خبریال: زرداد شینواری – د نورستان امنیتی چارواکی او یو شمیر شپانه ادعا لري چی د دې ولایت د برګمټال ولسوالۍ په پڅګرام سیمه کی د وسلوالو طالبانو او دولت ترمنځ نښته شوې او وروسته طالبانو سلګونه څاروي له ځانه سره وړي دي.

د نورستان امنیه قومندان مل پاسوال عبدالکریم عمریار وايي د سې شنبې د ورځې د ماښام مهال په جګړه کې درې تنه وسلوال طالبان وژل شوي او دوه تنه نور ژوبل دي.

 نوموړی زیاتوي چې وروسته طالبانو د خلکو شاخوا زر پسونه او دوه سوه غواوې له ځانه سره وړي دي.

 نوموړی وايي چې داسي پیښه تیره ورځ په کامدیش ولسوالۍ کې هم رامنځته شوې وه چې په لړ کې یې طالبانو درې سوه پسونه د پاکستان لوري ته اړولي ول.

عمریار زیاتوي چی په سیمه کې پولیس هڅې کوي چې له طالبانو څاروی بیرته واخلي خو لا بریالي شوي نه دي.

له بل لوري د برګمټال ولسوالۍ یو شمیر شپانه د طالبانو له مشره غواړي چې بیرته دې ورته څاروي وسپارل شي. نیک محمد یو شپون دی چې د برګمټال په غرونو کې رمه پیايي، وايي دوه سوه څاروي ترې طالبانو وړي. د ده په وینا دا یې تر ټولو لویه سرمایه وه. نیک محمد داهم وايي چې د دوی د کلي ټولټال یو نیم زر څاروي طالبانو پاکستان ته اړولي دي.

 نوموړی د طالبانو پر مشر ملا محمد عمر مجاهد غږ کوي چې که څاروي ور ونه سپارل شي راتلونکي ژوند به ورته ګران شي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دی ویلي.

د یادولو وړ ده چې نورستانیان ډیر بې وزله دي، زیاتره خلک په بزګرۍ او مالدارۍ بوخت دي د نورستانیانو مالونه پخوا هم چور شوي وه خو هغه د طالبانو لخوا نه بلکې د یو شمیر غلو لخوا خو دا لومړی ځل دی چې په نورستان کې د څارویو غلا پر طالبانو اوړي.

3 thoughts on “طالبانو له حکومت سره د همکارۍ په تور سلګونه څاروي نیولي”
  1. کوم طالب! طالبان خو پاکستانیانو په د لیلی په دښته کی ووژل. اوس اوس په کلو او بانډو کی چه ښه ځای د طالبانو د روځلو لپاره دی ټول هغه کسان د طالب په نوم سره راغونډ یږی کوم چه له کوره سړل شوی وی او یا هم بیکاره وی، نه علم ورسره شته او نه هم د جهاد په اوصولو برابر وی

  2. پنجابي خوردضابطانو ته خو باید یوه لاسته راوړنه ولري، چې ووایي افغانان خو مولاس ته رانغلل چې قصابي لپاره مو درته سپارلي وای، دا دی پسونه مو درته راوستل، کم ما وکرم شما، که سر لاسته نه درځي، مال یې نیسئ.

  3. dera tajub awara da kho za fikar na kawam che da di islami asolo pa matabiq pa kom kitab ki likal shwe wi aw bya yi de taliban da kar wakrre shayd ghla aw darra marano da kar karay wi

ځواب ورکول حامد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *