تاند- وسله والو طالبانو نن خیریه او مرستندویو ټولنو ته وویل چې د افغانستان په زلزله ځپلیو سیمو کې زیانمن شویو خلکو ته د مرستو له رسولو ډډه ونه کړي.

طالبان وايي چې خپلو کسانو ته یې ویلي چې په زلزله ځپلیو سیمو کې د مرستندویو موسسو مخه ونه نیسي او په خپله هم له زیانمن شویو سره مرسته وکړي.

پرونۍ ۷ اعشاریه ۷ درجې زلزلې، چې مرکز یې د افغانستان د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې و، په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰ تنه مړه کړي دي.

چارواکي وايي چې ممکن د تلفاتو او زیانونو اندازه تر دې زیاته وي.

مرستندویان او ژغورونکي وايي چې لېري پرتو سیمو ته، چې د دولت وسله وال مخالفان پکې نفوذ لري، د امنیتي ستونزو له کبله په اسانه نه شي تللی خو د طالبانو نننی اعلان به د دې سبب شي چې مرستندویان په ډاډه زړه مرستې ورسولی شي.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«اسلامي امارت له مرستندویو موسسو غواړي چې د دې زلزلې قربانیانو ته د خیمو، خوړو او طبي مرستو له ورکولو ډډه ونه کړي.»

د افغانستان د حکومت له لومړنیو څېړنو سره سم شاوخوا ۴ زره کورونه نړېدلي یا سخت زیانمن شوي دي خو وېره لري چې تر دې زیات کورونه به نړېدلي وي.

زلزلې تر ټولو زیات تاوان په بدخشان، تخار، کونړ او ننګرهار کې اړولی دی.

له بلې خوا د وروستیو راپورونو له مخې په پاکستان کې د زلزلې په اثر د مړو شویو کسانو شمېر ۳۰۰ تنو ته نژدې شوی او دا په داسي حال کې ده چې تراوسه پوري ۲ زره تنه ټپیان شمېرل شوي دي.

د یوه بل خبر له مخې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له زلزله ځپلیو سره پیوستون اعلان کړ او خپله پرونۍ بریا یې زلزله ځپلیو ته ډالۍ کړه.

2 thoughts on “طالبانو مرستندویانو ته اعلان وکړ چې په ډاډه زړه زلزله ځپلو ته مرسته ورسوي”
  1. طالبانو تاسو خو هسۍ هم افغانان قتل عام کوی دپاکستان په قومانده ,, !! نو مرستندویانو ته ولی اجازه ورکوی چه افغانان دمرګه وژغوری پریږدی چه ټول دزلزلی څخه مړه شی او باقی مانده زخمیان چه پاته دی تاسی ورشی او په ډزو یی ووژنی چه بیا پاکستان ښه درڅخه خوشحاله شی او انعام به هم درکړی,, نو ځکه تاسو ته توسعه کوم چه دغه وخت ښه دافغان وژنی چانس دی چه له لا سه یی ورنکړی,¡¡¡

ځواب ورکول S h ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *