تاند – طالبانو د امریکا له ولسمشر دونالډ ټرمپ څخه وغوښتل چې د افغانستان په اړه د خپلو اخلافو بارک اوباما او جورج ډبلیو بوش پر پالیسیو بیا کتنه وکړي.
د پاکستاني ورځپاڼې ایکسپریس تریبیون د راپور له مخې، طالبانو نن /یکشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې په دې ټینګار کړی چې د امریکا متحد ایالتونه او ناټو ناکام شوي او د افغانستان په جګړه کې یې هیڅ بری نه دی ترلاسه کړی.
دونالډ ترمپ، چې د جمعې په ورځ یې د امریکا د پنځه څلوېښتم ولسمشر په توګه لوړه وکړه، تراوسه پوري د افغانستان په اړه د امریکا پالیسي رسماً نه ده اعلان کړې خو له لوړې او لومړنۍ وینا وروسته یې په افغانستان کې امریکايي پوځیانو ته د ویدو کنفرانس له لارې وویل چې د دوی د ماموریت ملاتړ کوي او باور لري چې بریالي کېږي.
امریکا په افغانستان کې اوس ۸۴۰۰ پوځیان لري خو که طالبانو بریدونو ته زور نه وای ورکړی اوس به په افغانستان کې یوازې ۱۰۰۰ امریکايي پوځیان د خپل سفارت او کونسلګریو د ساتنې لپاره موجود وای. تېر کال پخواني ولسمشر بارک اوباما غوښتل چې د امریکايي پوځیانو شمېر ۵۵۰۰ تنو ته لږ کړي خو د طالبانو د حملو د زیاتېدو له کبله پوځي قوماندانانو اوباما ته سپارښتنه وکړه چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ډېر کم نه کړي.
طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ویلي«د افغانستان خلک هیله لري چې ټرمپ او کابینه به یې هغه ناسمه پالیسي تعقیب نه کړي چې د امریکا تېرو ولسمشرانو لرله او خپل پوځیان به له افغانستانه وباسي.»
طالبانو دغه راز ویلي«که ټرمپ د اوباما او بوش په ګامونو پل کښېږدي او د امریکا پر پالیسیو له بیا کتنې پرته زموږ د هیواد غیرقانوني اشغال ته دوام ورکړي، امریکايي پوځیان به د ټرمپ تر مشرۍ لاندې لا ډېر تلفات وویني. او دا کار به د افغانستان کشاله نوره هم اوږده کړي.»
طالبانو دغه راز ویلي چې امریکا او پنځوس متحدان یې په افغانستان کې ناکام شوي دي. د امریکا نوی دفاع وزیر جنرال ماتیس د افغانستان د مسلې د حل لپاره پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتونکی دی.
4 thoughts on “طالبانو له ټرمپ نه وغوښتل چې خپل پوځیان له افغانستانه وباسي”
  1. طالبانو خو ډیرښه پیشنهادکړی دی او زه یی هم پیشنهادووم خو ای طالبانو د خدای په لحاظ تاسو هم د پنجاب غلامی پریږدئ تر څو امریکا هم خپل کورته ولاړه شی
    که طالبان بیا غواړی له شپنو مونږ ته ملایان جوړ کړی نو خدای مه راوله اونور د ملت لپاره له پاکستان امریکا ښه ده!

  2. کچیری همدغه خبره طالبانو ته ورغبرګه شی چی تاسو کوم روا کار کوۍ؟! تاسوخو هغه ړنده ډله یاستۍ چی دوه کاله مو د مړه امیر المومنین په فرمان په کور د ننه کی بیګناه انسانان شهیدان کړل. د پاکستانی هلیکوپتری عمله مو په امن اوامانت هغوی ته ور ورسوله، فتوا ګانی خو له اکوړی خټک،اسلام آباد،تهران او مسکو نه اخلۍ ،د هغه ملک د څارګرو ادارو تت وړۍ چی هلته کنچینۍ خاني قانونی بڼه لری، او ستاسو اسیدل او دهغوی د امرونو منل پدی مانا دی چی تاسو هغه رنډۍ خانی هم منۍ. نو ستاسو خو اسلام او ایمان هم تر سوال لاندی راځي! تاسو خو وطن هم نلرۍ؟ لکه د طالبانو غوا هرڅوک چی پنځه غیرانه درته ونیسی بیا تاسو داړی جینګي ورته نیولی وی.دا څرنګه اسلام او وطنپالنه ده چی تاسو یی په روسیه باندی هم ننواتی کړۍ کوم چی ددوی د ناروا یرغل په اوږدو کی تر یو نیم میلیون زیات افغانان ووژل شول.لږ شرم درته پکار دۍخپل سرونه ګریوان ته ټیټ کړۍ او بیا نوروته ګوته ونیسۍ!

  3. زه شکر الحمد الله مسلمان یم او د الله خحه دیر شکر ګذار یم چه په یوه مسلمانه کورنی کی بیدا شوی یم. صحی خبره ده چه زمونر به خاوره کی باید کافر وجود ونه لری خو خبره داده چه دا سبی طالبان باید هم موجود نه وی چه بنجاب یی د خبلی ګتی لباره استعمالوی . به اوسنی وخت که زما د ملی اردو سرتیری ماته یو واقعی او وطن دوست شخصیت دی چه د خبلی خاوری د دفاع به خاطر حان قربانوی.

ځواب ورکول محمدربی آماج ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *