تاند- وسله والو طالبانو د افغانستان له دولت سره د ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب د پخلاینې ملاتړ کړی او په دې یې خوښي ښکاره کړې چې حکمتیار د سولې په موافقه کې د بهرنیو پوځیانو د وتلو لپاره پر مهالوېش تاکید کړی دی.

طالبانو ویلي:«د هیواد د ازادي او خپلواکي په لاره کې یوه جهادي ډله چې د اشغال په وړاندې یې وسلواله مبارزه کوله هغه د محترم حکمتیار صاحب تر مشرۍ لاندې د افغانستان اسلامي حزب یا ګوند وو چې په دې وروستیو کې یې د افغانستان له دولت سره د څه شروطو په رڼا کې روغه جوړه وکړه چې عمده شرط یې د هیواد خپلواکي او له هیواده د اشغالګرو ځواکونو وتل یا د وتلو مهال ویش ټاکل دي.»

طالبانو، په خپله اعلامیه کې، چې د اسلامي امارت د عالي شورا دریځ یې بللې، همداراز ویلي چې مهمه او اړینه دا ده چې د دوی په وینا اشغال پای ته ورسېږي که هغه له هرې لارې وي.

طالبانو په عین حال کې منلې، دې هدف ته د رسېدو لپاره هغه لار لا غوره ده چې د سرومال زیان پکې لږ وي.

طالبان، چې په تېرو ۱۵ کلونو کې یې د حکمتیار جګړه او هلې ځلې ردولې او حتي له ده سره همکارۍ ته نه تیارېدل، اوس سولې او روغې ته د حکمتیار چمتوکېدا نه یوازې غندي نه بلکې وايي چې ښاغلی حکمتیار د پراخ سیاسي بصیرت او تجربې خاوند دی. طالبانو دغه راز وايي:

«هغوی په خپلو چارو ښه پوهیږي خو یو شي چې مونږ یې ستاینه کوو هغه دادی چې د اشغالګرو د وتلو د مهالویش ټاکل یې یقیني کول دی ځکه همدا زمونږ ګډ هدف دی.»

طالبانو چې پخوا له حکمتیار سره له همکارۍ انکار کړی او څو ځلي یې ویلي، حکمتیار چې له چا سره یوځای شوی، ښه ورځ یې نه ده لیدلې، په خپله تازه خبرپاڼه کې ویلي« د افغانستان اسلامي امارت عالي شورا د تیر په څیر یو وار بیا یادونه کوي چې د افغانستان له ټولو داخلي جهادي ډلو او سیاسي ګوندونو سره د نیکو اړیکو په اساس ښو روابطو ته پاملرنه کوي او د یو بین الافغاني حل، روغې جوړې او د هیواد د خپلواکۍ لپاره له نورو سره په ګډه کار کول غواړي»

د طالبانو له لوري دا خبرپاڼه وروسته له دې خپرېږي چې د دې ډلې د سیاسي کمیسیون پخواني مشر ملا معتصم اغا جان وویل چې د طالبانو شورا په یوه غونډه کې پرېکړه کړې چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې کوي او له دې جلا ویل شوي چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر اخوند زوی ملا یعقوب د سولې د پروسې د پرمخ بېولو لپاره قطر ته تللی دی.

 قطر ته د ملا یعقوب تګ طالبانو تایید یا رد کړی نه دی.

18 thoughts on “طالبانو له دولت سره د حکمتیار د سولې د موافقې ضمني ملاتړ وکړ”
  1. الله دى موږ ددايمې سولي خاوندان کړى طاليبان غواړي چي سوله وکړې خو ځنې کړۍ غوارې چى داپروسه ګډوډه کړى

  2. ښاغلو تاندوالو ورونو ستاسی ددغه نوی خبر اوزیری څخه یوه نړی مننه

    دښاغلی کرزی خبره طالیبانو ورونو خدای مو ګر سره راوله

    دلمړی ځل لپاره دطالیبانو دخولی څخه یوښه او ډاډه کوونکی زیری آورم، طالیبانو ورونو وګوری پاکستان دخپلی ګټی په خاطرد روسانو سره ملګرتوب اوانډیوالی شروع کړیده، مګر تاسو ته وای چه په امریکایانو جهاد وکړی، مګر امریکایان تاسو طالیبانو ته وای چه جنګ بس کړی، مونږ دافغانستان څخه وځو، او دارښتیا خبره ده چه جنګ ودریږی امریکایان هم وځی، ځکه امریکایان هم نور تنګ شویدی

    طالیبانو ورونو که په بل چا باور نلری دښاغلی حکمتیار لخوا خپله دپخلاینی جرګه پر مخ یوسی، او نور درته ټول افغانان سوال اوزاری کوی چه دجنګ لاره پریږدی، تاسو به هم بچیان لری، ستاسو بچیان به هم ځمونږ دبچیانو غوندی تعلیم اوزده کړی غواړی، ستاسو بچیان هم دنورو افغانانو دبچیانو په شان ازاد ګرځیدل غواړی

    بس دی تر څو پوری به یوبل وژنو، هرڅه په فکر او آرامو مغزو حلیږی، راشی چه د وروری لاسونه اوغیږی سره ورکړو، اودشمنان موذلیله اوشرمنده کړو

    والسلام

  3. آلله تعالی دی وکړی چی دا خبر ریښتونی وی. نور بس دی مونږه افغانان په پردی وطنو کی ژوند نشوو کولی، نور مونږه حپلی خویندی کونډی او میندی بوری نشوو لیدلی، صلح د ژوند ارزو ده ، زما د پکستان (پاکستان ) څخه نفرت هغه وخت پیدا شوو چی کله دوی مولوی عبدالسلام ضعیف ونیولو او دڅو ډالرو په ارزښت یی په امریکایانو وپلورلو، او بیا وروسته یی دجهادونو سالار استاد یاسر په ډیره بی رحمی سره شهید کړو. نور بس دی زما د کلمی وروڼو افغانان نور مه زوره وی ، په الله تعالی قسم چی ددی حبر په اوریدلو سره زما په شان به ډیر افغانان د حوشحالی څخه په ژړا شویوی. بس پاک الله تعالی په افغانستان کی تل پاتی صلح راولی، آلله آمین

  4. ګرانو ! ددی څخه باید سترګی پټی نکړوچه واقعیتونه ونه منو ! باید اوضرورئې ومنو ،اودمحاذ بدلون بشپړه هوښیاری اوپه ذرکتیا دلالت کوی،اودابایدهیرنه کړو چه دنجات اوخلاصون لاری هره ورځ ارزیابی شی ؟ نوبیا به کامیابی زمونږ په نصیب وی ؟راځی چه دأومنوچه په جنګ کی موبریا ترلاسه نکړه ،اوس به دا نجاح،اوفلاح لارپه صلح کی مخ ته یوسو ،اوداحقیقت دی چه په صلح کی میدان ډیر پراخ اوګټوردی اوپه صلح کی داصلاح اولاس ته راوړنو محاذونه ډیراوستر دی ، اوپه صلح کی فردی اواجتماعی ګټی ،اوخوندیتوب موجوددی ،اودابادۍ لوری زرلاسته راځی ،اوددی په عکس جنګ خوشونت ،مرګ ژوبله،ویر ،ژړاده ،نوبیاولی ځان نه پوهوو . راځی چه دملت ،شریعت ،اوهیواد هوسائې او تطبیق په سوله کی ولټو ! نه په جنګ جګړو کی ،ګرانو یووالی ستاسی دپوهی
    اوعلم ښکارندوی دی ،فرصت دلاسه مه ورکوۍ ؟ اللهم اهد نا الٰی صراط المستقیم * والسلام .

  5. تاند والا د چغال او زمرى فرق هم نشى کولى عالى شورا والا طالبان ندى بلکه د مردارو اوبو سره په مردار حکومت کشى په مرداره نالى کشى بهيدلى خنزيران دى چى ملامحمد عمر مجاهد ح پع خفل ژوند کشى لا د امارت د مقدس صف سخه وايستل

  6. افغانان له جګړې ستړي دي ،سوله د افغانانو یو سر ارمان دی. له طالبانو وروڼو څخه مو غوشتنه داده چې په عمومی ډول په خپله تګلاره کې بدلون راولي. د خلکو په سرونو نه بلکې د خلکو په زړونو دې واکمنی وکړي.

  7. زموږ طالبان وروڼه هغه څوک دی چه د حزب اسلامی په شان د بن په تړون کی محروم او جنګ ورباندی وتپل شو ،نه یواځی محرومیت بلکه د هغوی تعقیبول ،امریکایانو ته سپارل ،کورونه کلی او حتی ودونه بمباردول او ټول هغه تجاوز او ظلم چه په معاصر تاریخ کی مو ساری نلری ترسره شول .
    اوس تیر په هیر، موږ نور باید خپل قوت او امکانات د خپل مظلوم ملت د راټولولو، خدمت او خیرلپاره وکاروو او خپل انسانی او اسلامی مسؤلیتونه د اخوت او ورورولی په خوږه فضا کی چه د تقرب الی الله لپاره وی اوموجبات د رحمت الهی ورکی زیاتیږی او ان شاءالله چه مصداق د ، والذین جاهدوا فینا لنهدینهمم سبلنا و ان الله لمع المحسنین ، به وګرځو ،پدی هم یقین لرو چه د الله جل جلاله نه څوک هم رښتیا ویونکی ندی.
    نو اخوت او وحدت د مسلمانانو قوت او الهی رحمت دی،جهاد مو وکړی خو د ژبی،قلم او اداری له لاری، کارونه، عبادت او جهاد ډیر زیات اړخونه او حتی ټول ژوند احتوا کوی،تاسی وګوری چه طیب اردوغان د ملت د ساتنی او امن لپاره چاته نه ورځی ،او کوم تنازل ته د مستقبل لپاره غاړه نه ږدی ،دا هر څه ددی لپاره چه ملت یی سا واخلی،درونی استحکام پیدا کړی او چه کوم غوبل د مسلمانانو په ککرو د تاریخی دښمنانو له خوا په امت روان دی مخنیوی او خپل ملت تری وساتی.
    اوس بیا هم ددی مناسب فرصت نه باید اعظمی استفاده وشی دا ملت ډیر قدرشناس باهمته اومؤمن ملت دی ،تاریخ یی پر دی ګواه دی که څوک یی مؤمنانه خدمت وکړی د هرچا له تصور نه پورته قربانی ورکړی او ورکوی یی ان شاءالله.
    اوس باید ټول اسلامی او ملی ګټو ته په ترجیح سره ګډ خوځښت ولرو ،مشکلات،مداخلی ،دامونه ،معاملی او لوبی دومره ډیری دی چه یواځی په ډلګیو مهاریدی نشی بلکه ملی قوی مؤمنانه اوحتی منطقوی خوځښت غواړی چه اعلای کلمة الله یی هدف ، بیعدالتی او ظلم د معامله ګرو ختم او ټول په امن کی دعزت ګامونه د سرلوړی ملت په شان د بشریت دنجات لپاره خپل کړو او د ربالعزت دی وعدی ته ورسیږو چه
    حقا علینا ننجی المؤمنین

  8. په سوله کی خیردی افغانان سوله غواری خو که چیری بهرنی ددی کارمانع اوخند نشی.

  9. له روغې جوړې او بین الا فغا ني خبرو پرته د افغا نستان مشکل د حل بله لاره نه لري، هر څومره چې جګړه اوږدیږي د افغا نستان لپاره زیان دۍ، ځوانان مو مري ، خویندي کونډې ، بورې او ورارې کیږي او له تعلیم څخه بې برخې کیږ و چې د را تلونکې لپاره نه جبرا نیدو نکې پایلې لري، دا خلي جوړښتو نه لکه سرکونه پلونه او بند ونه مو له منځه ځي ، فقر لوږه ، مرض او محرو میت مو ورځ تر بلې زیا تیږي له جوړې او روِغې پرته بله لار نشته ، د حزب اسلا مي قیادت چې کوم ابتکار په لاره وا چا وه با یدآفرین ور ته ووایو هغه دا ده چې، د حزب اسلا مي او د افغان دو لت تر منځ چې کو مه رو غه جوړه وشوه او نتیجه یې هم مثبت را وختله باریکي او رمز یې په دې کې وه چې بیرو ني او خا رجي کړۍ پکشې دخیلې نه وې ،که چیرې بیرو ني کړۍ په مذا کرا تو کې دخیلې وای نو، د نورو مذا کرا تو په څیر به یې نتیجه هرو مرو منفي وه ، په دې کړڼې حزب اسلا مي و ښودله چې یو مستقل پخپلو پښو ولاړ ګوند دۍ هره پریکړه پخپله خو ښه او اراده کوي چې د ملک او ملت ګټې پکې خوندي وي .

  10. دا دروغ دى ، طالبانو تر اوسه کومه اعلاميه نه ده خپره کړې ددى په اړه، او نه يې هم کوم نظر ښودلۍ

  11. Salamooona
    Dagha waqighi sha zirai da ka waqighiat walari zaka de afghanoo moshkelat faqat de afghanoo de khpal manzi de lari hal kedai she aw bas.
    Os waqighiat roshana sho che fakistan faqat de jihad de noom na su estifada wakra Kala de mujahidinoo pa noom kala de talibano pa nama margoona aw tabahi wakri akher ose daghesh rawasto landa pa tola ke hes qism monafiqat na dregh wa na kro kho akher nakam aw moonzawee sho allah de taba kri rosan ne rawastal bayad jihad halta os shoro she manana de tawajoo na.

  12. دا د طالبانو اعلامیه نه ده، بلکې د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو څخه جلا شوي درې کسیزه ډله چې ځان عالي شورا وايي. دوی په افغانستان کې هیڅ نفوذ نه لري.

  13. که چیری داسی وی له دی نه ښه او په تعقل استوار نظر نشته دا ډیره ښه خبره ده چی ټول اسلامی ګوندونه سیاسی بهیر ته راشی او په توافق نظر سره یو مثبت بدلون په افغانستان کی راولی جنګ د حل لاره نده بلکی تباهی او بربادی رامنځته کوی او بل داچی د افغانستان دښمنان غواړی چی جنګ دوامداره شی مونږ په طالبانو هم غږ کوو چی راځی له سیاسی لاری بدلون راولو ترڅو کامیابه او غیر وابسته بدلون وی او د ملت په کی ګټه وی او د غیر متوازن مادی او معنوی انکشاف مخه ونیولی شی او تلف شوی حقوق بیرته اعاده شی

ځواب ورکول هلال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *