شکین ولسوالي

تاند- وسله والو ترهګرو تېره شپه په تورخم کې د افغان پولیسو پر یوط پوستې برید وکړ او ۸ پولیس یې ووژل.

د لومړنیو راپورونو له مخې حمله د شپې په ۸ بجې د خیبر پر پوستې وشوه.

د راپورونو له مخې وسله والو طالبانو د پوستې له نیولو وروسته په هغې کې ۸ تنه سرحدي پولیس ووژل او وسلې او مهمات هم لاس ته ورغلل.

وروسته سیمې ته نور پولیس واستول شول او په څو ساعته نښته کې یې پوسته بېرته ونیوله.

ویل شوي چې د خیبر پوسته د پاکستاني ځواکونو په وړاندې په یوه ستراتیژیک ځای کې موقعیت لري.

پاکستاني پوځیان په ډېرو هغو پوستو کې، چې د جهاد تر کلونو وړاندې پکې افغان سرحدي ځواکونو د هیواد دفاع کوله، ځای پر ځای شوي دي.

2 thoughts on “طالبانو په تورخم کې ۸ افغان پوله ساتي ووژل”
  1. Salamooona
    Pa de ki hes shak nashta che isi fakistan ba paki las na we bayad waseral she aw sarhadi qoowawe baidari she dalta yahood na razi dagha de yahoodo na bader doshman de allah de de barbad aw taqseem kri ter so dunia la shara khlasa she.

  2. د تاند محترمی اداری ته!
    اسلام علیکم
    محترم که تاسی چیرته د وژل شوی لفظ پر ځای افغان ملی ځواکونو ته د شهید ولیکی ډیره به ښه وی ځکه چی د وطن په لاره کی قربانی دوی ورکوی

ځواب ورکول Mohammad Arif Haleemy ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *