امریکایان مسلط کړل او د تاسو له لاسه په لکهاوو پښتانه مړه شول او مری هم اوس ټول افغانستان تاسو وطنپلورونکه ته د صلح چیغی وهی هغه اروی او دا مردار غوږنه مو پر کاڼه کړی اوس چی غله اسماعیل غږ در باندی وکړ سمدلاسه مو دعوت ورکړ. علت یی دادی چی تاسو د داعش په پلمه له ایران مرستی تر لاسه کوی او ایران ورسره روس خپل نوی باداران ګڼی ، نو اسماعیل خو له اځله د ایران غلام دی اوس یی نو بادار ورته ویلی چی لاړ سه او له طالبانو سره خبری وکړه چی یو بل فساد ته لاره هواره شی او تاسی حکومت کمزوری او مزدور ښکاره کړی . دا ستاسو تصمیم ندی بلکه دا لاری ستاسی دال خواره او تور مخی باداران پنجابیان در زده کوی ولی اوس شل کاله مخکی وخت ندی یو ۶ کلن ماشوم هم په سیاست ښه پوهیږی او ستاسو دا چلونه نه چلیږی او په دغه غلو پسی حساب هم روان دی. غلامان یاست والله که د تشناب تللو اجازه لری او په ناروا د خلک وینی بهیږی. الله ج د درسره پوه سی.

  5. د پړکمشر یا خوردظابط صیب اسمعیل خان هم لکه چې بیا سغۍ بخار کوي.
    کله چې په کندهار کې له چړیانو سره بندي وو ، ښه سات یې تېر وو.

ځواب ورکول احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *