تاند- وسله والو طالبانو په بدخشان ولایت کې اتلس تنه افغان امنیتي ځواکونه له نیولو وروسته په خورا بې رحمۍ وژلي دي.

په بدخشان ولایت کې چارواکو نن /دوشنبه/ وویل چې وسله والو طالبانو د جمعې په ورځ په جرم ولسوالۍ کې پر افغان امنیتي ځواکونو په حمله کې اتلس سرتېري ژوندي ونیول او سرونه یې ورڅخه پرې کړل.

ځیني چارواکي ولايي چې طالبانو د ۲۶ عسکرو سرونه پرې کړي خو ځیني نور بیا وايي چې ۱۸ یې وژلي چې د هغو په منځ کې یې له ۸ سرونه پرې کړي دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د بدخشان د والي ویندوی احمد نوید فروتن وویل، شاوخوا ۲۱۵۰ وسله والو طالبانو پر پولیسو په حمله کې برخه لرله.

ده دا هم وویل چې په جګړه کې افغان امنیتي ځواکونو ۱۹ وسله وال طالبان ووژل چې د هغو په منځ کې ۸ تنه بهرنیان ول.

له بلې خوا د افغانستان دفاع وزارت وايي داسي ښکاري چې طالبانو ۳۰ عسکر وژلي وي.

طالبانو د حملې مسوولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې ۴۹ عسکر یې وژلي دي. اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې طالبانو عموماً مبالغه کوي.

3 thoughts on “طالبانو په بدخشان کې له افغان سرتېرو سرونه پرې کړي”
  1. په بدخشان کی د ملی اردو سرتیرو بیرحمانه غیری اسلامی او غیری انسانی وژنه په سختو ټکیو غندو. شهیدانو سرتیرو ته د الله پاک د فردوس جنت ورپه برخه کړی کورنیو او نورو دوستانو ته یی د زړونو صبر ورکړی.
    هغه چا هغه که طالب وی او یا داعش باید په دی باندی پوهه شی چی افغانستان نه عراق دی او نه سوریه ده افغانان هغه شان خلک نه دی چی څوک به یی وویروی او یا به له چا وډار شی. افغانان داسی یو ولس دی چی څومره سخته ضربه خوری هغومره نور هم قوی کیږی. نو همدغه د پردیو مذدوران ( داعش) د خبل سرونه ښه خلاص کړی چی د کوم شوم هدف لپاره تاسو اجیران افغانستان ته راغلی یاست دا به انشالله چی ګور ته یوسی ولی په افغانستان کی به کله هم بریالی نه شی چی د خپلو بادارانو پلانونه عملی کړی.

  2. سلامومه ،دابي پرسانه حكومت يي پري وژني لا بي پري ووژني دا خويي د مولي حكومت اولي مياشتي دي ،

  3. ډیر د خواشینی ځای دی چی زمونږ ننګیالی او باتور ځوانان د پردیو له لاسه په داسی بیرحمانه ډول سره وژل کیږی. خو هر علت معلول هم لری. د دی ټولو وژنو او د ملی اردو او ملی پولیسو د ضعف اصلی علت د شمال منحوسی ټلوالی موجودیت دی چی د افغانستان د منتخب جمهور رییس ښاغلی اشرف غنی د پلانونو خنډ کیږی. دا دوهم ځل دی چی دوی د ملی دفاع وزارت ته له کاندید وزیر سره مخالفت کوی.
    که مونږ یو مسلکی دفاع وزیر ولرو چی هغه لکه د موچی زوی « بسم الله محمدی » د عسکرو له اعاشی او اباطی نه غلا ونه کړی ، د وسایطو تیل ، پرزی او سلاح خرڅه نکړی او په دوبی کی سرمایه ونه لګوی نو بیا به هر باتور افغان چی په نس موړ وی او د کور د مصرف له خوا بیغمه وی ، د منحوسو او خرڅ شویو مزدورانو په مقابل کی په میړانی سره وجګیږی.
    زه بیا هم وایم چی په امنیتی ساحه کی چی هر ضعف لیدل کیږی او یا زمونږ وسلوال پوځ ته کوم مشکل پیداکیږی د هغوی مسوولیت د « جلالتمآب » عبدالله عبدالله او د هغوی د ملګرو په غاړه دی . همدا دوی دی چی د ملی وحدت په لار کی خنډونه اچوی او ښاغلی ولسمشر خپل قانونی وجایبو اجرا ته نه پریږدی.

ځواب ورکول shakir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *