تاند- افغان طالبانو په یوه اعلامیه کې وویل، د افغانستان دښمنان هڅه کوي چې د افغانانو په منځ کې د قومپالنې او توکمپالنې اور بل کړي خو افغانستان داسي هیواد نه دی چې تازه دې جوړ شوی وي.

طالبانو د مسلمانانو او په ځانګړي ډول د افغانانو ترمنځ پر یووالي او ورورګلوۍ د تاکید ترڅنګ ویلي، د افغانستان د دښمنانو ایجنټان هڅه کوي د تفرقې اچولو، قومي تعصباتو او کورنیو شخړو ته د خلکو د هڅولو له لارې افغانان قومونه د نفاق په اور کې وسوځوي.

د طالبانو په اعلامیه کې وړاندې ویل شوي«زموږ د دین او هیواد اشغالګرو دښمنانو د خپلو داخلي مزدورانو په توسط دغه فتنه داسې طراحي کړې چې په هر قوم کې یې قومي متعصبین پیدا او روزلي دي، ترڅو په پوره وقاحت د جاهلانه عصبیت غږ پورته کړي او بیا یي غربي او نفاق خپروونکي رسنۍ په پوره قوت سره بدرګه او په دې ډول د تفرق او ذات البیني نزاع اور بل کړي.»

سره له دې چې قومي عصبیتونو ته د طلوع په شان د یو شمېر رسنیو پر رول، چې د لوېدیځوالو له لوري تمویلېږي، څوک سترګې نه پټوي خو طالبانو د ایران استخبارات او د سپاه پاسداران ډله، چې ویل کېږي د افغانستان د بندونو د مخنیوي لپاره طالبانو ته پیسې او وسلې ورکوي او په ښکاره د افغانانو په منځ کې نعصب او قومپالنې ته لمن وهي، نه دي یاده کړي.

د ایران د استبخباراتي ادارې (اطلاعات) خبري اژانس (تسنیم) نن په خپله ویبپاڼه کې د افغانستان ولسمشر په قومپالنې تورن کړی.(تفصیل) او د اختر په مناسبت د ارګ مېلمستیا ته د څو تنو شیعه محصلانو نه ورپرېښودل یې د قومپالنې نښه بللې ده.

3 thoughts on “طالبانو لوېدیځوال د افغانانو ترمنځ د قومي تفرقې په رامنځته کولو تورن کړل”
  1. طالیبانود پاکستانیانوپه اشاره د افغانانو په منځ کې د قومپالنې او توکمپالنې اور بل کړي، هم یی په پاکستان کی په زرهاوو پښتانه مشران اوکشران په قتل ورسول، اوهم یی په افغانستان کی پښتانه مشران، ماشومان اوتورسری په قتل ورسولی.
    دامعنی طالیبانو دپنجاب په اشاره دیو قوم د نسل وژنی شروع کړیده

    دایران لاسوهنی، سقاویان اوطلوع نیوز هم دطالیبانو زیږنده ده اوده

    په لنډ ډول طالیبان دپنجابیانو، آخوندانو، عربانو، سقاویانو اوغربیانو دلاس آلی او ګوډاګیان دی، اوپه افغانستان کی دټولو ناخوالو، غمیزو اوبربادیو مسول دی

  2. تسنيم نړیوالو ته په سترګو کې خاورې اچوي ، زمونږ ځواب به دا وي چې پياوړئ اوپه وطن مين ولسمشر د خپل قدرت په لمړۍ ورځ د خپل تاريخي نوم ( اشرف ، غني احمدزئ ) څخه د احمدزئ کليمه د خپل نوم څخه پدې منظور وویسته چې زه د ټولو قومونو ولسمشر يم او ټولوته په یو نظر ګورم ، تاسې ايراني پنډتان چې په خپل ملک کې د سني مذهب سره کومه تګلاره لرۍ هغه د خندا وړ ده ،تاسې چې دافغانانو سره کومه بده رویه را اخستې ټولو وليده ، د پارکونو په لوحو مو ليکلي چې سپي او افغانان د نـنوتلو حق نلري ، هغه افغانان چې خپل ځانونه په مذهبي لحاظ ستاسې پورې ځان تړي اوتاسې ته پناه دروړي په قفسونو کې سترګې تړلي مود شرمولو لپاره نـندارې ته کینولي ، وشرمیږۍ

  3. دا د سوټي زامن لا خبر هم نه دي؛ بې غیرتانو تاسو له پښتنو سره څه وکړل، اول خو تاسو پښتانه در په در او خاورې په سر کړل. له کونړ نه نیولې تر لغمان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، زابل، کندهار، اروزګان، هلمند، هرات، کندوز، لوګر، میدان وردک…. کې مو د پښتنو د اولادونو په مخ مکتبونه بند کړل او وسوزول چې په نتیجه کې یې د پښتون بچی بې تعلیمه پاتې شو خو په مقابل کې یې تاجک، ازبک، هزاره تر دې حده پورته لاړل چې په هره ډله کې اوس په زرګونو کسان د ماسټرۍ تر سویې پورې تحصیلات لري او ګڼ شمېر یې اوس په دوکتورا ترلاسه کولو بوخت دي. د خدای په قهر او غضب اخته شئ په دغه جهاد او سپیتوب چې تاسو یې د پاکستان د آی ایس آی په خوله او وینا کوئ.

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *