تاند- د طالبانو د کوټې د شورا غړي ملا محمد حسن رحماني له امریکا او ناټو وغوښتل چې له طالبانو سره خپلو ژمنو ته درناوی وکړي.

ملا محمد حسن رحماني، چې د طالبانو په قیادي شورا کې ملامحمد عمر ته نژدې او باوري کس ګڼل کېږي، د طالبانو د واکمنۍ په مهال د کندهار والي و.

رحماني د پاکستان له جیو تلویزیون او جنګ ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل:امریکا له طالبانو سره د خبرو ژمنه کړې وه او د دې هدف لپاره په قطر کې د طالبانو دفتر پرانستل شو.

ده وویل: امریکا د طالبانو له دفتره بیرغ او لوحه لېري کړل، طالبانو هم د اعتراض په دود دفتر بند کړ او د خبرو اترو بهیر ودراړه.

افغان او لوېدیځ چارواکي وايي چې د طالبانو مشر او د شورا ډېرغړي په کوټه کې اوسي. خو د پاکستان جنګ ورځپاڼې او جیوتلویزیون ویلي چې له ملارحماني سره یې په هلمند کې مرکه کړې ده.

ملا رحماني ویلي، طالبان اوس دې ته انتظار دي چې ایا امریکایان پر خپلو ژمنو عمل کوي او که یې نه کوي.

ده همداراز وویل: که امریکا پر خپلو ژمنو ودرېده، د طالبانو استازي به په قطر کې د امریکا له استازو سره خبرې پیل کړي.

ملا حسن رحماني وویل، طالبان او امریکايي استازي به د خبرو په ترڅ کې پر خپلو شرطونو او غوښتنو وږغېږي.

د طالبانو د قیادي شورا دغه غړي دا هم ویلي چې د طالبانو تحریک اوس غواړي چې له امریکا پرته له نورو هیوادونو سره هم اړیکې جوړې کړي خو د کرزي له حکومت سره به تر هغو خبرې ونه کړي چې بهرني پوځیان په افغانستان کې وي.

ده تاکید وکاوه، کله چې بهرني پوځیان له افغانستانه ووتل افغانان به د متحد پاتې کېدو لپاره د هلوځلو ضرورت احساس کړي.

ده د دې پوښتنې په ځواب کې چې له حزب اسلامي او پخوانۍ شمال ټلوالې سره به طالبان څه چلند وکړي، وویل: هر څه چې د هیواد او خلکو په ګټه ول هغسي چلند به ورسره وشي.

رحماني وویل چې طالبان به په ملګروملتو کې د افغانستان غړیتوب ته دوام ورکړي او د ملګروملتو منشور به ومني ځکه چې طالبان ورته اړتیا لري.

پاکستاني رسنیو د ملاحسن له قوله دا هم ویلي چې طالبان به ښځې په خپلو کورونو پوري محدودې نه کړي او د هغوی د تعلیم مخالف نه دي.

د رحماني په عین حال کې وویل، طالبان به د هر هغه سیستم ملاتړ وکړي چې د افغانانو ګټې پکې نغښتي وي.

ملا حسن د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ملا عمر چیري دی او ایا د طالبانو د شورا په غونډو کې ګډون کوي؟ وویل: د ملا عمر صحت ښه دی، مجاهدینو او شورا ته لارښوونې کوي، له شورا او مجاهدینو سره په تماس کې دی خو د خاصو شرایطو له کبله په عام محضر کې ځان نه شي ښکارولی.

رحماني ونه ویل چې ملا عمر په افغانستان یا له افغانستانه دباندې دی.

د رحماني په څرګندونو کې نرمښت لیدل کېږي خو داسي ښکاري چې د ده څرګندونېپه تېره بیا کله چې نرم دریځ بیانوي، سانسور شوي دي.

خبریال د پوښتنو ترڅنګ خپل نظرونه هم تحمیلوي، افغانستان وران – ویجاړ ښيي، له سره بیارغونې ته اړ ښيي او دا هم وايي چې د افغانستان نیمايي خاوره او ولایتونه د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.

پاکستاني رسنیو د رحماني له قوله لیکلي: «د طالبانو د قیادي شورا دغه غړي وویل چې دوی به د افغانستان اوسنی جمهوري نظام وپرزوي او پرځای به یې د امیرالمومنین په مشرۍ امارتي سیستم بېرته واکمن کړي.»

خو د ده په خپلو خبرو کې اورو چې طالبان به په دې غور وکړي چې د هخلکو او هیواد ګټه په څه کې ده. او طالبان امارتي سیستم غوره بولي.

په اردو ژبه د ښاغلي رحماني مرکه واورئ


20 thoughts on “طالبانو له امریکا سره د خبرو غوښتنه وکړه”
  1. څومره بدبخته قوم یو مونږ، یو وخت به خلکو ویل چې چڼي پښتو وایي، اوس د افغانانو او بالخصوص د پښتنو داسې رهبر نشته چې د دوی په ژبه خبرې وکړي. که پنجابی راشي زمونږ خلک د پنجابي په ژبه خبرې کوي، که ایرانی راشي د ایرانی په ژبه خبرې کوي، که انګریز راشي د انګریز په ژبه خبرې کوي. کرزی هم همداسې کالی دی چې په ډیلي او اسلام اباد کې اردو وایي او په نورو ځایونو کې نور چټیات بادوي. د ډاکټر نجیب یوه وینا مې په یوټیوب کې وکتله چې په ملګرو ملتونو کې یې په پښتو خبرې کولې.

  2. زه چې ګورم دا خلک، چڼي، اوس هم داسې بې عقل دي او پاکستانیان پرې هرڅه داسې تحمیلوي لکه په اتیایمو کلونو کې یې چې د تنظیمونو په خرو باندې تحمیلول. د تنظیمونو په منشور کې کابل او د افغانستان نور ښارونه ګناهګار ښارونه وو او ورانول یې هغوی خپله وجیبه ګڼله. افسوس بیا هم افسوس او بیا هم افسوس چې دا ځناور پښتانه نه وای. خالق تعالی دې په ټولو چڼو باندې لعنت ووروي او په خپل غضب دې یې ونیول کړي چې دوی افغانستان ته هېڅ ډول عزت او ابرو پرېنښودل. افغانستان یې د داسې پستو او رذیلو، مزدورو او غلامو انسانانو په لاس کې چې د تلویزیون یو ډېر عادي نطاق ده ته د ده سیاسي پالیسي ورښیي، دی د پاکستان د ګټو له پاره نڅوي او د یوه استخباراتي چارواکي ټولې چارې ترسره کوي. الله ډېر دې خفه کړي یو، نور رانه داسې ملایان او چڼي واخله او پر ځای یې صالح او د وطن له پاره وفادار مشران راکړه. اله العلمینه، نور په پاکستان باندې خپل بدترین عذاب او غضب نازل کړه چې تر زیارتونو پورې ټول په کې تباه او برباد شي.

  3. یره چی دغه دووس ږیره ور می ودرولی وای او ورته می ویلی وای چی ته نه شرمیږې چې د یوه پنجابي په خوله هر څه وایي او چی ویلي یی وای چی نه، بیا مې په دا یو مخ یوه کلکه څاپیړه ورکړی وای او بیا په دا بل او دا ږیره می تری شکولی وای. د خدای په غضب ککړ شی چی تاسو خو پښتانه په شرمونو وشرمول

  4. های های رحمانی صاحب تا سو دخپل واکمنی پرمهال دموسسی پر خلګودترموز اوچوکی ګوزارونه کول اوس تاسوامریکا یانو ته تعوت کړی دی هغه ځمکه اوهغه اسمان هغه انسانان ترلاندی ګرزی

  5. تراوسه دی چی به امریکاه کښی ګټه وه دوی زاری دسولی درته کولی اوس چی دی ګټه ختمه شوه ته زاری ورته کوه

  6. د سويډن د شهزادګۍ د واده په اړه مې څه وخت مخکې يو راپور لوست.

    په راپور کې ويل شوي وو، چې د سويډن د شهزادګۍ اغلې ميډلين د واده مراسم خورا په جوش او خروش روان دي، د سټاکهولم ښار سرو او شنو څراغونو او رڼاګانو پر سر اخيستی دی، د سويډن ټولو رسنيو د خپلو خپرونو زياته برخه د شهزادګۍ واده ته ځانګړې کړې ده، د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه لوړ رتبه چارواکي، فلمي ستوري، لوبغاړي او نورې وتلې څېرې سويډن ته روان دي، چې د شهزادګۍ د واده په مراسمو کې برخه واخلي او په دې سربېره د سټاکهولم ښار له هره کوره د موسيقي درب او دروز ولاړېږي. څوک نڅاوې کوي، څوک خاندي، څوک د مېلمنو هر کلي ته ولاړ دي. نيم اخته دي ناوې سينګاروي، نيم بيا پر سړکونو غالۍ هواروي. هره څه سم روان دي. خوشحالۍ يو تر بل ډېرېږي. غم له ښاره تېښته کړې ده.

    ښه خبر وو، په لوستلو ارزېده. يوه شېبه به ورباندې د چا غم غلط شوی وي، خو پوهېږې! هرې جملې يې ماته بېلې بېلې نوکارې را لګولې.

    ما مې د وطن په يوه لېرې پرته سيمه کې د يوې بېهوښه پېغلې وچې شونډې لېدې. ما د يوې وشنده پېغلې څېره ليده چې وارخطا دروازې ته ګوري. ما يوه غېږ زلفې ليدې، چې جړ جړ پر يو زاړه بالښته کوده کوده پرتې دي. ما يو پښتنه ناوې ليده، چې له ناچارۍ ولاړېږې او د دښمن ډولۍ ته خېږي.

    د ميډلين د واده په راپور کې ما د هغې افغانې ناوې ورا ولېده، چې په بدو کې يې ورکړې ده. درياوې ماتې وې، د کلي ملا د ښځو په سندرو قدغن لګولی وو، ځوانانو يوازې ډزې کولې، څو ماشومو نجونو د غوړيو ژېړه ډبه ټکوله، خو سبا يا بله ورځ به په همدغه ډبه کې باروت الوچول کېږي او د يو چا ځواني به ور باندې الوزول کېږي.

    هلته د يوې پېغلې واده ته د دونيا شناخته او ناشناخته ور روان دي. چا چې هسې د واده اوازه اورېدلې بس په نڅا يې پيل کړی دی. د ناوې خوله له خوشحالۍ نه سره ورټولېږي، وطن ټول خنداګانو پر سر اخيستی دی.

    خو دلته هماغسې يوې پېغلې نن څلورمه ده چې په ډوډۍ څکه نه ده کړې. د پلار بدن يې بې سېکه دی. مور يې بېهوښه پرته ده، ورور يې له ټوپک سره له کلي تښتېدلی، زوم د خپل شهيد ورور جسد ته ناست دی. کلی په غم لړلی، ناوې ته ځانوژنه او د خاوند کره تلل يوه مانا لري.

    هلته د واده د رنګينو مراسمو په عکسونو او خبرونو د دونيا رسنۍ ډکې دي. خو دلته د يوې اسيرې، بدمرغې او بې وسه پېغلې کوکې، د هغې تر کوره هم نه شي راوتلای.

    هلته ناوې تر ګاڼو او ورېښمينو جامو لاندې نه شي ولاړېدای، خو دلته غمونو د بسوګۍ پښې شلې کړې دي.

    غيرتي پښتونه! ودې ليد د خپل غيرت زور! ودې لېدې د خپلې خور اوښکې! خپلې مور ته دې تر شا راوکتل چې سپين سر په رڼه ميدان په خاورو کې بېهوښه پرته ده؟ د پلار ول ول پټکی دې وليد، چې په خاورو کې پسې څکېده؟

    غيرتي پښتونه! ته چې په تېښته له کلي وتې، له خپلو څپلکو ولاړې شوې مړې دوړې ته دې سترګې ور واړولې؟

    تاغيرت وکړ، تا جنګ وکړ، تا ډزې وکړې، تا سړی مړ کړ، خو، د دښمن مخې ته دې بيا پېغله خور تش لاس پرېښوده. خور دې د همدې لپاره ته لالا بللې او خپلو ملګرو نجونو ته به يې ستا د مېړانې کيسې کولې؟ دې په تا ځان خوندي باله او تا د وږي ليوه خولې ته وغورځوله.

    غيرتي پښتونه! خو، نه له خدايه ډارېږې، نه يې له مخلوقه شرمېږې، نه په پيغور يې، نه په سپکه يې، نه د بې عزتۍ پروا لرې، نه په خپله ژوند تېروي او نه نور ارام ژوند ته پرېږدي.

    پردی ټوپک دې لکه د لړم تور نېښ په اوږه اړولی، خلک چيچې، مسلمانان ازاروې او ته چې هم چا ته په لاس ورغلی يې د هماغه لړم په څېر يې وژلی يې.

    ولې لالا! تر کومه به دغه د غم غيرت ستا په مغزو ننوتی وي، تر څه وخته به دغسې جاهل او د خدای له لارې ناخبره ګرځې. تر څو پورې به دې په خپل وطن کې د ټېکې ځای نه وي. تر کومه وخته به ته ورور د ګاونډي لپاره وژنې. خور به په بدو کې ورکوې، پلار به دې پر دښمن سپکوې، مور به دې په ځان پسې ژړوې.

    ته چې جنګ کوې دښمن دې غيرتي بولي، ته چې سړي وژنې دښمن دې مېړنی بولي، ته چې دې خور او مور ژړوې دښمن دې باتور بولي. ته چې خپل وطن ورانوې دښمن دې ښاغلی بولي. ته چې چټلې جامې، مردار مخ او سپېره مېره ګرځې دښمن دې د جنتو سردار بولي.

    خو پوهېږې لالا، ته چې مړ شې دښمن دې څه بولي؟

    بې غيرته، جاهل، سر ټمبه، کم عقل او بې دينه

  7. د تاند کار کوونکی باید خلکو ته دا اجازه ورنکړی چی هرکس بد او رد وای او دوی یی نشر کړی دا دیره بده خبر دی او دمنا فق یو خاصیت دا وی چی شکنزلی کو وی او کیدایشی دا خلق لیونی وی او یا یی تر بیه خرابه وی ۰۰۰۰رحمانی شه سړی دی او شیه خبری کوی خلق چی دانشګاه غواړی یا انګلیسی وایی سنګه دی۰۰۰او که هرسه ووایی طالبان به ان شا الله رازی او بیا به امارت را ولی او له غلو سره به حساب کوی ۰۰۰ والسلام

  8. شرميږي نه، په دا دومره لويه ږيره، او په دا دومره ښکرورو درواغو، منفور شخص، منفور ټي وي، منفور خبريال منفوره مرکه او له نفرته ډکي څرګندوني، سراسر شيطانت او رذالت، وايي (چي واک ته ورسيږو څه چي د افغانانو په ګټه وي هغه به وکړو) ستاسي دومره عقل له کومه وو چي د افغانستان او افغانانو ګټي درک کړاى شئ؟ که تاسو په رښتيا د افغانانو په ګټه کار کوئ، نو دا نن چي مو کوم وس او توان شته د هغه له مخي هغه کار وکړئ چي د افغانانو په ګټه وي چي تاسي نن دا خپل لږ طاقت د افغانانو په ګټه ونه کاروئ نو چي افغانان په تاسو باور وکړي او زيات څه مو له وسه پوره شي هغه وخت خو بيخي ولاکه د افغانانو ګټي درپه ياد شي، بيا به تاسي ياست او خپله هغه سرټمبګي لکه مخکي چي مو کوله، تاسي چي اوس لا هم دروغ ويل او خيانت کول نه پرېږدئ په دې کمزوري حالت کي، نو د خپلي دې خبري څخه به څنګه نه اوړئ چي موږ به افغانانو ته د تعليم اجازه ورکړو، ستاسي ټولي خبري دروغ، چل، فريب، تېرايستل او لکه خپل بادار تور پنجابى د شا له خوا وار کول دي، لعنت دي وي پر تاسي او ستاسي پر بادارانو، ستاسي د لا زيات شرمېدو، مخ تورېدو، او ترټېدو په هيله!

  9. ريښتيا چي … ستا د غلام ….. ستا پدي خبرو سره. هي د فنجابي زويه. چي يو كس د خبر په چل نه پوهيږي . هغه به سنګه حكومت وړي. چي ملا عمر به يي لا څه رقم … وي. ياره چي په ريشتياد فنجاب اجيري مليشي ډير بي عقله خلك دي.

  10. خبري نه شي كولئ د كيمري د تاثير لاندي راغلئ او په افغانستان د حكومت خوبونه ويني
    مولا ماما په حكومت پسي به دي ژبئ شي خو بيا به ستاسو حكومت رانشي. أوسني افغانان د ٩٥ افغانان نه دي ستاسو د مسلمانئ د پردي شاته شيطاني سيري افغانانو ته مالومي شوي
    او افغان حكومت چي د تاسو سري خبري كول غواړي د هغي وجه دا ده چي تاسي د يو عسكر سره شل ولسي وگړي وجنئ
    او افغان حكومت د شلو اشرارو په منز كي د يو ولسي وگړي وژل هم بد بولي
    كه تاسي ريختيا دومره بهادر ياستئ نو د زنانو د بورقو تر شا او د ولسي وگړو په كورونو كي مه غلي كيژئ مخامخ ميدان ته راووزئ چي درته معلومه شي چي د سير نه سو پخيژي

  11. څومره په افتونو او په غضبونو لړلی ملت یو. څومره د قبل تاریخ په خوبونو کی لا ویده پاتی شوی خلک یو، څومره په رزالت او فکر فقر باندی اخته وګړی یو او بااخره څومره د عقل نه خلاص موجودات یو. دا په دی چی تر اوسه زموږ سرنوشت باندی داسی کسان لکه په دی ویډیو ګی یی چی ګوری لوبی کولای شی. غلام ډیر لوړ او ډیر د عزت ټکی معلومیږی کله چی ددی ګیری ذهنیت او کړو وړو ته وګوری. په کوټه کی یی د ای اس ای په کوټه کی کښینولی او نطاق بیا دعواه کوی چی ډیره ستړی او ستومانه لار مو ووهله تر څو چی هلمند ته را ورسیدو. ای ناولیه مولا دا نو مودګاوی نه ده په خپله خاوره او خلکو نو څه دی؟ دی نه خو به ښه دا وه چی په هیرا منډیی کی دی کاروبار شروع کړی وه، سترګی خو به دی دومره مړی او ټیټی نه وی. ددی خبری ثبوت ډیره اسانه ده چی ایا دا مرکه رښتیا هم په هلمند کی شوی؟ د افغانستان دولت دی خپل سفارت او کونسلګیریو ته امر وکړی چی رښتیا هم دی په نوم ژرنالست د ای اس ای افسر ویزه تر لاسه کړی که نه؟ او بیا دی په بندرونو کی چیک وکړی چی دی د پنچابی بچی دوخولی لګولی که نه؟ که یی نه د ویزی دستاویز موجود وی او نه هم د دخولی او خروجی نو بیا دی د افغانستان دولت د پاکستان نه د موضوع روښانتیا وغواړی. او پاتی شوه د مولا خبره نو وه مولا وه ګیری وه مړسترګیه تاریخ به دی قضاوت کوی. وجدان خو ته نه لری چی په ځان تو لعنت ووایی چی د مور (خاوری) دلالی دی کوی. تو لعنت

  12. د تاند څخه مننه

    مولوی شهاب الدین او داسی نورو کسانو ته څو خبری

    اولا دا چه زه پخپله په د افغانستان لپاره غوره نظام امارتی یا خلافتی نظام بولم او بل هیڅ حل هم نلری
    دووم : داچه ته له رحمانی او ټول تحریک سره په شرمو وشرمیزی تاسو د دولس کلونو په اژدو کښی یوازی وژنی او ورانونی ښی کوی دومره عقل مو په سر کښی نشته اونه دومره تربیت لری چه یو کوچنی کتاب مو د افغانستان د اسلامی امارت د تګلاری په نوم چاپ کړی وای او غوڅ درځ معلوم وای چه صبا به څه کیژی ؟ یا دا چه امارت څه شی دی ؟ یا دا چه له تیر جنګونو نه یی څه زدکړل؟

    افسوووس له رحمانی او ټولی فرهنګی شورا او سیاسی شوره څخه می په وارو وارو دا غوښتنه وکړه ولی هیڅ عمل پری ونه شو ایا ویلای شی چه دا ولی؟

    ایا یو اسلامی تحریک باید نظم او نظام ونلری ؟
    ایا خلک باید پوهه نه شی چه تاسو څه غواړی؟
    ایا مرام او تګلاره یو مختصر منظمی تشریح ته و اشاعت ضرورت نلری؟

    حقیقت داد ده چه زه هم بدب بخته و ستاسو سره می اته کاله ۸ ضایع کړل

    په دی کښی شک نشته چه جهاد فرض ده او په دی کشی هم شک نشته چه د کرزی حکومت فاسد ده او په دی کښی هم شک نشته چه کفارو پر افغانستان نظامی کلتوری سیاسی اقتصادی یرغل کړی ده او هر څه یی محاصره کړی دی.

    او بی دینی ته یی لاره هموراه کړی او فاسد ترین اشخاص ورزځ په ورخ ترقی کویی او حتی د عالم نو له افغانستان څخه په ورکیدو ده .

    ولی ایا تاسو دا فکر هم کړیده چه دی ټولو نا خوالو اصلی سبب څوک دی؟ تاسو یا کرزی؟

    ایا جهاد همداسی کیژی لکه تاسو چه لګیا یاست ؟

    معلم ووژنه انجینیر ووژنه مکتب وران کړه جینکی ووژنه او داسی نور

    ایا دومره بی منطقه شوی یاست چه بی له ټوپکه او بی له وژلو هیڅ دلیل درسره نده پاتی؟

    ایا له اطراف نه خبر لری ستاسو طالبان صاحابان پر خلکو څه ظلمونه کوی ؟

    ډیره د شرم او افسوس خبره ده له الله ج څخه وشرمیژی او نظم قیادت استقلا ل غوره کړی یا به هم ټول شهیدان شو یا به هم دین او هم اسلام وګتو او هم به هیواد وګټو لیکین د پنجابی په خوله والله که یا دین وګټو یا دوینا یا هواد اخیر به هم د سپو په مرګ مړه او مردار شی ایا اخیرت نه لری ؟

    ایا محمد ص همداسی بی نظمه بی دلیله بی منطقه بی علمه بی فرهنګه وبی دنګه بی شرفه مبارزه کوله ؟

    تر څو دا بی نظمی تر څو دا د بی ګناه خلکو وژنه تر څو دا جاهل او مطلق کسان د طالب په صفونو کښی؟

    زه قسم خورم چه په اطارف کښی په سلو کښی نوی ټول داسی شپانه غوبانه د طالب بر نوم بی ګناه خلک وژنی او تهدیدوی چه نه د امارت په معنی پوهیزی اونه یی خپل لمونځ سم زده ده او نه هم د اسلام له پنځو بناوو خبر دی اونه هم د انسانیت څخه خبر دی یوازی د غلا او څو روفو په خاطر او لوټ مار په خاطر د طالب په صف کښی ولاړ دی

    ګرانه مولی شهاب الدین او رحمانی زه هم یو مجاهد یم او الحمد الله ستاسو په شان د جهلت ژوند نه تیروم او مسلسل مقدسی علمی جسمانی او کلتوری مبارزی ته می ادامه ورکړی ولی تاسو ته دومره وایم چه که خپل ځانونه اصلاح نکړی دین او دونیا مو دواړه بایلوله او اخیر به نیک وزیر خوندی خرڅ شی یا به د ملا داد الله شهید پر شان وپلورل شی راشی د غیرت او ایمان لاره خپله کړی او سر له صبا یو تګلاره په منظم دول چاپ کړی چه خپل اسلامی او ملی استقلال او افغانیت مو ثابت شی او تګلاری ته ټینګ وفاداره اووسی حتی که که تول تحریک هم دوه نفره شی خو هغه دوه نفره به تر دی شپنو او غو بنو څخه ډیر ښه وی

    ولی که منظم او مستقله اسلامی او ملی تګلاره رسما اعلان او چاپ کړل شی ټول افغانان مسلمانان دی او حتما د مستقل او واقعی مسلمان طرفداری کوی څو ډمان او لوچکان نشی کولای د اکثریت مخه ونیسی

    هیله لرم زما په خبرو غور وکړی او نور د حکمت او استقلال څخه کار واخلی او یوازی پر یوه خدای ج ونازیژی

    والسلام
    مسافر

  13. مسافره وروره هغه د فارسی متل دی چی پیش کله خر یاسین خواندن یا آزموده را آزمودن خطاست . زمونږ د ملا او چړی او د ایران د آخوندانو ترمنځ لکه مځکه او آسمان فاصله موجوده ده . هغوی خپل هیواد د پوهنتونونو او ښوونځیو او د انجنیرانو او عالمانو له برکته یو اتومی قدرت باندی بدل کړ او اوس د خپل بین المللی سیاست له برکته امریکا او دهغوی ملګرو ته اخطارونه ورکوی. دوی انتخابات منی او په پوره زړورتیا او مهارت خپل جمهور رییس ټاکی خو زمونږ چړیان؛
    دوی امارت اسلامی غواړی ، دوی بیا د خپل ولس وژل ، تهدیدول او ځورول غواړی. که دوی له 1375 راهیسی کوم انسانی یا اسلامی کار کړی وی خلکو ته دی ووایی چی مونږ هم د دوی ملاتړ وکړو. مولانا شهاب الدین او ملاحسن په سیاست څه پوهیږی . د دوی له نظره سیاست وژولو او ځورولو ته وایی . چی دا بیاسیاست نه وحشت و تروریزم او له اسلامیت او انسانیت نه لری خبری دی. دوی غواړی نړیوالو ته اسلام او افغانستان منفور او وحشی معرفی کړی. الله د دوی ته هدایت وکړی او که نه وی نو د لوط ع د قوم په شان د تباه او برباد شی، وسلام

  14. د مولوي دلاور دا خبره (چې طالبان به بیا واک ته رسېږي) زه به صرف او صرف دا ووایم چې الله تعالی دې بنی اسرایل چې زمونږ په هر اړخیز ډول دوستان نه دي نازل کړي خو د طالبان نور خدای په دې خوار او جنګ ځپلي پښتنو نه نازلوي.دوی دې دا ا ارمان جهنم ته له ځان سره یوسي. دوی به دې ملت ته څنګه سترګې پورته کوي. پخوانیو به د (اشرار) اصطلاح کاروله خو په مفهوم یې نه پوهېدم. دې کې اوس پوه شوم چې طالبان اشرار دي، دهشتګر دي، وېره او دهشت اچوي، دوی پنجابیانو لکه د ژوبڼ ژوي پنجرو کې اچولي خلک پرې خوري، خلکو نه پزې او غوږونه غوڅوي لنډه دا چې طالبان د پښتنو د محوه کولو او د افغانستان د هلاکت، بربادۍ، جهالت، او تجزیې پروژه ده. د دوی (طالبانو) د مور مېړونو تېره میاشت په بلخ کې له شمالي ټلوالې سره پښتون ضد ناستې لرلې او په راتلونکو انتخاباتو کې یې د ټلوالې د کامیابۍ په اړه مجلسونه جوړ کړي ول. دغه اوس تر انتخاباتو لا وار د مخه پښتني سیمې د پنجابي وحشیانو (طالبانو) له لاسه په اور کې سوځي. دوی ته د دوی پلرونه وایي چې تکړه شئ جهاد دی…. خو دوی په دې نه پوهېږي چې په پښتني سیمو کې رایه وا نه چول شي نو واک به چا ته په لاس ورځي او نتیجه به یې څه وي!!!؟؟؟

  15. مولوي شهاب الدین دلاور اوس هم د طالبانو ددور غوندې ړوند قضاوت او فیصلې کوي . داسې خوبونه ویني چې بیا به د قاضي القضاة مرستیال او د جنوب غرب د لسو ولایتونه د قضاء مشر وم . په خرقه مبارکه کې به دجمعې لمونځ ورکوم . خوخبر نه دﺉ چې نوموړی خو پخوا د ( آی اس آی ) په لومه کې بند ؤ او اوس د امریکې او پاکستان دواړو په ؤلکه کې یرغمل پروت دﺉ . دمخه خو یې سواد نه درلود ، خو اوس داسې برېښي چې د قطر په امریکایي اردو ګاه کې یې د اکابروپه کورس کې سواد آموزي هم لږ او ډېره زده کړې . ځکه چې په تاند کې یې ګوډ او مات او شرمېدلي انتقادونه چې د لیک لوست له هېڅ معیار سره برابر نه دي ګورو . د پښتو ( پ) اوعربي ( ف) فرق نه شي کولی ، د ( س) ، ( ث ) او ( ص) فرق نه شي کولی او نوموړی بیا په افغانستان کې شرعي نظام راولي . هغه هم د ( آی اس آی ) د غلو ، زناکارو ، انګرېزانو او امریکایانو په خوله . له خدای ، پیغمبر ، او خپل ملت څخه هم نه شر مېږي . الله دې هدایت ور ته وکړي . او له دغې مزدورۍ څخه یې دې خدای په ګنډلي ګرېوان خلاص کړي . زه د حکومت او (۵۱) راغلو کفري اشغالکرو هېوادو پلوی نه یم ، خو د هېواد له پردیو مزدورانو او پخوانیو کمونېستانو او اوسنیو تېکنوکراتانواو مافیایي کړیو څخه مې هم استفراق راځي . ځکه دا مسلمان هېواد او هېواد وال دا مهال هم همغه زړو غلو په خپلو کې سره یرغمل نیولی . خو خدای دې وکړي چې دغه غله او مافیایي کړۍ هم د شاه شجاع او د هغه د پلویانو په څېر د هېواد اصلي مجاهدینو ته په لاس ور شي ، او ګور او هدیره یې هم د تاریخ په کنده کې ور ورکه کړي . بیا به خوند وکړي . ځکه موږ له تېرو درېیو پېړیو را هیسې د سدوزو او محمد زو د معامله ګرو کورنیو له لاسه په پردیو را باندې تپل شویو جګړو او اورونو کې سوځو . او هېواد او خاوره یې را باندې سره تبۍ اړولې ده . او د تاریخ په هره مقطع کې ( وروسته له هرو ۳۶ ) او (( ۱۰۰) کلونو څخه زموږ له خاورې نورو بېله کړې ده ، چاد یولي ، رجوې ، ګندومک معاهدې د خپلو ګټو له پاره له پردیوسره لاسلیک کړې . چا د یو انچ اوبو پر سر د تورخم ښارګوټی پاکستان ته ور کړ ، او د هلمند اوبه یې پر ایران ور وپلورلې چې تر ننه پورې افغانستان پر خپله خاوره د کمال خان ، کجکي ، او سلما بندونه نه شي رغولی ، او خپلې اوبه نه شي مهارولی . او دې وروستیو خو له پردیو سره د بېخرته قراردادونو لاسلیکولو ریکارډ با الکل مات کړ. د ګوشتې پر سیمه د پاکستان دروازه جوړېدل هسې عادي خبره نه ده دا خاوره پلورل شوې . د کونړ پر سیند د بند د جوړولو قرارداد له پاکستان سره د ملا برادر د خوشې کېدو په بدل کې لاسلیک شوی . ځکه هغه پوپلزی دﺉ . د ملا عمر په بدل کې ولې دا قرار داد نه لاسلیک کېده . ځکه چې هغه په خټه هوتک او غلجیو ته منسوب ؤ چې برخلیک یې اوس هم نا څرګند دﺉ . او غلجي له درانو سره د میرویس نیکه را په ایسته په ټکر کې دي ، ځکه خو اېرانیانو تیمور شاه ته ایرانۍ ښځې په صیغه ورکړې او خپل دوه خورېیْونه شاهزاده کامران او شاهزاده همایون یې شاه زمان ته سر خوږی جوړ کړل . اوس هم همغه زړه قصه ده یواځې فرق یې په دې کې دﺉ چې درانیو له ځان سره د خپل ځان او خپل قدرت د حفاظت له پاره تاجیک ، ازبېک او هزاره په قدرت کې شریک کړي او نور ټول پښتانه په خاصه توګه غلجي یې په قصدي ډول پر اشغالګرو قواوو او خپلو همکارانوباندې ووهل ، ویې ځپل ، له واکه یې لېرې کړل ، بې عزته یې کړل او پردی جنګ یې په قصدي ډول د پاکستان په همکارۍ ددوی سیمو ته ور وړی . مشران یې څه په خپله او څه پر پاکستان باندې مړه او بندیان کړل . او دا لوبه به تر هغو په افغانستان او سیمه کې روانه وي تر څو د استعمارو وږې پو ځي او اقتصادي غوا د افغانستان له طبیعي ورشو ګانو او زیرمو خوله وکاږي . او غلجي په خپلو کې یو ریښتیني راډیکال شکل ځانته اختیار کړي . او په خپل مینځ کې د میرویس نیکه په څیر د یوه صادق او امانت کاره مشر خاوندان شي . نه د ځان پلو رونکو او خاک فروشو مشرانو تر واک لاندې . افغانان او افغانستان د همداسې مشر په تمه وخت ته ګوري . تر څو د پردو له ؤلکې ځانونه را خلاص کړي .

  16. دلاورصاحب سلامونه خدای ده وکړی چی ده قطرمزو ده لژنور هم وضعیت ښه کړی ووی.
    د ډیر تاسف ځای خو دا دی چی شمالی ټلوالی ډاړه ماران ده کرزی ګوداګی رژیم ټولو په پښتنو پسی راخیسته ده، حتی تر دی حده چی داسلام پتنګانو سپین لاسونه هم تر څنګلو ده پښتنو په وینو سره دی او ده آی ایس ای مرتدان خوند تر اخلی. دلاورصاحبه په کووم مخ ملت سره ده خبرو جرات ده وکړتاسو خوهم ده پښتنو په وینو قدرت ته ورسیدی کله مو چی ده الله له لاری سر غړونه وکړی نوداسی ذلیل شووی چی حتی ستاسو پنجابی بادارنو هم درنه مخ واړو خو تاسو په خورا مړسترګی بیا ده هغوی لمنو ته ځانونه ورواچول او هغوی هم ولیدل چی لښکر ده جاهلانو دی نو ولی ورنه ګته پورته نه کړی، زه نه پوهیژمه دلاورصاحب ده طالبان سفیر وواو ملاضعیف هم ، ملا ضعیف ده خپل دپلوماتیک ماموریت په وخت کی ای ایس ای ونیوو او خپلو بادارانو ته وسپار تر هغه چی څایی ګونتنامو شوو خو ته ښاغلی یی بیا دوحه ته واستولی ! ده دی خبری کووم ځواب ته او یا ستا له امیر سره شته او که نه؟ ده الله لعنت دهیواد په مسلمان صفته او نامسلمان دښمنانو ووی ، الله دملت دتا سو ټولو له شره خلاص کړی

    مسافر

  17. وایی چه ګوړه ګوړه یاده وه خوله به دی شرینه وی. په پارسی کی وایی آزموده را آزمودن خطاست. تاسو په خپلی واکمنی کی څه وکړل چه اوس به یی وکړی؟ که چیری اسلام داسی وی چه تاسی یی تمثیل کوی، بیانو لعنت دی په داسی عقیده او تاسو غوندی بیغیرته خلکو شی. اسلام مو په نړی کی وشرماوو او پښتنو ته مو بیغره له بربادی او وژنی نور څه تر لاسه نکړل. لعنت دی پداسی امرالمومنین او داسی امارت شی چه تاسی یی چلوی

  18. دا یو ښه پرمختګ دی، خدای دی وکړی چی دا پر مختګ دوام پیدا کړی او بلاخره دواړه طرفونه دسولی دبهیر دپیاوړی کولو لپاره جدی هلی ځلی پیل او د شعارونو پر ځای عملی ګامونه پورته کړی

  19. د مولوی صاحب شهاب الدین دلاور په نامه د تبصری د لوستلو وروسته ما هڅه وکړه چی د هغه سره تماس ونیسم او پدی کار کی کامیاب شوم. ما ددی تبصری په باره کی ورځنی وپوښتل خو هغه لا علمی ښکاره کړه. هغه هیڅ خبر نه وو چی تبصره په څه باره کی وه او څه پکښی لیکل شوی دی. همداشان څو ځایه نور هم ما د مولوی صاحب په نامه تبصری ولیدلی خو پدی ټولو مولوی صاحب خبر نه و. زما په آند، دا یوه استخباراتی پروژه ده چی د شخصیتونو د علمی ترور لپاره یی د ډالرو لیونیانوته یوڅه ډالر او لاپ ټاب ورکړی او دغه پروژه یی پیل کړی ده.
    که څه هم ، پدی تبصره کی چی په جعلی توګه یی د مولوی صاحب نوم استعمال کړی، ځینی ښه ټکی شته. لومړی داچی مسلمان بل مسلمان ته ښکنځل ونه کړی، ځکه ښکنځل کول د منافق نخښه ده. بل داچی مولوی صاحب محمد حسن رحمانی مجاهد شخصیت دی . سیاسی اختلاف په خپل ځای ، که څوک وغواړی دمقابل لوری خبره رد کړی، دلایل دی وړاندی کړی. تورونه او ښکنځل یوازی نفرت او کرکه خپروی . او که یوځل نفرت خپور شو، لکه ځینی کسان یی قصدا غواړی چی خپوریی کړی پداسی حال کی چی زمونږ هیواد او هیوادوال نیږدی والی اوسولی ته اړتیالری، بیا به همدا کسان چی ښکنځل کوی هم سر وخوری او نور نسلونه به هم کړیږی. زه دتبصری په محتوی څه نه وایم که څنګه ده خو دا وایم تاسی ته داخپل ضمیر یا وجدان څنګه اجازه درکوی چی د بل یوه ډیر دروند عالم او مجاهد نوم په دومره سپین سترګی استعمال کړی. او د هغه لاندی له خپلی خیټی تبصری ولیکی ، هغه هم چی املا مو هم سمه نه وی. دغو پروژه یی لیکوالانوته وایم چی د الله ددین رڼایی د تاسی په درواغو او جعلی تبصرو نه له مینځه ځی او نه د ولس له تل نه راجګ شوی عالم او مجاهد شخصیتونه .د تاسی په تبلیغاتو ختمیږی. اخرولس ته به مو څهری او د تمویل سرچینی لوڅی شی.

  20. طالبان د امریکی، انګیسانو او پاکستانیانو یو ګډه پروژه ده. دوی پخوا هم له امریکی سره خبری کړی او اوس به یی هم کوی. دوی موظف دی چه اسلام د اسلام په توره له بینه یوسی او دا اصول د اسرایلو یوه غوره تګلاوه ده

ځواب ورکول اتل افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *