تاند- وسله والو طالبانو د روژې په احترام د جګړې د درولو په اړه د افغانستان د حکومت غوښتنه رد کړه.

طالبانو ویلي، نه یوازې د جګړې د درولو لپاره د کابل غوښتنه ردوي بلکې په دې مبارکه میاشت کې غواړي چې جګړه لا تېزه کړي څکه چې د دوی په باور په دط میاشت کې جنګ لا ډېر ثواب لري.

طالبانو پرون /شنبه/ په خوست کې په یوه انتحاري برید کې شاوخوا ۱۸ تنه ووژل.

طالبانو په خوست کې امنیتي ځواکونه په نخښه کړي وو خو د راپورونو پر اساس په حمله کې ملکیانو ته مرګ ژوبلې واوښتې.

د افغانستان ولسمشر پرون د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د دولت پر وسله والو مخالفانو ږغ وکړ چې د روژې په احترام جنګ ودروي او افغانان پرېږدي چې په دې سپېڅلې میاشت کې د خدای تعالي عبادت وکړي.

د پاکستاني ورځپاڼې (ډیلي ټایمز) د راپو رله مخې، طالبانو د افغانستان د ولسمشر له غوښتنې او د خوست له تروریستي بریده څو ساعته وروسته هر راز اوربند په کلکه رد کړ، ویې ویل:

«زموږ جګړه جهاد دی چې یو فرض دی. هر فرض په روژه کې ۷۰ مرتبې زیات ثواب لري. هغوی چې موږ ته په دې مبارکه میاشت کې د جګړې د بس کولو نصیحتونه کوي له دینه خبر نه دي.»

طالبانو په تېرو کلونو کې هم د روژې په میاشت کې د اوربند غوښتنې رد کړي دي.

4 thoughts on “طالبانو په روژه کې د جګړې د درولو غوښتنه په کلکه رد کړه”
  1. ټالیبان به څنګه په روژه کې اوربند وکړي، اوربند د یو انسان سره کیږي د وحشي ځناور سره کله چا اوربند یا سوله نده کړې. دا بې ایمانه، بې دینه، لوټمار او روژه خواره خو د روژې خوړلو لپاره هم اوربند نکوي. لعنت دې وي ستاسو په عقیده او اسلامیت چې لوچک، لوفر، بې نماځه روژه خواره بیا د اسلام او جهاد خبره کوي او د خلکو نه په زور ډوډۍ او خواړه اخلي او دوی ورته اسلام وايي. د حرام بوټي کوکنار نه عشر اخستل، په روژه کې چرس څکل، روژه نه نیول، لمونځ نه کول او بې ګناه خلک وژل جهاد دی؟ اصلي کافر، بې علمه او جاهل تاسو یاست چې اسلام د یو الې په توګه استعمالوئ، ستاسو باغیانو وژل رواح دي او چې هر څوک مو وژني هغه غازي دی.

  2. دوستانو ! طالب مشران اودهغوی ډله جهاد فرض بولی ،نو ولی په غيری اسلامی نړی کی
    جهاد نه کوی؟ ځکه چی دوی اصلآ مسلمانان ندی،جهاد خو په پنجاب کی ډير ښه فرض دی اما پنجاب یی مونږ ته رالیږی ،دپنجابیانو مشران دطالبانو دمسلح کولو لپاره دافغانستان دخلکو دوژنی په بدل کی په ميلونونوډالر ترلاسه کوی اوهم دوی خپله يعنی( طالبان )دغيری اسلامی نړی څخه سلا اخلی اوپه دی سلا زمونږ بيګناه اوريښتينی مسلمانان وژنی اصلآ دوی نه جهاد کوی اونه مسلمانان دی دوی دپردوګټو لپاره خپل افغانان وژنی اوپه بدل کی یی مرداری پيسی ترلاسه کوی .

  3. د ټالبانو په ګومان د مسلمانانو وژل فرض او اویا مرتبې ثواب لري.

    ټالیبه لعنت دې ستا په دې بېرحمه غیر انسانی اوغیر اسلام اعمالو او فکر شي،
    ستابادارانو نن خرمرګی نا روا وبلل او ستالپاره بیا روا دی.
    پدې اساس د ظالمانو او ټالبانو وژل اویازره وارې ثواب لري. که هر مسلمان ، افغان او مجاهد یو ټالیب د دوزخ کندې ته ورټېل واهه ، خپل کلی ، کور او هیواد به له دې وحشي او مضرو جاهلانو نه پاک او خلاص کړي.

  4. ګرانو وطنوالو څانونه ولی ستړی کوی ټول پوهیږی غواو توره پی یی سپینی باید وروسته له دی په زغرده خبری وکړی طالی څټی په خپله مسلمانان ندی او له اسلامه هم خبر ندی ټول طالب بازی کوی په مدرسو کښی یو پر بل لکه د فارم چرګان خیږی دوی موږ ته اسلام راوړی ورشه دد ټولو طالبانو چی اوس جنګیږی پوښتنه وکړه چی قران ولولی زده یی ندی د لمانڅه په فرضو او سنتو نه پوهیږی الله دی دا د پاکستان غلامان ددی روژی مبارکی میاشت په برکت تباه او برباد کړی داسی هم نده لکه دوی چی وایی چی ۷۰ څلی ثواب دی نو په روژه کی ستاسو مرک او د خره یوشان دی نو خر هم ثواب لری

ځواب ورکول احمد بریال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *