تاند- د افغانستان د ملي اردو یوه څرخکه نن سهار /یکشنبه/ په بغلان ولایت کې وغورځېده.
د وسله والو طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې دا هیلي کوپتر د دوی کسانو ویشتې او پکې ناسته سپرلي یې وژل شوې ده.
د بغلان امنیتي چارواکو او والي پېښه تایید کړه خو ویې نه ویل چې دا څرخکه وسله والو طالبانو ویشتې ده.
د بغلان امنیه قوماندان جنرال نور حبیب ګلبهاري وویل چې د ملي اردو څرخکه د بغلان د ډنډغوري ولسوالي د قرغان تېپې په محاصره شوې اډه کې د کښېناستو یا الوتو په مهال لوېدلې ده.
د بغلان د ولایتي شورا رييس بیا وايي چې دا هیلي کوپتر ویشتل شوې ده او درسته سپرلي یې وژل شوې ده.
وروستی خبر
وزیري: ۹ افغان سرتېري وژل شوي
د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی دولت وزیري نن وویل چې په دې پېښه کې ۹ افغان سرتېري وژل شوي ذي.
جنرال وزیري وویل چې هیلي کوپتر د اردو اډې ته اکمالات رسول.
د بغلان ځیني چارواکو ویلي چې په څرخکه کې وسله بار وه او په محاصره شوې اډه کې یې امنیتي ځواکونو ته رسول.
البته دا یو له هغو شپږو هلیکاپترو نه یو وو چي دهندوستان له خوا افغان ځوکونه ته ورکړ شوي وو.