تاند- وسله والو طالبانو د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې تېره شپه د افغان سرحدي او سیمه ییزو پولیسو د یوې اډې له نیولو او د څه باندې سلو سرتېرو له اسیرولو وروسته ۱۰۷ تنه نن خوشي کړل.
د بدخشان والي شاه ولي ادیب وویل، درې ورځې مخکې د وردوج ولسوالۍ پر پوستو شاوخوا ۱۰۰ وسله والو طالبانو بریدونه پیل کړل چې په نتیجه کې یې دا سیمه ییز او سرحدي پولیس تسلیمېدو ته اړ شول.
ده وویل چې نژدې ۱۲۵ سرحدي، سیمه ییز او ملي پولیس د یاغیانو له لوري د تیرګران په اډه کې اسیر شول. د هغوی له منځه ۱۰۷ تنه وروسته له دې خوشي شول چې د سیمې قومي مشرانو او طالبانو خبرې وکړې. خو پاتې لا هم له یاغیانو سره اسیر دي.
دا کسان د سیمې د قومي مشرانو په منځګړتوب طالبانو ته تسلیم شوي ول.
مخکې د بدخشان د ولایتي شورا رييس عبدالله ناجي نظري ویلي و چې ۱۸۰ تنه سیمه ییز، ملي او سرحدي پولیس تسلیم شوي دي.
د بدخشان والي وايي چې سیمې ته د محاصره شویو ځواکونو د ملاتړ لپاره د کومکي ځواک نه رسېدا سبب شوه چې دا ځواکونه تسلیم شي.
خو داسي اوازې هم شته چې ممکن دا سیمه ییز، سرحدي او ملي پولیس د کومې پټې معاملې په نتیجه کې طالبانو ته تسلیم شوي وي.
طالبانو هم نن تایید کړه چې ۱۰۷ تنه یې پرې ایښي دي.
اوس به دامارت اسلامی په باره کی سه وایی؟؟؟
اوس یی په قران اووایی چه؛
اصلی غلامان سوک دی او دهیواد اصلی ساتونکی سوک دی؟؟؟
دیته وایی ترحم؛!
غلامه اردو چه طالب ژوندی ونیسی سمدستی یی په گولیو غلبیل کری