تاند، چهارشنبه، د حمل ۱۹مه: طالبان وايي، د بندیانو په اړه کابل ته تللی مذاکراتي پلاوی یې بیرته ورغوښتی دی.

د طالبانو سیاسي ویاند سهیل شاهین په یو تازه ټویټ کې ویلي، د لاسلیک شوې هوکړې په اساس باید طالب بندیان لا وخته خوشې شوي او افغاني مذاکراتو ته لاره هواره شوې وای، خو نوموړی تور لګوي چې اړوند لوری د بندیانو خلاصون پروسه په لوی لاس ځنډوي او د سولې له توافقنامې سرغړونه کوي.

د شاهین په خبره له همدې امله یې له کابل څخه خپل تخنیکي ټیم بیرته ورغوښتی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ طالبانو له افغان حکومت سره د بندیانو په هکله مذاکرات بې نتیجې وبلل او دا مذاکرات یې وځنډول.

خو د ولسمشر لوی سلاکار وحید عمر وویل، بې قید او شرطه د طالب بندیانو خوشې کولو ته افغان حکومت چمتو نه دی.

One thought on “طالبانو له کابله خپل تخنیکي مذاکراتي ټیم بېرته ور وغوښت”
  1. له دې مالوميږي چې د ټالبانو مذاکراتي هیئات ډېر بې کفایته او جاهل مرکب خلک دي . که څه هم له دوی ګیله نشته ، ځکه چې په حمارت کې صداقت ، انسانیت او اسلامیت ځای نه لري .
    له امریکا سره د یو څو خبرو لپاره څوارلس میاشتي خبرې کولی شي ، خو له خپل مسلمان ، افغان ورور سره د خپلو ملګرو د خلاصون لپاره دوه ورځې خبرو ته دوام نشي ورکولی . د 15 جنایتکارانو لپاره به نور څومره بېګناه انسانان ووژني او د څومره خلکو ژوند به په خطر کې واچوي ؟
    تاسو خو لومړی آسانه کارونه ترسره کړی او پاتې به خپله د داسې شرایطو په راوستلو سره چې نور یې د زنداني کولو پلمه او بهانه نه وي پاته راخوشې شي.

ځواب ورکول فریدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *