تاند- طالبانو په خپله قیادي شورا کې، چې د کوټې په شورا مشهوره ده، تاجک، ازبک او ترکمن غړي هم شامل کړي دي.

ملا اختر محمد منصور د ملا عمر له مړینې وروسته د طالبانو په قیادي شورا کې یو لړ بدلونونه راوستي چې د دغو بدلونونو په لړ کې یو هم په قیادي یا رهبري شورا کې د غیرپښتنو شاملول دي.

د ازبکو په استازیتوب مولوی عبدالرحمن، د تاجکو په استازیتوب شیخ شریف د طالبانو په قیادي شورا کې شامل کړای شوي دي.

دغه راز یوه ترکمن ته هم د دې شورا غړیتوب ورکړای شوی دی.ویل کېږي چې تر دې وړاندې د طالبانو په قیادي شورا کې هیڅ غیر پښتون غړیتوب نه درلود.

د پاکستاني رسنیو د راپور پر اساس د ملا عمر زوی ملا یعقوب هم د مشرتابه شورا غړی ټاکل شوی دی.

4 thoughts on “طالبانو په خپله قیادي شورا کې غیرپښتانه استازي شامل کړل”
  1. الله دي اتفاق او اتحاد ورکړي خو خداي مکړه زان ته کار ونه ګوري او ګډوډي په کي پيدا نکړي

  2. دا ملایان هم عجیبه تنګ نظره خلک دی ، دوی په خپلو تخیلی شوراګانو کی هم غیر له ملا نه بل څوک نشی زغملی ، ته به وایی چی دوی هر یو جامع الکمالات دی ، ملا یعنی انجنییر ، داکتر ، جنرال ، معمار ، نجار ، ګلکار ، حقوقپوه ، زراعت پوه ، معدن پيژندونکی او …… هرڅه. خو ګمان نه کوم دا وړۍ مو شړی شی. ګوړی ګوړی لره ، خوله به د خوږه وی

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *