تاند، دوشنبه، د سنبلې ۲۵: برېښنا شرکت وایي، له پرون راهیسې چې طالبانو په بغلان او کندوز کې د تاجکستان او ازبکستان د وارداتي بریښنا پایې په بمونو الوزولي نو ۱۲ ولایتونو کې برېښنا نشته.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي تاند ته وویل، طالبانو په بغلان کې ۳ ځایه او په کندوز کې یو ځای د وارداتي برېښنا پایې په بمونو الوزولې دي چې له کبله یې پر کابل، بغلان، کندوز، پنجشیر، کاپیسا، لوگر، لغمان، پروان، غزنی، ننگرهار، خوست او پکتیا کې برېښنا پرې شوې ده: یوازې په کابل کې ۵۴۶ کورونه برېښنا نلري.))

د توحیدي په خبره طالبانو لومړی ډنډ شهاب الدین کې د برېښنا پایه والوزوله او یوه ورځ وروسته یې حسن تال کې دوه پایې والوزولې: ((زموږ تخنیکي ډلګۍ چمتو دي چې برېښنا بیرته وتړي خو تر اوسه د امنیتي ګواښونو له کبله هلته نشي تللای، د طالبانو دا کار نه یوازې خلکو بلکې موږ ته هم میلیونونه افغانۍ تاوان رسوي، طالبان باید د عام المنفعه پروژو له تخریب لاس واخلي. ))

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د میدان وردګو په سید اباد، سالارو او سپین کلنیک سیمو کې هم غزني ته د تللې برېښنا لاینونه پرې کړي دي.

د طالبانو دا لومړی ځل ندی چې پر دغه ډله د عملیاتو زیاتیدو سره په ولس دښمنۍ لاس پورې کوي او د تاجکستان د وارداتي برېښنا لاینونه پریکوي، بلکې ګڼو ولایتونو کې له خلکو د باج اخیستنې لپاره هم دا چمونه د طالبانو عادت ګرځېدلي دي.

One thought on “طالبانو ولس دښمني پیل کړه، پر ۱۲ ولایتونو یې تر نامعلومې نیټې برېښنا قطع کړې”
  1. اخوان الشیاطین په مجموع کې دروښانی اوعلم دښمنان دی ، دوی له ۴۰ کلونو راپدې خوا ښوونځی سیزی ـ دبریښنا پایې ړنګوي (په ۱۳۶۳) کال دحسن خان کړوخیل لښکروداکارکاوه دسروبی ُ نغلو او ماهیپربندونو پایو ته به یې ډاینامینټ خش کړل چې اوس یې میراث طالبانو ته پاتی دی

ځواب ورکول samad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *