تاند- وسله والو طالبانو د بغلان ولایت په تاله او برفک ولسوالي کې د ۱۲ تنو هزاره کان کیندونکو په وژلو کې لاس لرل رد کړل.

پرون /جمعه/ نامعلومو وسله والو له بغلان څخه د بامیان له لارې دایکنډي ولایت ته تلونکي کان کیندونکي د بغلان په تاله او برفک ولسوالي کې له موټره کښته کړل او په بې رحمانه ډول یې ووژل.

د تاله او برفک اکثره اوسېدونکي سُني هزاره ګان دي او له همدې کبله په دې ولسوالي کې طالبان زیات نفوذ لري.

خو د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي«کومو کسانو چې په کان کې کار کاوه له طالبانو څخه یې د کار کولو اجازه اخیستې وه او هغوی کومه ستونزه نه پېښوله.»

ده دولت پلوه ملېشې د دغو کارګرو په وژلو کې په لاس لرلو تورنې کړې.

وسله والو طالبانو تر دې وړاندې هم پر هزاره ګانو هره حمله غندلې او لاس لرل یې پکې په کلکه رد کړي دي.

پر شیعه هزاره ګانو وروسته له دې بریدونه ډېر شوي چې داعش په افغانستان کې سر راپورته کړی دی. دې سختدریځې ډلې پر شیعه ګانو د څو مخکینیو حملو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

One thought on “طالبانو په بغلان کې د ۱۲ هزاره ګانو په وژلو کې لاس لرل رد کړل”
  1. Talib yawaze pashton wajana kawe aw parwaa ye nashta.ka hazara ye marr karr ,no beyaa qwmi banna lare.
    wagorae che somra bad palannona de pashton wajane le paara ye jorr karri di

ځواب ورکول jamal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *