تاند، یکشنبه، د سنبلې ۱۷مه: طالبانو تاند ته په استولي رسمي ایمیل کې د ټرمپ لخوا د مذاکراتو د ځنډولو په غبرګون ویلي، دا کار به امریکا ته په افغانستان کې مالي او ځاني تاوان ورسوي.

د ذبیح الله مجاهد له لوري په نسبتا نرمه لهجه لیکلې دې خبرپاڼه کې ویل شوي تر پرونه پورې له امریکايي لوري سره مفید بحثونه شوي چې امریکا پخپله ترې راضي وه: (( موږ په ډېرو مسایلو نهايي هوکړې ته رسېدلي وو او د سپټامبر ۲۳مه مو د لاسلیک لپاره ټاکلې وه چې ګڼو هیوادونو او نړیوالې ټولنې ددې هوکړې ملاتړ کاوه.))

د طالبانو خبرپاڼه کې راغلي اوس چې د امریکا ولسمشر هر څه ځنډولي دي زیان به یې هم پخپله امریکا ته ورسېږي، ځکه چې د طالبانو په اند په دې کار سره له یوې خوا د امریکا اعتبار له منځه ځي، له بلې خوا به په افغانستان کې ورته مالي او ځاني تاوان ورسېږي چې د سیاسي تعامل په برخه کې به یې رول متزلزل حالت ته ورسېږي.

طالبانو ویلي، دوی د مذاکراتو په دوام داره ساتلو ثابته کړه چې جګړه د نورو لخوا پرې تپل شوې ده، خو که د جګړې پر ځای د تفاهم لاره ونیول شي نو په وینا یې چې دوی به تر اخره ورته ژمن پاتې شي.

خبرپاڼه کې له امریکا ګیله شوې چې په یو برید یې نه باید دومره حوصله بایللې وای.

طالبانو ویلي، متزلزل سیاست نه لري او په افغانستان کې د اشغال له پای ته رسولو پرته هم بل کوم مقصد نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ټرمپ تېر ماښام ناوخته پرله پسې ټویټونو کې له طالب مشرانو سره لیدنه او مذاکرات لغوه اعلان کړل او زیاته یې کړه طالبانو  وښودله چې اوربند نه شي کولی نو مهم مذاکرات هم نه شي کولی.

5 thoughts on “طالبانو له امریکا ګیله کړې چې په یو برید یې باید مذاکرات ختم کړي نه وای”
  1. نو بد خو نه درته وایې نقاب پوشو!
    سوله اوبېګناه وژني سره چلیږي؟ امریکا درته وایې راشه سولي ته پنحاب درته وایې کابل وسوځه تاسو ته تر سولي د پنجاب ګټي مهمي دي. افغانان مو هیڅکله هم نه مني ځکه تاسو پاکستاني ملیشي اوخرڅ سوي افغانان یاست. نه د مکتب یاست نه د علم یاست نه مو د نړۍ سره د سیال کېدو چل یا برنامه زده تاسو یاست څشي؟ به غیر له توپکه او مرمۍ ماشومان او محصلین وژل بل څه زده دي بس یو استینجاوي مو ښه زده دي . الله مو تر دغه لا وشرموه.

  2. طالب پاکستانی دلالانو!
    سولی کی خو تاسی غول وکه. حرمونو داسی سوله په دنیا هم چا نه ده لیدلی چی له یوی خوا خبری او له بلی خوا بی گناه خلک ووژنی. د تاسو سپو قبضه د ای اس ای په لاس کی ده. غپل او داری لگول او چیچل ستاسی ذاتی عادت دی. شرم وکئ او نور دا بی گناه ولس مه وژنئ.
    جهنم مو نصیب شه

  3. پروردیګار مو وشرموه د امریکا سره په لوظنامه څومره مو زړه ودردیده مګر د افغانانو سره سوله نه کوی په هغه خپل تالب هم نه خفه کیږی چی په قندوز بغلان او فرا کی په سلونه تنه مړه شول فایده یی څه لاسته درغله
    په هغه مور چی په ټول فامیل یی د کور چت پریوته او چیغی وهلی چی چیری جنازی کیښدم
    الله مووشرمه

  4. ټالیب یواځې د بېګناه افغانانو وژل زده دي.
    مذاکرات یو سیاسي هنر دی . په مذاکراتو کې ترټولو ډېره پاملرنه د وطن او ولس ملي ګټو ته کیږي. البته خپلې تنظیمي او ګوندي ګټې هم نه هېروي.
    د سولې د مذاکراتو ترڅنګ اوربند او د تلفاتو مخنیوی هم ضرور دی. د سولې اصلي هدف باید د خپلو اتباعو دژوند ژغورل وي.
    دا دوامداره جګړه یواځې د پښتنو ژوند اخلي ، اقتصاد یې له منځه ځي ، ځوانان له تعلیم او زده کړې پاته کيږي . ماشومان د خپلو پلرونو له نعمت نه محرومیږي. په سیمه کې فقر ، غربت ، بېسوادي، غلا ، فساد ، چور ، فحشا ته زمینه برابریږي.
    د الهی کلام دا مبارک ارشاد چې وایی « والصلح خیر » مونږ ته ډېر څه را زده کوي . راځئ د جنګ او ورانۍ پرځای د الله ج پر ارشاد عمل وکړو.

  5. یقولون بافواههم مالیس فی قلوبهم…..
    قرآن کریم
    عجیبه خو داده: د طالبانو په وینا ،، اشغال نورو کړی خو په هر موټر بم کی لږ تر لږه ۲۰۰ شاوخوا کی ملکی افغانان زخمی او وژل کیږی هغه هم زیات یی ماشومان او ښځی، چی هیڅ انسانی او دینی معیار سره سمون نلری او ټول بشریت ورته وحشت او منتهی ارذلیت بولی ، د دین تر نامه لاندی دا ډول رذالتونه خپله جنایت او منتهی جهالت دی چی غیر له آی-اس- آی بل کوم جهت دا رذالت او دنائت نه تر سره کوی او اجیر عمال یی هم نور د دین تر پوښ لاندی نه ځاییږی او نو ر دا وحشی قاتلان ، باید طالب وحشت وبلل شی او د انسانیت له دایری بهر شی ځکه ارذل او وحشی خواص یی غالب دی.

ځواب ورکول Aklin Jan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *