تاند- افغان طالبانو له هنده وغوښتل چې د افغانستان حکومت ته وسلې او جنګي څرخکې ورنه کړي.
طالبانو د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل«د کابل له حکومت سره د وژونکو وسلو مرسته زموږ د هیواد له خلکو سره دوستي نه بلکې د بهرنیو تر ملاتړ لاندې جنایتکارې ډلې ملاتړ ګڼل کېدای شي او په زغرده زموږ له خلکو سره دښمني ده.»
د طالبانو د ډلې ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې چې پاکستاني رسنیو خپره کړې ده، همداراز ویلي«اسلامي امارت دا اقدام په کلکو ټکو غندي، دا ډول اقدامات به د دوو هیوادونو د ولسونو ترمنځ بې باوري زیاته کړي او د اړیکو د لا زیاتې خړپړتیا سبب شي.»
د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼه وايي، د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد همداراز ویلي چې د کندوز د الچین پُل د افغانستان د حکومت د هغو هیلي کوپترو له لوري ویجاړ شو چې هند ورکړې وې.
دا په داسي حال کې ده چې افغان چارواکي او د کندوز اوسېدونکي وايي چې دا ۸۰ کلن پُل وسله والو طالبانو په دوو پړاوونو کې ویجاړ کړ.
د الچین پُل له ویجاړېدو سره په یو وخت، چې له تاجکستان سره د افغانستان د تجارتي راکړې ورکړې تر ټولو عمده لار پرې سپره وه، پاکستان د سپین بولدک لاره بنده کړه او افغان سوداګرو او بزګرو ته یې د ملیونونو ډالرو تاوان واړاوه.
راپورونه وايي، د هند له لوري له افغانستان سره د نورې پوځي مرستې اعلان له اټکل سره سم پاکستان لا پارولی دی.
پاکستان په ځلونو ویلي چې د افغانستان حکومت دې له هند سره خپلې اړیکې محدودې کړي، په کندهار او ننګرهار کې دې د هند کونسلګرۍ بندې کړي او خپل امنیتي ځواکونه دې د روزنې لپاره د هند پر ځای پاکستان ته ولېږي.
هند ویلي چې افغانستان ته به نورې ایم آی ۲۵ جنګي څرخکې او رازراز وسلې ورکړي.
راپورونه وايي چې هندي څرخکو د طالبانو په وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو په جګړه کې مهم رول لوبولی دی.
د طالبانو ویاند نه د پاکستان ویاند دی بې ایمانه
ټالیبانو هم د پاکستان په شان په خیټه کی درد پیداشوی دی ځکه دپاکستان او ټالیبانو رشته یوه ده نو د پاکستان په اشاره دوی اوس هند ته دا ګوته نیسی او ورته وایی چی داسی مهه کوه
طالبان که له ایران او پاکستان څخه غیر قانوني وسلې اخلي ، هغه خو پروا نکوي
موږ د هندوستان مرستو ته ښه راغلاست وایی.
د طالبانو ادعا د پاکستان غوښتنه بولو او هيڅکله باید هندوستان دې ډول غوښتنو ته غوږ کې نږدي
د آی اس آی ملا ذبیح هم بیخی لیونی دی. هند ته وایی چې افغانستان ته وسلی مه ورکوی چې پاکستان خفه کیږی او د افغانستان د خلکو نظامی طاقت ډیریږی. ملاجانه تاسو لکه چې د افغانستان پرخلکو ګلان اوروی؟ د هند پر نظامی او اقتصادی مرستو به د ټالیبانو او پنجابکو زړونه ترک وچوی.