تاند، چهار شنبه، د عقرب ۱۵مه: د بغلان چارواکي وايي، طالبانو د کابل پوهنتون استاد پوهاند عزیز احمد پنجشېري نن سهار د بغلان- کندوز پر لویه لار له موټره کوز کړی او وژلی یې دی.

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت تاند ته پېښه تاییدوي او وايي، طالبانو د پوهاند عزیز احمد مړی د مرکزي بغلان په همت خېلو کلي کې اچولی دی.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ د کلنیک جراح ډاکټر خلیل احمد نرمګوی وايي، پلټنې یې ښيي چې دا استاد ۶۵ کلن و او کلاشنکوف په ډزو ویشتل شوی دی.

بلخوا د کابل پوهنتون چارواکي وايي، ښاغلی پنجشېری څلور کاله وړاندې تقاعد شوی او اوس له کابل ښاروالۍ او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په دنده بوخت و.

One thought on “طالبانو په بغلان کې د کابل پوهنتون یو سپین ږیری پوهاند وژلی”

ځواب ورکول samad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *