تاند- وسله والو طالبانو په اروزګان ولایت کې یو لس کلن ماشوم ښوونځي ته په لاره وواژه.

د اروزګان ولایتي چارواکي وايي، لس کلن واصل احمد د دوشنبې په ورځ په ترینکوټ کې په داسي حال کې چې له کوره ښوونځي ته روان و، د وسله والو طالبانو له لوري وویشتل شو.

د اروزګان مرستیال امنیه قوماندان رحمت الله خان نن /چهارشنبه/ وویل چې د دغه ماشوم تره پخوا د طالبانو قوماندان و خو وروسته له حکومت سره ملګری شو او اوس په خاص اروزګان ولسوالي کې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان دی.

د اروزګان د مرستیال امنیه قوماندان په وینا لس کلن واصل احمد هم پخوا له خپل تره سره د وسله والو طالبانو ترڅنګ په جبهه کې جنګېده خو کله چې یې تره له جګړې لاس واخیست، احمد یې ښوونځي ته داخل کړ.

طالبانو تراوسه پوري د دغه ماشوم د وژلو په اړه څه نه دي ویلي.

One thought on “طالبانو په ترینکوټ کې لس کلن ماشوم وواژه”
  1. شهید واصل یو غیرتی او باشهامته ماشوم ووه او الله یی دی وبخښی اوس خبره دلته ده چی طالبان دا د آی ایس ای ملایان! دومره بیغیرته شوی دی چی له یوه لس کلن هلک هم بیریدل او شپه ورځ یی څارو تر څو یی چی په شهادت ورسوا اوس خبره دلته ده چی دغه هلک خو د محلی پولیسو د یوه قوماندان زوی وو اوس نو (آی ایس ای طالبه) ته زوی نلری ته مور نلری او ته کور نلری د هغوی آینده هم همداسی کیږی لکه د واصل ولی فرق دومره دی چی څوک چی له وطن او خاوری دفاع کوی هغه خو واقعی شهید وی او دا قرآن او احادیث وایی او تاسو خو وطن پلوری، پاکستان ته خدمت کوی د کلیساوو د راهبانو غلامان یاست او دجالی پروژی ټولی تاسی تدبیق کوی، عام خلک وژنی ، عام المنفعه ځایونه ورانوی ، له مدرسو مو بچه بازی خپروی ، سرحدونه ستاسی له لاسه ټول پاکستان نیولی دی وطن فروشه یاست نو بلاخره ستا مړی ته موږ مردار وایو…….. شهید خو په هیڅ صورت نشو درته ویلی ځکه دغه نوم ته په واقعی صورت ډیر کار لازم دی چی وشی او بیا هم والله العلم چی له دی اعمالو سره تاسو جنت ووینی

ځواب ورکول Alakozay ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *