تاند- راپورونه وايي چې طالبانو له خپلې قیادی شورا څخه دوه مهم طالب مشران ایستلي دي.

د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته یوه طالب مشر ویلي چې د کوټې شورا د طالبانو دوه مشران ملا عبدالرزاق او ملا حسن رحماني په دې خاطر له دې شورا څخه ایستلي چې د ملا اختر محمد منصور مشري یې نه منله.

ملا عبدالرزاق د طالبانو د واکمنۍ په مهال د کورنیو چارو وزیر او ملا حسن رحماني د کندهار والي و.

ایکسپریس تریبیون وايي چې دوی دواړه تېر کال د طالبانو په هغه مرکچي پلاوي کې شامل ول چې د چین په ارومچي ښار کې یې د افغانستان د حکومت له پلاوی سره وکتل.

د تېر میلادي کال په جولای کې وروسته له دې چې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر مړینه تایید شوه، ملا اختر محمد منصور، چې تر هغه وخته د طالبانو د ډلې مرستیال و، مشر اعلان شو.

خو د ملا عبدالرزاق او ملا حسن رحماني په شمول د طالبانو د کوټې د شورا یو شمېر غړیو او ځینو قوماندانانو د منصور له مشرۍ سره مخالفت وکړ.

دوی وروسته ملا محمد رسول اخوند خپل مشر وټاکه.

ایکسپریس تریبیون وايي، د طالبانو یوه مشر، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، وویل:«د دې لپاره چې رزاق او رحماني له امیرالمومنین سره بیعت نه دی اعلان کړی، له رهبري شورا څخه وایستل شول.»

ده همداراز وویل چې د ملا عمر زوی ملا یعقوب د مشرتابه په شورا کې شامل کړای شوی. د ملا عمر ورور ملا عبدالمنان ته په سیاسي کمیسیون کې مسوولیت سپارل شوی دی.

دوی دواړو په پیل کې د ملا اختر محمد منصور له مشرۍ سره مخالفت کړی وو.

د دوی د مخالفت په نتیجه کې په زابل، فراه او هرات ولایتونو کې د دواړو ډلو ترمنځ سختې او خونړۍ نښتې وشوې. او دا هم ویل کېږي چې ملا اختر منصور د همدغو اختلافاتو په لړ کې د خپلو مخالفانو له لوري سخت ټپي یا ووژل شو.

ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه هم وايي، داسي شواهد نشته چې وښيي ملا اختر محمد منصور ژوندی دی.

د ده د مشرۍ د مخالفې ډلې ویاند او مرستیال ملا عبدالمنان نیازی وايي چې ملا اختر محمد منصور وژل شوی دی.

له دې سره سره چې د منصور د ژوند او مرګ په اړه شکونه څرګندېږي، دوو طالب مشرانو هڅه پیل کړې چې له هغو قوماندانو او طالب مشرانو سره خبرې وکړي چې لا هم د منصور د مشرتابه مخالفت کوي.

ملا مطیع الله چې په ملا ناني  مشهور دی او ملا ترابي، چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال د عدلیې وزیر و، غواړي چې له ملا عبدالقیوم ذاکر سره خبرې وکړي. ذاکر، چې په جنوب کې د طالبانو تر ټولو لوی قوماندان ګڼل کېږي، له منصور سره د اختلاف له کبله د تېر کال په اپریل میاشت کې د طالبانو د پوځي کمیسیون له مشرۍ لېري کړای شو.

ویل کېږي چې دا دوه پخواني طالب مشران د طالبانو په منځ کې زیات نفوذ لري او خبرو ته یې اکثره طالب قوماندانان غوږ نیسي.

One thought on “طالبانو له خپلې شورا څخه دوه مهم غړي وایستل”
  1. صلحه دخدای تعالی ج خوښه او مسمانان بایدصلحه ، اتفاق او اتحاد وکړی ځکه بری په اتفاق او اتحادکی دی . ،

ځواب ورکول څارنوال علیزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *