طالبان چې په جګړه کې خپله ماتې ګوري او تر واک لاندې سیمو کې يې پروړاندې کرکه زیاته شوې، اوس له هر هغې لارې کار اخلي چې خلک په زور اړ کړي چې یا د دوی په خوښه ژوند ورسره وکړي او یا هم د دوی له سیمو کډې بار کړي او مال او حال یې طالبانو ته پاتې شي.

هره سیمه کې چې طالبان فعالیت کوي، هلته هیچاته اجازه نه ورکوي چې څوک دولتي او یا نادولتي دندې لري، ځینو سیمو کې بیا منځلاري طالبان ګوزاره کوي، خو ځینو سیمو کې بیا ان هغو کسانو ته هم اجازه نه ورکوي چې د واکسین تطبیقوي او یا د پوهنې او نورو ملکي برخو کې کار کوي.

له طالبانو خلک اوس ګیله هم نه کوي او نه ورته دا خبره نوې ده چې طالبان ولې هغه خلک په کلیو او سیمو کې نه پریږدي چې ملکي ماموریت لري، ځکه خلک اوس د طالبانو په تګلارو او پالیسیو باندې پوه دي چې د اسلام تر نامه لاندې هر هغه کار کوي چې په هیڅ دین کې نشته.

طالبان په کلیو کې په ځانګړي ډول هغه کسان ټارګیټ کوي چې ډوډۍ نه ورکوي، عشر او زکات نه ورکوي، حجره کې شپه نه ورکوي او یا یې نورې غوښتنې نه مني، طالبان اوس کار کوي چې هغه کورنۍ هم کډه کولو ته اړ کړي چې د کورنۍ غړي یې په دندو باندې دي.

طالبان دا کار د غچ اخیستو لپاره کوي، ځکه طالبانو په مخامخ جګړه کې ماتې خوړلې او د خلکو کرکه ورسره اوج ته رسیدلې، په کلیو کې به پخوا ځینو طالبانو ته د رښتنې کسانو په سترګه کتل کیدل، خو اوس چې هر څه په ډاګه شوي، خلکو ترې مخ اړولی او دې کار طالبان مجبور کړي چې غچ واخلي.

افغان دولت اوس کار کوي چې له پاکستان راستنو شویو لپاره زمینه برابره کړي چې څنګه یې ځای په ځای کړی، خو طالبانو ته پاکستان دستور ورکړی چې په کور دننه کورنۍ بې ځایه کړي چې افغان دولت باندې فشارونه زیات کړی.

د طالبانو دا یو پلان شوی کار دی چې په کلیوالو ځمکه تنور کړي او له کلیو یې کډه کولو ته مجبور کړي، طالبان په دې کار سره غواړي چې ټول هغه کسان تر فشار لاندې ونیسي چې د کورنیو غړي یې دولتي او یا نادولتي دندې لري.

په کلیو کې اوس یوه بله لویه ستونزه دا ده چې هلته تربګني شته او ځینې کسان چې د کورنۍ سیالانو یې پرمختګ کړی، دندې لري او له دې درکه پيسې لاس ته راوړي، د بلې کورنۍ غړي پرې نه لوریږي او هڅه کوي چې تر فشار لاندې یې ونیسي او رواني لحاظ باندې یې ووهي.

طالبان اوس داسې هم نه دي چې ټول دې د ملا هبیت الله په تګلارو لاړ شي او یا دې د هغه تر امر لاندې کار وکړي، د طالبانو زیاتې ډلې اوس خپلسرې دي او هر یو یې د شخصي ګټو لپاره په جګړه بوخت دي او هر هغه کار کوي چې زیاته ګټه ورته کوي.

ځینې د پيسو راټولولو په لټه کې، ځینې یې شخصي دښمنۍ پالي او ځینې یې د ځان ساتلو لپآره له طالب سره وسله ګرځوي او د دې وطن د ورانولو او هېوادوالو د زورولو لپاره لاس په کار شوي دي.

2 thoughts on “طالبانو په خلکو ځمکه تنور کړې | سید عبدالله پاچا”
  1. دتاند ویب پاڼی دی دکور ودان وي چه ستا داښکلی او په زړه پوری تبصره پوسټ کړی
    څومره زړه راښکونکی حقیقت دی دقلم په ژبه وییلی
    کاشکی طالبان دی د زړه له درده خبرسي او د لیدلو لپاره دی اوغواړي چه مشوره درڅخه واخلي

  2. ټالیب یعني جاهل، بېسواده ، خرڅ شوي ، د پنجاب مزدور ، د افغانستان ، پښتنو او مسلمانانو دښمن .

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *