تاند- راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو په هلمند ولایت کې په وروستیو کې درنو تلفاتو وروسته په یوه اعلامیه کې د هلمند په جګړو کې د ايتلافي ځواکونو رول وغانده.

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې د هلمند ولایت په جګړه کې د ايتلافي ځواکونه مداخله د سولې پروسه منحرفولی شي. طالبانو دا اعلامیه وروسته له دې خپره کړې چې راپورونه وايي افغان امنیتي ځواکونو په هلمند ولایت کې د جګړې ابتکار په لاس کې اخیستی او له یو شمېر سیمو څخه یې طالبان په څټ کړي دی.

راپورونه وايي چې په وروستیو دوو ورځو کې د هلمند په جګړو کې نژدې ۱۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

طالبانو په خپله اعلامیه کې د روانې جګړې په لړ کې د بري اعلان کړی او ویلي یې دي، طالبان د امریکایانو په شمول هیچا ته ګواښ نه دي، ورسره د دښمنۍ نیت نه لري او د خپلې خاورې له دفاع پرته له چا سره جګړه نه کوي.

د طالبانو په اعلامیه کې وړاندې راغلي:«د افغانانو لپاره له اسلامي نظامه پرته بل نظام د منلو نه دی. لنډه دا چې د اشغال خاتمه او د اسلامي نظام جوړېدا هم سوله ده او هم حللار.»

د تېر میلادي کال له پیله امریکا او نورو ايتلافي ځواکونو یې د جګړې په میدان کې د افغان ځواکونو ملاتړ بس کړی دی. طالبان، چې د بهرنیو ځواکونو له هوايي حملو زیات تاوان لیده، د هوايي حملو له بس کېدو څخه په استفاده په ۲۰۱۵ کال کې په ډېرو سیمو کې جبهه يي جګړې پیل کړې. خو ویل کېږي چې د امریکا جنګي الوتکو او هیلي کوپترو د کندوز او هلمند په جګړو کې سره له دې چې په محدوده پیمانه برخه اخیستې خو طالبانو ته یې سخت تلفات اړولي دي.

15 thoughts on “طالبانو له امریکایانو غوښتي چې د هلمند په جګړه کې برخه وانخلي”
  1. عجیبه خبره ده طالبان خپل جد وجهد ته دجهاد نوم ورکوی چی کله بیا امریکا یان ورسره جنګ ته مخامخ کیږی بیا وایی چی دوی دی جنګ کی برخه نه اخلی نو بیا داسی یوه خبره چی طالبان یی کوی چی امریکایان دی په جنګ کی برخه نه اخلی نوبیا ددوی جهاد دچا په مقابل کی روا دی او دا په کوم فقهی کتاب کی راغلی ؟

  2. ښاغلی یتیم یار صیب ته !
    دطالبانو داوړاندیز دملا ,ای , ایس ,ای , لطرفه جوړ شویدی, او کومی اسلامی فتواګا نی او دجهاد شروط او شرایط داټول مواد دمحترم ملا , ای , ایس , ای , په مهمانخانه کی جوړیږی. زموږ پاک زړه او سپڅلی افغانان تر اوسه پوری دا منافق ونه پیژانده.

  3. سلام درندو لوستونکو ته! هیله ده جوړ او روغ وی. یوه ډیره ښه قصه را یاده شوه د طالبانو دد غوښتنی له کبله . د جهاد شپی وی او روسانو هر لوری ته خلک قتل عام کول لکه اوس یی چی طالبان او ددوی باداران امریکایان او انګریزان کوی . څو خارجی ډاکټران راغلی وو او غو ښتل مو چی د روسانو یی خوندی ځای ته یوسو ولی هغه صرف د هزاره میشتو ساحه وه ځکه آن روسان هم ددوی د وژلو لپاره نه وو راغلی د ډوډی او ځای پیدا کول په دی سیمه کښی سخت وو او د هزاره میشتو یوه قوماندان ته مو وویل چی موږ د بین المللی ژونالیستان یو او ستا انټریو ته راغلی یو هغه ډیر کبر په سر واخیستو او فکر یی وکړ چی ډیر مشهوره سړی دی زموږ په کمره کښی فلم هم نه وو هاغه وخت دیجیټل کمری هم نه وی پر له پسی عکسونه مو اخیستل او قوماندان صاحب هم د فلمی څیر ی په شان اکټونه کول نو دری شپی په ډیره ښه توګه تیری شوی روسان وروسته له خونړیو بریدنو بیرته په شا شول ومو غوښتل بیرته خپلی سیمی ته ولاړ سو قوماندان صاحب ته مو وویل چی څه پیغام روسانو او ملل المتحد ته لری؟ هغی ددوی په ژبه داسی وویل: ( اینا را بګو که میلل موتهید ره بګویه که روسا ره بګویه که تانک خو ره اوسو کو، طیاری خودره اوسو کو، اګر مردی در دشت قطی یک کلاش بیرو شووکه مردو زن مالوم شوه اری دیګه) بیا بیرته یی ډډه ووهله او ټینګار یی وکړ چی همداسی به ورته وایی. اوس نو د طالبانو پیغام همدا معنی لری او ډیر د بی غیرتی پیغام دی چی خپل مسلمانان وروڼه وژنم ته پر ما کار مه لره او دی ته زه جهاد هم وایم لعنت د وی د خدای پر تاسو مزدورانو

  4. Taliban does not how to eat and drink, it is the ISI that open their tongues with such worlds. Taliban even do have authority to eat, drink and sleep without prior permission in the GHQ Rawalpindi, Palitistan. I do not know how they claim the fighting with AFghan forces Jihad and with American forces not a Jihad. Allah demn these barbarians.

  5. چاچی دخوږو خوند نه وی کتلی هغه پرې څه پوهیږي ماپه ډیر غور ددې لیکنی هره فقره را وکتله خودایو څو جملی مې دځان اوګړیدلی ملت لپاره دمرهم اوپټۍ په څیر انتخاب کړی لکه چي وایی :
    پکار ده چې دسولي او مذاکراتو په بهير کښي يو ښکاره او څرګند حقيقت په پام کې ونیول شي او هغه دا چې جګړې او شخړې د انساني عمل ثانوي غبرګون دی ، انسانان له اصله یوله بل سره د اُنس او محبت لپاره پیداشوي دي نه دجګړو، شخړو او لانجو لپاره ، نو کله چې د انسانانو ترمنځ جګړې، مشکلات او لانجې پيدا کیږي هغه به حتما خپل مسببیات او لاملونه لري .
    دچاجی پیشه جنګ وی هغه دسولی له کرامته څه خبر دي اوس یی دجګړماور اومجاهدینو په غوږنو کې داورکړي چي دوی سوله غواړی سوله څه ده نبی صلی الله علیه وسلم هم په داسی سوله کړی اوس نوکه دنبی صی لله علیه وسلم له سولی په دقیق انداز خبرشی دجنګ نوم به نه واخی

  6. حکمتیار که داشغال دختمیدو خبره کوي طالبان بیا دهمدې مضمون په یوه برخه داسی وایی

    طالبانو په خپله اعلامیه کې د روانې جګړې په لړ کې د بري اعلان کړی او ویلي یې دي، طالبان د امریکایانو په شمول هیچا ته ګواښ نه دي، ورسره د دښمنۍ نیت نه لري او د خپلې خاورې له دفاع پرته له چا سره جګړه نه کوي.

    د طالبانو په اعلامیه کې وړاندې راغلي:«د افغانانو لپاره له اسلامي نظامه پرته بل نظام د منلو نه دی. لنډه دا چې د اشغال خاتمه او د اسلامي نظام جوړېدا هم سوله ده او هم حللار.»

    خه اوس نو څه غواړی داسی غوړ هدف او مړاوی کاته اومسته جګړه

  7. دلته باید وپوهیږو او د دغو تاوتریخوالو رشتیاني لاملونه او محرکات درک کړو او بیا د هغو د پایته رسيدو لپاره سم او وړګامونه پورته سي. ځکه د ظلم او سولي او امنیت د یو بل سره یو ځایوالی او بقا شونې نه ده. که د امریکا دغسي پالیسۍ رواني وي نو دغسي تاوتريخوالي به هم هرومرو او لازمي وي. ځکه د تاریخ درس همدغسي دی. ظلم او نا انصافي چي زیاته سي نو هرومرو غبرګون رامنځته کوي. څوک په ظلم او تعدی ځانته درناوی نه سي ګټلای. له دغو جګړو او ناخوالو څخه د ژغورني لپاره امریکايي فرعونانو ته فقط یوه لاره پاته ده او هغه داده چي امریکا د کومو ولسونو او هیوادونو حقوق غصب کړي او تر پښو لاندي کړي دي، د هغو سره باید د عدالت او انصاف لار خپله کړي. که نه تر څو چي د انسانانو سره بې عدالتي کیږي تر هغو به غبرګونونه هم روان وي

  8. ما مردم بی چاره چي حق دارم که بګوریم شمال سوله سوله مې ګویی ولی اسقلال نه داری از انګریز استقلال ګریفتی باز سرخودار دپیجی انها بندکردی مګرحال مې ګویی سوله .

  9. یقینا فراهی صاحب با تحلیل بالا موافق هستید که آنرا انتشارداده اید>
    اولا باید گفت که صلح جهانی عنوان وتعریف داده میشود از طرف جنگ افروزان جهانی که نارامی های جهان سوم را درتعریف صلح خودگره زده اند.
    دوم اینکه ترمیم وتخریب از صنعت خداوندی وواقعیت طبعیست که همزمان همیشه بوده وخواهد بود.
    سوم اینکه این دور مذاکرات همانطوریکه حزب رادوره های گذشته ازفعالیتهای نظامی به فعالیتهای سیاسی کشاند ، طالب را هم ازهردوفعالیت به حکم زمان ختم میکند وباید ختم بکند
    گرفتن شعار جنگ ازطالب یک هدف است که باتدبیر وحکمت امریکا این شعار را کم رنگ کرد وایشان درهمان کلۀ راکبین خود بند اند
    موفقیت ویا عدم موفقیت این جلسات چهارجانبه صلح با همین تحلیل بالا نقش چین وروسیه را رقم میزند و ملت افغان خواهند دانست که یگانه راه موفقیتشان صلح بین الافغانیست که حزب اسلامی دانسته ویانادانسته ازآن حرف میزند ولی برای آن هیچ سرمایه نمیگذارند.
    والسلام

  10. فراهی صیب وبدخشانی صیب
    برادر گرامي منصف صاحب اين نوشته در پهلوي جنبه تحليلي اش، جنبه معلوماتي نيز دارد.

    اميدوارم بنده را عفوه كنيد من اشاره اول و دوم تان را نفهميدم.

    اما در رابطه اي نقطه سوم نوشته تان بايد گفت فعاليت نظامي پاسخي به ياغي گري هاي بيگانگان بود كه خيال اسارت ملت ما را براي شصت و هفت سال اينده داشتند.
    اما فعاليت نظامي كليد هر مشكل نيست. حزب اسلامي طبيعتا جريان سياسي اسلامگرا است.
    ضمنا اين تصميم را حزب اتخاذ ميكند كه كدام شيوه مبارزه را در كدام شرايط ترجيح
    بدهد.

    من شخصا به صلح و تفاهم محض بين الافغاني بسيار خوشبين نيستم. مگر جنگ افغانستان تنها بعد داخلي دارد كه با تفاهم داخلي همه دلائل جنگ رفع گردد؟

  11. برای طالب وحکمتیار وهم نوسندګان شریف نویشته حکمتیار راهم دیدیم وطالباراهم به همېن منظورمی ګویم
    سؤالم اين معني را نداشت كه مقاله منتشره ازطرف شمااز معلومات و واقعيتها فاقداست ، بلكه بنظرمن دو سه ملاحظه دران وارد است.
    فروش امتعهٓ جنگي وصنعتي وبدست اوردن مواد اوليه صنعتي وانرژي براي شعار درست كنندگان صلح جهاني ضروريست وبايد انگيزه هايش براي صلح ايشان ازجنگ ما بدست بيايد واين انگيزه هارا دردست دارند.
    ازبحث فلسفي اشاره دوم كه ايجاد و زوال ، تخريب وترميم دربنياد ساختاري ماحول و وجود ما درجريان است ميگزريم كه به ارتباط قطب بنديهاي گذشته وحال قدرتها اشاره شده است.

    شما اگربخواهيد با شعارهاي اسلامي ملت را باخود علاقمند بسازيد طالبان انراتندوتيزتر شعارميدهد ولي افكارعمومي را درمقابلش ملاحظه بفرمائيد.
    اگرباشعار ملي بخواهيد افغان ملت انرا تند وتيزترتبليغ ميكند.
    شما اگربا امكانات مالي وخدمات ملكي رابا اين امكانات بخواهيد كاري كنيد بفرمائيد ولي هست كسانيكه بنيادهاي رنگارنگ براي جذب جوانان ودلباختگان خود دارند وبه راه انداخته اند.
    جاي شك نيست كه عوامل خارجي جنگ افروزي ومخالفين صلح كمتر ازعوامل داخلي نيست وما ضرورت مذاكره وتفاهم براي اهداف ملي وعدالتخواهي خودبا همه داريم.
    اما با كدام نيروي داراي محاسبه وفشار
    بجز اينكه فعلاًبا بسيج ملت پي اين داروي كمياب صلح درحركت شويم كه براي همه دلپذير باشد وهمه افغانها را فقد به همين محور دعوت كنيم ونبرو بسازيم ، نه اينكه اين شعار را نيز ازنزد ملت بدوزدند ، بگيرند وشكل تقلبي وعوامفريبانه را ازش بسازند.
    غير ازكسانيكه جنگ برايشان عنيمت وغذاميدهدبنظر من همانطوريكه درپي اين شعار همه صدابلند ميكنند ، اگرهمه خالصانه وبي مدعاباشد وبالايش ازقلم تاقدم واز داشته هاي مادي و معنوي برايش سرمايه بگزارند به اهداف صلح خواهيم رسيد .
    شما ازتفاهم محض افغاني در ديگرجهت اش توجه فرموده ايد.
    فقد اينجا ساختن نيروي متحد افغانيست ازاينطريق واين شعار

  12. دغه برادران بیا له کومې خوا راپیداشو مافکرکاووچي دوی به پښتو مطبوعاتو اونشرات نه ګوری اونه به دطالبانو له مشرانوسره علاقه لری خودومره بلاوی بیا یی ټول مطبوعات ترنظر تیرکړی او دومره اوږدی تبصری یی کړي زماپه فکردوی هم بیریږي چی که چرته خارجیان ولاړوبس درغلو طالبان .نه صیب طالبان سوله غواړی هراړخیزه سوله

  13. در مذاکرات صلح چهار جانبه که عنقریب در اسلام آباد تدویر میابد اګر پاکستان ، در اظهارات و مطالبات خویش یک یا چند ولایت و یا ولسوالی را جهت ګشودن دفتر طالبان مطالبه و یا مطرح نماید با وضاحت کامل به همه افغانها قابل فهم خواهد بود که پاکستان میخواهد کشور مارا تجزیه و در چنان حالت نزع نګهدارد که در آینده هیچ نوع صلاحیت و قدرت طرح ادعای ارضی و مهار آب های خویش را نداشته باشد همچنان پاکستان میخواهد که کشور ما منحیث یک کشور وارداتی مصرفی باقی بماند به هیآت افغانی لازم است که در این مذاکرات و مذاکرات بعدی ، در این خصوص هیچ نوع انعطاف را نپذیرد و اهداف شوم دشمنان افغانستان را نګذارند که برآورده شود . ( mn میاګل نیازی )

  14. دوی د پښتنو نه تعلیم اخیستل غواړی
    دوی زمونږ بی ګناه خلک وژنی
    دوی نه غواړی چی افغانان یا پښتانه دی په سوله کی ژوند وکړی
    دوی نه غواړی چی پښتانه دی یو باثباته قوم په دی نړی کی اووسی
    تاسوته یومثال درکوم! په پښتون میشته سیمه کی دوی مکتب نه دی پريښی او نور قومونه په ۱۴ کلو کی دومره ورسیدل چی نه یی څوک مکتب سوّځی او نه یی ماشوم ته څوک وایی چی مکتب ته به نه ځی او نه یی کوم معلم چا ووژلو ایا ده دی نه نور لوی خیانت شته
    دوی چی کوم خیانت له پښتنو سره وکړه هغه نه په تیر تاریخ کی تکرار شوی دی او نه به په راتلونکی که تکرار شی
    دوی د بل چا په اشاره حرکت کوی
    دوی د نورو ګټو لپاره ځان وژنی ولی زمونږ ملت دوی بغیر د زجر او تکلیف نه نور څه نه رسوی
    دوی پ بی ګناه او لیونی خلک د جاسوس په تور حلال کړل ولی هغه څوک چی له نور استخبارتی کړیو سره اړیکی لری د هغوی امنیت دوی نیسی

  15. جبره د امریکایانو نه ده همدغه طالبانو په همدغه هلمند کی د همدغه امریکایانو سره ۱۴ کاله جګړه وکړه خو پدی ۱۴کالو کی یی شکایت ونه کړ دا څنګه اوس د امریکایانو شکایت کوی ؟
    ځواب یی واضع او روښان دی چی د جګړی شکل د جبار قهرمان په ورتلو او د جګړی قومانده په لاس کی اخستلو سره یی پر طالبانو تبه کشینوله امریکایان هسی یوه بانه ده.
    ژوندی د وی جبار قهرمان باید افغانان ورباندی وویاړی.
    اوس به پنجاپ ته پته ولګیږی دا ځکه چی د اصیل افغان سره مخامخ شول.

ځواب ورکول IQ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *