وسلوالو طالبانو په فراه ولايت کې په يوه کمين کې ١٥ تنه پوليس افسران ووژل او ١٠ تنه نور يې ټپيان کړل.  چارواکي وايي چې دغه پوليس پر لويه لار روان وو چې حمله ورباندې وشوه.

 تر دې مخکې  په همدې ولايت کې يوه راکټي بريد د لاريو شپږ چلوونکي ووژل او په لسګونو موټر يې ورويجاړ کړل. دوى ائتلافي ځواکونو ته مواد لېږدول.

 د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندى وايي چې وسلوال طالبان تر حملې وروسته تښتېدلي دي.

 د چهارشنبې ملااذان مهال د کمين ځاى ته نژدې وسلوالو طالبانو پر اکمالاتي کتار چې هلته درېدلى و، راکټي حمله وکړه. په دې حمله کې تر ٤٠ پورې ټانکران او نور باروړونکي موټر زيانمن شوي  او شپږ تنه چلوونکي يې وژل شوي دي.

One thought on “طالبانو پنځلس پوليس ووژل”
  1. سلامونه اونیکی هیلی
    که چیر موږ په رښتیا حکومت ولرو نوددی سرتیرو آمرین پایدپه محکمه اوڅارنوالی حاضر اودقانون مطابق سزاورکړی شی حتی سخت ترینه سزاه چی بیا نور څوک افغان امنیتی ځواکونو په استخدامولو کښی بی غوری ونکړی وسلام تولو لوستونکوته

ځواب ورکول نظرمحمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *